د ۱۹ پېړۍ په سر کې د کلکتې نه اروپایی پادریان د هند هرګوټ ته د تبلیغ لپاره ورتلل. په ۱۸۱۸م کې د انجیل څو پاڼې په “افغاني ژبه”(پښتو) هم وژباړل شوې. د مبلغینو نه علاوه برطانوي پوځ افسرانو ته هدایت وشو چې پښتو زده کړي. په ۱۸۳۴م کې د انجینیرانو دستې میجر رابرټ لیچ د تیراه او دیر د پښتو ټکو ترمنځ د توپیر په اړه یو مضمون د بنګال رایل سوسایټي په مجله کې خپور شو.
په ۱۸۴۶م کې یو ۳۳ کلن کندهاري، مولوي محمد اسمعیل په بمبۍ کې انګریزانو ته د پښتو ژبه ورزده کوله. دی په خټه ترک او پلار يې د کندهار قاضي او د شاه شجاع وزیر و. د ده پښتو نه علاوه، عربي او فارسي زده وو او د شاعرۍ سره سره خطاطي هم کوله. دی د نورو زدکړو لپاره ۳۲ کالو په عمر کې د کندهار نه چمن، پښین، کوټه، سندهه او اخر بمبۍ ته ورسیدو. هلته لږ وخت کیپټن راورټي ته يې پښتو او فارسي ورښودل. په ۱۸۵۲م کې دی هغه سره پیښور ته لاړو او د انګریزانو له خوا جوړ نوي سرکاري ښوونځو انسپکټر وټاکل شو.
په ۱۸۵۴م کې د کلکتې کلیسا مطبعې د پادریانو او پوځیانو لپاره پښتو لومړی ګرامر چاپ کړو. په پښتونخوا د انګریز منګولې خښې شوې نو حکومتي افسرانو لپاره د پښتو زدکړه لازمي شوه. هغه وخت د “منشي فاضل” او “ادیب فاضل” پښتو کورسونه د پنجاب پوهنتون په نصاب کې شامل و. په ۱۸۷۳م کې د پښتونخوا حکومتي افسرانو لپاره د پښتو دغه دوو کورسونو امتحان ورکول لازمي شول. هغو پوځیانو ته به يې ترقي ( طرفی) یا معاش زیاتوو چې د د ژبې استاد سره چټک پښتو زده کړي. مولوی محمد اسمعیل د هزارې په ضلع ډهوډهیال کې انګریزانو ته د پښتو ټیوشن ورکاو.
په ۱۸۸۴م کې دی تقاعد ( پینشني) شونو په ۱۸۹۰م ( ۱۳۰۶ ه) کې په ۳ ژبو د پوښتو او جوابونو په شکل یو کتاب ولیکلو چې “اسلامیه مطبعه لاهور” کې چاپ شو. د ده نور کتابونه ” ګفتګو افغانی و آینه الفاظ افغانی- ګلدسته سوال و جواب افغانی او خزانه افغانی” نومېدل.
په ۱۸۹۶م کې مولوی اسمعیل “پښتو معلم” ولیکلو چې پکې اردو، انګلش او فارسي نه پښتو او ورسره د دې تلفظ په انګریزي تورو( رومن) لیکلی و. مولوي اسمعیل یو متشرع کس و خو په پیښور کې د دوو پادریانو په خواست هغه د انجیل څو برخې ورته په پښتو وژباړلې. په ۱۸۸۷م کې دی د مرزا غلام احمد په نوي مسلک ” قادیاني” او په ۱۹۱۲م کې مړ شو.
په “سوال و جواب افغانی” کې د میاشتو نومونه هندي دي. د ورځو نومونه خالی- اتبار- ګل یا پیر-نهیه- چار شنبه یا شروع ورڅ- د زیارت ورڅ- جمعه. هم دغسې په الفبا کې یواځې د پښتو غږونه او توري د مثالونو سره لیکلي دي. د ده شعر په فارسي او په پښتو کې یو ځای هم کندهاري ټکی نه ښکاري. د کتاب سریزه يې هم په اردو او انګریزي لیکلي ده. څان (ځان) څناور (ځناور) وغیره. مورچه، ټوپک، خندق، قلابند او ډزي د انګریز پوځ د سیاست اړتیا وه.
صفیه حلیم