Category: قلم

دا ويبپاڼه د معلوماتو لپاره ده. د تاريخ ځينې حقايق د بيلا بيلو کتابونو او سرچينو نه اخستل شوي دي. ممکن يوه تيروتنه پکې وي. که داسې وي راته په گوته کولې شئ. مننه

د شړۍ قصيده

په ۱۳ ميلادي پېړۍ کې د مصر يو شاعر او عالم شيخ شرف الدين د رسول الله ﷺ په صفت کې يو نظم وويلو چې د “برده” په نوم شهرت لري. دا قصيده په لسو برخو کې او ۱۶۰ بيت لري چې وروستۍ بيت يې په “م” ختمېږي. د دې ژباړه لاطيني، انګريزي، ترکي، فرانسوي، […]

تصوف

دا توری د صوف نه راوتلی دی چې په عربي کې د صفاء يا د پاکوالي مانا ورکوي. الصفه په عربي کې بنچ يا لرګينې چوکۍ ته هم وايي. يو روايت دی چې د اسلام د پیل سره د اصحابو يوې ډلې به د لمانځه نه وروسته په نبوي جومات کې د خدای ذکر کاوه […]

لرغوني نومونه

د وردگو پرلاره ” توپ دره” ده. په اړه يې عام باور دا دی چې دلته د انگریزانو د وخت يو” توپ” پروت و ځکه په دې نوم يادېږي. خو په حقيقت کې توپ يا سټوپا هغه گول جوړښت وي چې د بودا يو تبرک به پکې پروت و. په دی دره کی يو وخت […]

هجري شمسي او قمري

اسلامي مياشتې د سپوږمۍ ( قمر) د نوي کېدو سره سمون خوري چې يوه مياشت يې د ۲۹ يا د ۳۰ ورځو وي. د کاليزې يا د کلينډر پېل يې د اسلام د پېغمبر حضرت محمد (ص) د مکې څخه مدينې ته د هجرت سره سمون خوري. ځکه د هجري کال په نوم يادېږي. حضرت […]

ابو سعيد ګردېزی

ابو سعيد ګردېزی د يولسمې ميلادي پېړۍ جغرافيه پوه او تاريخ ليکونکی و. د ده پوره نوم عبد الحی ابن ضحاک ابن محمود و چې د مړېنې نېټه يې ۱۰۶۱ م ښودل کېږي. دی د گردېز اوسېدونکی او د غزني د سلطان عبد الرشيد د دربار امير و چې هغه وخت يې کتاب د ” […]

اول ښوونځی

زه پلار په بايسکل هلته بوتلم او د لرګي په يوه لويه دروازه دننه ولاړم. جينکو هر رنگ جامې اغوستې ځکه په هغو ورځو کې د ” يونيفارم” بنديز نه و. د دروازې نه اخوا هغه ناليدلې نړۍ وه خو د ويرې پر ځاې مې د تجسس احساس کوو. پوهه نشوم چې څه وختې د […]

د شېخ ملي دوتر

په يوسفزو کې چې څوک په يو شي دعوا لري نو وايي، ” دا راته د شيخ ملي دوتر کې پاتې و” دوتر په اصل کې “دفتر” تورې دی چې پخوا د فايل يا د دوسيې لپاره کاريدو. د پينځلسمې ميلادي پېړۍ په نيمايي کې د کابل باچا الغ بيګ (د بابرتره) د يوسفزو څلور […]

يو نيم سل کاله پخوانی د پښتو کتاب

د دې کتاب پوښ د عامې گتې چې ۳۲ سينټي ميټر اوږد او ۲۱ سينټي ميتر پلن دی په پښتو ژبه او په تور او سور رنګ، ښکلي نسخ خط په نيلا کاغذ کښل شوې دا کتاب په هره پاڼه حاشيې لري. په دې کې ټول ۷۳ مخه دي او محمد علي خان کاتب په […]

د ليکلو پړاو

د پينځم جومات (صنف) يوه گټه دا وه چې د لرگي د تختۍ ليکلو نه بې غمه شو او د سلېټ نه هم خلاص شو. زما په بسته کې څلور کاپيانې او څلور کتابونه وو. يوه غټه کاپي چې مونږ به ورته ” رف” وئيل او کاغذ يې ډېر خړ او زر شلېدونکې و. دا […]

د افغانستان لرغونې پاڼې به څوک ولولي؟

په تېرو دېرشو کالو کې د افغانستان نه په سوونو داسې اسناد غلا شوي او نورو ملکونو ته وړل شوي دي چې د دې هېواد تاريخ روښانه کيدېشي. تر اوسه د ١٥٠ نه زيات اسناد چې باختري ( ارين) گندهاري يا خروشتي او عربي ژبو کې دي، ولوستل شوي دي. اصل اسناد دهوسۍ پر څرمنې […]