بلوچيتېريم

Baluchiterium
په ۱۹۱۰ م کې د انگلستان د لرغونو ژويو يو متخصص ” کلايو فوسټر کوپر” د بلوچستان په ډېره بگټي کې د يو لوې ځناور د هډوکو نښې وموندلې.
په زمکه کې خښ دا د نړۍ تر ټولو لوې “ډاينوسار”هډوکي وو او له هغې وړاندې په نړۍ کې د يو زوي دومره لوې هډونه بل چيرته نه وو موندل شوي.
هغه معلومه کړه چې دا د يو مماليه (شيدې ورکوونکې ځناور) هډوکي وو او ورته يې د ” بلوچيتېريم” يا د بلوچستان بلا نوم ورکړو. د دې بلا ساينسي نوم ” پېراسيراتيريم ” شو چې تر سلو کالو د ماهرانو لپاره يوه معمه پاتې وه ځکه نورې څېړنې ورباندې ونشوې.
د ۱۹۹۰ م په لومړيو کې د فرانسې يو ماهر “ژان لووپ وېلکم” بلوچستان ته ولاړو چې د دې عجيبه مخلوق نور هډوکي هم پېدا کړي چې په ميلينو کاله پخوا په دې سيمه کې يې ژوند کوو.
هغه د کوپر په پل قدم کېښودو او په يوې پراجې يې لاس پورې کړ چې ” “بلوچيتېريم د هډوکو موندلو پراجه” نوميده. په دې کې د پاکستان د طبعي تاريخ ميوزيم هم دلچسپي واخيسته او دوي نواب اکبر بگټي سره رابطه وکړه. هغه نه يواځې ورته اجازه ورکړه بلکه د ورځې په کارونو کې يې ورسره مرسته هم وکړه. د هغه ملازمانو په کيندنو کې ورسره مرسته کوله.
اخر شپږ کاله وروستو په ۱۹۹۷ م کې دوي د “بلوچيتېريم” يوه گوته وموندله. د لومړۍ نښې په رابرسېره کيدو، ژان لووپ او د ده سره کار کوونکو نورو ماهرانو پرله پسې د عجيبه ځناورو هډوکي رابرسيره کړل. دوي په ۲۰۰ ميټر پراخه زمکه کې د حېرانونکي جوړښت بې شمېره هډوکي وموندل.
ورو ورو د دې ” ډاينوسار” نور هډوکي نورو نه بېل کړې شول چې دبره شوي وو. په زمکه کې د خښ شويو هډوکو دا تر ټولو غښتلې برخه وه. دوي د نر او د ماده بلوچيتېريم بې شميره هډوکي وموندل چې په خاوره کې خښ نه وو بلکه خلاص او يو بل سره گډ وډ پراته وو.

داسې اټکل و چې کيدېشي دا هډوکي د سيند د اوبو سره ساحل ته راوړل شوي وو او بيا هم هلته ډېرۍ شول. دا په ډبرينو هډوکو يوه نايابه موندنه وه.
په ډېره بگټي کې دې لرغون پوهانو د لويو تمسا (مگرمچ) غاښونه او هډوکي هم وموندل چې “بلوچيتېريم” د هغوي عام خوراک وو. په دې څرگنده شو چې تمسا څومره لوې او خطرناک وو.

په ۲۰۰۳ م کې پلټونکو دا ټول لوې او واړه هډوکي مطالعه کړل، دا يې پخپل خپل ځاې په ترتيب کېښودل چې د “بلوچيتېريم” پورا وجود جوړ شي.
په دې ټول کار څو مياشتې واوړيدې او اخر د هډوکو نه يو پورا “بلوچيتېريم” جوړ شو. دا ځناور ۵ ميټر لوړ و او ۸ ميټر اوږد وو چې د ۲۰ ټنو شاو خوا وزن يې لرلو. د دې ښکرونه نه وو، د دريو پيلانو (هاتيانو) هومره لوې دا ځناور په نړۍ کې تر ټولو لوې ووگڼل شو. د ده د غاښونو نه اندازه ووشوه چې د لويو ونو نه به يې پانې راشوکولې او هم دا يې خوراک و.
شل ميلينه کاله پخوا بلوچيتېريم په شنو ځنگلونو کې اوسيدو او دلته په سيندونو کې هر ډول ژوي موندل کيده. د تمسا په شان لوې ځناور به له اوبو راوتل او بلوچيتېريم به يې چپه کول. د بلوچيتېريم هډوکي په کوټه کې د پاکستان د جيولوجيکل سروې په ميوزيم کې اېښي دي او د دې د پلاسټيکو او شيشې جوړ ماډل په اسلام اباد کې د نندارې لپاره ايښې دی.

Bones

د ويبپاڼو نه
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۳۱ اکتوبر ۲۰۱۳ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.