
په ۲۰۲۰م د نومبر په ۱۶ نېټه د ختیځ پنجاب په سلطان پور لودي کی یو لرغونی جومات د نمانځه لپاره بیا پرانستل شو چې په ۱۹۴۷م کې د هند د وېش راهیسې بند و.
د سلطان پور په نوم نورو سیمو کی هم واړه ښارونه شته چی یو په جالندهر او بل په ډېلي کی دی. په ننګرهار کی هم یو ځای د سلطان پور په نوم شته چی تر ۲۰ پېړۍ پکی د سیکانو “ګوردواره” موجوده وه. خو سلطان پور لودي د امرتسر څخه ۳۵ کلومیټرجنوب ختیځ کی د “کالي وین” سیند جنوب غاړې کی واقع، یو لرغونی سپیڅلی ښار دی.
د پنجاب دوه لوی سیندونو (ستلج او بیاس) په سنګهم د اوبو یوه څانګه شپږ میله تاو راتاو د سیمې زمکه خړوبوي. شا و خوا دوه زره کاله پخوا د دې په جنوبي غاړه یوه ښاریه د هندوانو او بودایانو لپاره سپیڅلی او “سرومانپور” په نوم مشهوره وه. د اوومې پېړۍ نامتو چینایی راهب “خوان زانګ” په خپلو یادښتونو کی دلته د بودای دین د یو لوی مرکز “تماساواره” ذکر کوي. په اتمې پېړۍ کی یو بودهه راهب “کاتیانه” د خپلې عقیدې سپیڅلی کتاب “ابي ناوپرستاوا” هم هلته ولیکلو. “سرومانپور” عبادتځایونه د سرو زرو په تبرکاتو ډک او په ۱۰۲۰م کی د غزني سلطان محمود ورته پام شو. د دې له مندرونو او بودای ویهارو څخه د چور نه وروسته د هغه لښکر دا ښار وسیزلو.
په دولسمې پېړۍ کې د ډېلي سلطنت (غلام شاهانو) په وخت، نواب سلطان خان د سیند چاپېره د شنو زمکو او ښکلا له کبله دلته څو شاهي باغونه او ماڼۍ جوړ کړل. د سلطان خان په اړه یو روایت دی چی د ده پلار ولي محمد لودي په ۱۱۰۳م کی د غزنوی سلطان محمود د پوځ یو جنرل و. هغه وخت دلته مسلمان صوفیان میشت شول او تر ۱۴۴۳م د سلطان پور خلکو ورته”پیرن پور” یعني د پیرانو ښارهم ویل. د لودیانو په وخت دلته د دیني ذدکړو یوه مدرسه جوړه شوه او د لاهور حاکم دولت خان لودي هم هلته اوسیدو.
د راجپوت هندوانو یوه سیمه”رای بهویی تلونډي” کې بهټي قام خلک هندوان وو او د غزنویانو د حملو نه وروسته د صوفي پیرانو په تبلیغ مسلمانان شول. هلته هندوانو او مسلمانانو په ګډه ژوند کاو او په ۱۴۶۹م کی زیږېدلی “نانک دیو” نومې هندو ماشوم د یو مسلمان استاد سره سبق وویلو. د سیک مذهب بنسټ ایښونکی، نانک خپل پلار له خوا سلطان پور ته واستول شو. هلته د ده مشره خور یو هندو جی رام ته واده وه چی د نانک سرپرست شو. هغه ورته د حساب ساتلو چل وروښودلو او واده يې ورله وکړو.
نانک یو ایماندارکس و نو دولت خان لودي، په سلطان پور کی د بیت المال (مودی خانه) مشر وټاکلو. نانک څوارلس کاله په سلطان پور لودي کې تیر کړل او کله کله جومات ته به مونځ له هم ورتلو. یو وخت د ده حریفانو ورباندې د درغلۍ تور ولګوو او دولت خان لودي زندان کې واچاو. وروسته د بیت المال پلټنې وشوې نو دا تور دروغ راوختلو. دولت خان له هغه څخه بخښنه وغوښته خو نانک د کار څخه لاس واخیستو. دی به اکثر د “کالي وین” سیند پرغاړه د “بړ” ونې لاندې ناست د بودا په شان په سوچونو کې غرق و. هم هلته یوه ورځ سیند ته يې ورټوپ کړل او د روایاتو له مخې درې ورځې وروسته چې راښکاره شو نو لومړۍ خبره يې دا وه چې، “نه څوک هندو دی او نه مسلمان.” نانک خپل ژوند د انسانیت د تبلیغ لپاره وقف کړو او هم دغسې د افغانستان په لاره مکې ته ورسیدو. له هغه ځایه بیرته راغلو نو پنجاب کې د ده مریدان مخ په زیاتیدو شول او ده ته يې د “ګورو نانک “ویل.
په ۱۵۲۶م کی دولت خان د خپل باچا سلطان ابراهیم لودي سره د اختلاف له کبله بابر ته د حملې بلنه ورکړه. د پاني پت په لومړي جنګ کې سلطان مات شو او هند د مغلو لاس ته ورغلو. دوی هلته نوره ابادي وکړه او وروسته په “آین اکبري” کی هم د دې د شاهي باغونو او د کروندو ذکر وشو. “سرکار دوآبه بهت جالندهر کی سلطان پور کی یوه پخه کلا ده او دلته بهټي قام خلک اوسیدل. ” سلطان پور لودي د ډېلي او لاهور تر منځ په تجارتي لاره پروت، دیارلس کلومیټر (اته میله) کی وغځیدو چې پکې ۳۲ منډۍ او د پینځو زرو نه زیات دکانونه جوړ وو.
هغه کلی چی نانک پکې زیږېدلی و، سیلابي اوبو یوړو خو سیکانو لاهور سره نزدې” ننکانه صاحب” کی یوه ګوردواره جوړه کړه چی اوس یو سپیڅلی ښار دی. په شپاړسمې پېړۍ کې د سیکانو پینځم ګورو “ارجن دیو” د خپل زوی د واده لپاره سلطان پورلودي کی ایسار شو. د شاه زلمي د واده څېره او لباس هلته په یوې “ګوردوارې” کی د تبرک لپاره ایښودل شوي دي. د مغل شاه جهان دوو زامنو، شهزاده اورنګ زیب او داراشکوه د سلطان پور لودي په مدرسه کې خپلې دیني زدکړې تر سره کړې. د هغه وخت یوه ودانۍ “هډېره” اوس هم شته چی پکې د شاهي ټبر غړو استراحت کاو.
په ۱۷۳۹م کې د پارس نادر شاه افشار ډېلي ته په لاره سلطان پور کی ایسار شو. د ده پوځ د ښار مندرونه او ګورداورې چور او بیا يې اور ورته کړو. څو کاله وروسته د احمد شاه ابدالي لښکرهم دغه ښار پاتې شته مني لوټ کړه. د سیکانو یو جنګي مشر سردار جسه سنګهه آهلوالیه د سلطان پور د بیرته جوړولو کوشش وکړو خو انګریزانو په وخت له ډېلي تر امرتسر لویه لاره جوړه شوه. د دې ښار تجارتي اهمیت ټیټ شو خو له وېش څخه وروسته پاکستان کې ننکانې ته د تلو په ځای سیکان به سلطان پور لودي ته ورتلل. په پنجاب کی د “کپور تهله” ریاست دیوان (وزیراعظم) به د سلطان پور لودي څخه و.
په یویشتمې پېړۍ کې د پاکستان حکومت د ننکانې صاحب د رغولو او ساتلو نه علاوه د هندوستان څخه د سیک زایرینو لپاره اسانتیاوې پیدا کړې. په سلطان پور لودي کې د نانک د زیږېدو ۵۵۰ کاله په پوره کیدو هغه زوړ جومات ورغول شو چې ده پکې مونځ کاو. د دې پرانستې په وخت د پنجاب مخه ور مسلمانان او مذهبي مشران وروبلل شول. سیکانو د خپل روحاني مشر د تعلیم یو درس په ځای کړو چی مونږ ټول انسانان یو.
صفیه حلیم