د هند نامتو فلم ” اوم شانتي اوم” يوه مکالمه داسې ده چې ” کله چې څوک د زړه نه يو شې غواړي نو بيا ټول کاينات د هغه په لټون کې ورسره مرسته کوي” ښاي د فلم ډايرېکټر ته دې خبرې دومره خوند ورکړې و چې په فلم کې څو وارې دا جمله تکرار شوه.
خو دا جمله د هسپانيې نامتو ليکوال “پاولو کويو” کلاسيک ناول “کيمياگر” نه اخيستل شوې ده. هغه په ميلينونو خلکو چې هندي فلم يې ليدلې، ممکن دا ناول نه وي ولوستې نو ځکه داسې فکر به وکړي چې د فلم ليکونکي خپل تخيل نه دا جمله ليکلې ده.
په ټولې نړۍ کې د فلم جوړونکي، کيسه په بيه اخلي او ليکوال ورته د دې حقوق ورکوي چې بل څوک هغسې فلم جوړ نکړي. کله کله په يو کلاسيک ناول فلم جوړېږي يا بيا يوه تاريخي پېښې او شخصيت په ژوند څوک فلم جوړوي. هغه وخت د فلم د دې کيسې برابرولو لپاره د يو نه زيات خلک کار کوي چې معاش او حق الزحمه اخلي.
يو وخت د انگرېزي يا بلې ژبې نه د کيسې اخيستل او ورباندې فلم جوړول اسانه کار و. د بالي ووډ فلم جوړونکو به د انګرېزي نه او هم هغه فلم بيا د پاکستان فلم جوړونکو به د هندي نه کاپي کوله.
په هالي ووډ کې اوس د جاپان، چين او د عربي نړۍ کيسې په داسې بدل شکل ليکل کېږي چې څوک يې د غلا په تور نشي نيولې. ځينې فلم جوړونکي د بلې ژبې د فلم نه يو منظره يا سيناريو کټ مټ پخپل فلم کې ځاې کړي چې تر څو خلک د اصل نه خبرېږي، فلم ګټه کړی وي.
په يويشتمې پېړۍ کې اوس د فلم غلا ژرڅرگنده شي، ځکه دا په مختلفو ژبو کې او يا د ژباړې (سبټايټل) سره يو ځاې نندارې ته راووځي. خو په پرمخ تللې ملکونو کې د فلمونو کيسه ليکونکي بيا هم دا په قانوني لارو خوندي کوي او بل ته اجازه نه ورکوي چې د دې کيسې نه کار واخلي.
د خپريدو نېټه
۳ اکتوبر ۲۰۱۴ م
صفيه حليم