د اباسين تمدن

Harrapa
په ۲۰۰۵ م کې د پاکستان د پنجاب ايالت د کلتور وزارت له خوا د ساهيوال د ضلع (ولسوالۍ) نه دوه ويشت ميله جنوب لوېديځ کې د يو تفريحي پارک جوړول پیل شول.
دبرونزو د دورې دا لرغونې سيمه په ۱۹۲۰ م کې برتانیا لرغون پېژندنکو يوی ډلې رابرسېره کړه چي د يو لرغوني ښار نښې يې لرلې.
د پاکستان نوميالي لرغون پوه احمد حسن داني د کلتور وزارت ته خواست وکړو چې دا ځای دی يوه قومي او لرغوني ځای په توگه خوندي کړي. همدا وه چې د هړپه (هړاپه تلفظ) د پخواني اثارو د ساتنې کار پېل شو دا ښار د اباسين په غاړه د ۲۶۰۰ ق.م نه تر ۱۶۰۰ ق- م اباد و.
د دې نه وړاندې د سند په صوبه کې يو بل ښار نښې په ۱۹۲۰ م کې جان مارشل له خوا رابرسېره شوې وې چې د موهنجوډارو (د مړوغونډۍ) په نوم شهرت لري. د اباسين په مناسبت دې تمدن ته د انډس تمدن نوم ورکړل شو. خو هړپه يو داسې تمدن و چې ساری يې يوازې د عراق او د جنوبي مېسو پوټيميا، مصر او په چين کې پېدا کېږي.
د هړپه کنډوالې د يوې داېرې په شکل کې درېميله زمکه کې خپاره او ښار يو منظم پلان له مخې جوړ شوی و چې په لارو کوڅو کې يې پخې خښتې لګيدلې وې. د دې ځای کورونو، حمام او چړچوبۍ لرلې او د هر محلت د کوڅې په سر کې يو کوهې (څاه) جوړ و چې خلکو به ترې اوبه وړلې.
د ښار تر ټولو لوی جوړښت يو گودام و چې غنم او نوره غله به په کې ساتل کېده. دلته د وزن لپاره معياري د گچو ټيکۍ کارېدې چې ورباندې يوه ژبه ليکل شوې ده. د مسو او د برونزو نه د کارولو نښې هم وموندل شوې خو وسپنه پکې نه کارېده. دلته اوسېدونکو د پنبې (کتان) نه تاراو بيا ټوکر جوړولی شو رنګ به یې ورکوو.غنم، وريژې، ترکاري، او مېوې به يې کرلې،د مسافرو لپاره يې سرايونه هم لرل او له دې ښاره لوی سړکونه نورو ښارونو لکه ملتان ته ورغلي و.
د شلمی پېړۍ په وروستيو کې فرانسوي لرغون پوهانو د بولان سيند د زړی لارې په سر هم د يو ښار په کنډوالو څېړنې وکړې چې مهرگړه نوميږي. د دې ځای د گچ د لوښو او د خاورې کاربن تحليل کې جوته شوه چې په مهر گړه کې خلکو په ۷۰۰۰ ق.م کې دا لوښي جوړ کړي و. په دې لوښو مارغان او د نورو ځناورو شکلونه جوړ دي. ورپسې کلونو کې د اباسين سره سره مخ په لوړه د کيندنو او پلټنو يوه لړۍ پېل شوه چې پکې د “منډيګک” “رڼا غونډۍ” اود “پېريانو غونډۍ” نور زاړه ښارونه وموندل شول. د دې موندنو سره د انډس د تمدن په اړه شوې څېړنې زړې وگرځېدې. اوس لرغون پوهان د لسو زرو کالو مودې ته د کتلو سره دی نتيجې ته ورسيدل چې د دې تمدن ډېر رازونه پټ پاتې دي.
لرغون پوهانوله دې ځايه موندل شوې د گچو خښتې د بابل او د ميسوپوټيميا د ميخي ليکدود سره پرتله کړې چې ورباندې يوه ژبه ليکل شوې وه. خو تر اوسه معلومه نه شوه چې دا کومه ژبه ده. په دې ټولو ښارونو کې د يو بل د پاسه د ابادۍ نښې شته خو ټولو ځايونو نه خلک په يوه مخه وتلي وو. په دې اړه څو مفکورې دي چې يوه وچ کالي، بله د يو وبا خپرېدل او درېيمه د حملې خطر کېدې شوه.
تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې ايا دلته اوسېدونکي اريايان وو؟ د برونزو د دورې دومره پرمختللي ښارونه يې څنګه پرېښودل او کومې خوا ته لاړل؟
د ويبپاڼو نه
د خپريدو نېټه
۲۵ اکتوبر ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *