برکي ژبه


د ډېره اسمعيل خان په لوېديځ کې د ګومل درې یوه لار “سنگ سرخ” په وچ موسم کې به د پاونده قافلو لپاره ښه وه. خو د باران په ورځو کې به هلته هرځای خوړ را وختلو. قافلې به کله یو او کله بل غر ته اوړيدل چې اوښان او خلک به پکې مړه شول. د سنګ سرخ لاره به اوږده وه خو برساتونو کې د قافلو لپاره خوندي وه. دلته یوه ښاریه “برک” نومیده چې په لاره تیریدونکو به هلته ځان له خواړه او نور وسایل اخیستل. په دغه ښاریه کې ارمړو خپله ژبه ویله چې برکي یا برجسته” نومیده.
د برکي (برکی) ژبې نوم د ۱۶ پېړۍ په سر کې لومړي ځل “توزک بابري” کې ولیکل شو. په کابل کې هغه وخت ۱۲ ژبې ویل کیدی چې یوه يې ” برکي” وه. دا اوس په “ارمړي” ژبه مشهوره ده ده چې هندي اروپایی، هندي ایراني، جنوبي ایراني او پراچي ژبو کورنۍ سره تړاو لري.
سره له دې چې پیر روښان (بایزید انصاري) پخپله برکي یا ارمړ او په خپل کتاب “خیرالبیان” کې د ارمړي ژبې څو توري هم کارولي دي لکه، نالتي- نمانزدک- تښتن- برغو- وغیره خو هغه په خپلې ژبې یو کتاب و نه لیکلو. د هغه لویه ونډه د پښتو املا یا توري جوړول وو.
په ۱۸۳۸م کې یو انګریز ليفټنټ آرـ ليچ د ارمړي او انگرېزي يو قاموس جوړ کړو چې د مثالونو د پاره پکې د ارمړي ژبې څو جملې هم لیکلی وې.
د لیچ پلټنې د خلکو له خلې وایی چې د غزني سلطان محمود کله چې د سومنات د مندر دروازې هند نه وړلې نو برکیانو ورسره ډېره مرسته وکړه او په بدل کې سلطان دا ټوله سيمه ورته په انعام کې ورکړه. ممکن دا یوه افسانه وي ځکه هغه وخت د اباسین سره نورې ښیرازې زمکې هم وې.
د ارمړي ژبې دوه لهجې دي چې یوه يې په کاڼیګرام کې ویل کېږي او تر ټولو پخوانۍ یا لرغونې لهجه ده. بله د لوګر برکي برک لهجه ده. د دواړو ځایونو ارمړ د یو بل په لهجه نه پوهېږي. د برکي او براکي په نوم څوځايونه دي چې یو يې په پکتیا کې هم شته. د برکي نوم يوناني حملې په وخت هم و او د هیروډوټس په تاریخونو کې “برکي” په اوسني لیبیا کې موجود و.
په افغانستان کې ارمړ د پښتنو او تاجکانو سره په ګاونډ کې ژوند کوي.
د “ارمړ” توری له پښتو اخیستل شوی دی چې ښایی برکیانو ته يې ویل. برکیانوبه پښتانه د ” کش” په نوم یادول. یو انګریز محقق مېجر راورټي په ۱۸۶۴ م کې لیکي چې ارمړ خلک په خټه تاجک دي. دا خبره يې هم وکړه چې ارمړي يا برکي ژبې د پښتو نه ډېر توري په پور اخيستي دي او دا حقيقت دې چې په دې ژبې کې د اباسين د اريايي نورو ” درديک ژبو” ريښې شته. په ۱۸۸۱ م کې غلام محمد خان د برکي یا برجسته ژبې په گرامر يو کتاب وليکلو چې ” قواعد برجسته” نومېږي. د دې رسم الخط ( لیکدود) د پښتو په شان عربي دی. د دې ځانګړتیا د ساکن ” ړ” غږ دی چې پښتو يې نه لري. ځینې غږونه يې د وزیرو په پښتو کې شته خو نور يې نه لري.
داسې باور دی چې د ۱۹ پېړۍ په سر کې لوګر کې ۸ – ۱۰ زره کورنۍ میشت وې او هم دغسې د ۲۰ پېړۍ په سر کې ۴-۵ سوه په کاڼیګرام کې وو.
ارمړي اوس هم ویونکي زیات، خو لوستونکي او لیکونکي لږ لری. په لوګر او وزیرستان کې څه نا څه برکي ژبه پاتې ده. په انټرنیټ هم اوس نوي ځوانان د برکی ژبې پاڼې لري او په فیسبوک کې یوه پاڼه د دې لیک لوست د اردو ژباړې سره خپروي.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published.