کاتب او چاپ


د ۱۹۸۰م په برطانیې کې ځینو شته منو لیکوالانو په وړوکي کمپیوټر لیکنې کولې. په دې کې یواځې انګریزي او هغه لاطیني ژبې وې چې د ګس لاس نه ښی ته او توري يې بیل بیل لیکل کیدای. هغه وخت ما به سوچ کاو چې زمونږ ژبه به کله په کمپیوټر کې لیکل کېږي.
د ۲۰ پېړۍ تر پای پښتو د کمپیوټر ژبه شوه او اوس کم خلک کتابونه په لاس لیکي. په سوشل میډیا کې ځینې خلک د ترکي په یو سلطان تور لګوي چې په ۱۵ پېړۍ کې یورپ چاپي تخنیک نه يې ګټه وانخسته ځکه ملایانو يې مخالفت کاو. دا خبره تاریخي حقیقت نه لري.
د انځور او کتاب د چاپولو تخنیک له چین پېل شو. په ۷۵۰ م په کوریا کې د بودا یو ټاپه شوی انځور د هغه وخت یوه بیلګه ده. ۹ پېړۍ په چین کې په غوړ کاغذ لیکل شوی متن به يې په لرګینه تخته ونښلاو، وزن به يې پرې کیښودو چې هغه لیکنه په لرګي چاپ شی. دغه چاپ توري به يې په تیره چاقو لرګي کې کنده کړل، په تخته به يې رنګ ووهلو او په سپینو کاغذونو به يې ټاپه کول. د لرګي دړه یا تخته به ژر وسولېده نو وروسته د مسو او د اوسپنې تختې جوړې شوې. خو په دغو تختو کنده کاري ګرانه او وخت پرې ډېر تیریدو.
په ۱۴۴۴م کې د جرمني یو کس ” یوهانس ګوټنبرګ” هر توری له اوسپنې جوړ کړو چې په جملو کې قطار، په لویو تختو هوار کړې شول. په تخته يې رنګ ووهلو چې د کاغذ په مخ به تیرولو ټول متن يې چاپ کړو. مشین به یو کس په لاس ګرځاو او د څو پاڼو نه وروسته د تختې رنګ به بیا تازه کړې شو. دا تخنیک د ګوټنبرګ په نوم مشهور او د کتاب چاپولو لومړی ګام و. د روم پادریانو په دې مشین د انجیل پاڼې له چاپولو وروسته په خلکو وېړیا ویشلی.
هغه وخت په عثماني سلطنت کې د اروپا نه زیات کتابونه لیکل کیده او لوستونکي يې هم ډېر وو. لکه د نن په شان د د مطالعې شوق په لوړه طبقه کې زیات و. مسلمانانو په ښکلی خط او املا لیکل شوي کتابونه په شوق لوستل. دا په پړکیدونکی رنګ، رنګین نقاشي لرونکي حاشیو او د سرو زرو په اوبو ښایسته کړی شوي وو. پاڼۍ به يې په لاس ګنډل کیده او د څرمنې په پوښ به د سرو زرو تعویذ جوړ و. داسې کتابونه په وریښمین بقچه کې ساتل کیده. د کتاب په پای کې کاتب به خپل نوم او د کتاب د پوره کیدو نېټه لیکلې وه. کله کله چا د یو مشهور کتاب د کاپي فرمایش وکړو نو د هغه نوم به يې په سر کې ولیکلو. په سوونو کاتبانو به په لږ وخت کې ډېر کتابونه خپرول.
د دې په مقابل کې چاپ شوی کتابونو انځور نه لرلو او په لیدو کې به شاړ ښکاریدل. عربي او فارسي کتابونه په وینس او روم کې چاپیدل چې زیات يې د تجارانو لپاره معلوماتي پاڼې وې. په عربي کې لومړی کتاب ۱۵۱۴م کې اطالوي ښار “فانو” کې چاپ شو. د ۱۵ پېړۍ په استنبول کې چاپځایونه ” بسمه حانی” موجود وو. هلته د یونان او ارمینیا یهودانو پخپلې ژبې کتابونه خپرول.
په ۱۵۸۷م کې سلطان مراد(دریم) په یو سرکاري فرمان کې د هغو عربي، فارسي او ترکي ژبې د کتابونو خرڅولو اجازه ورکړه چۍ د عثماني ترکي په اروپایی برخه کې چاپیدل. د چاپ تخنیک سره د د زرګونو کاتبانو د بیکاره کیدو امکان و. بله دا چې شرقي ژبې په عربي لیکدود خپریدی چې مختلف نومونه يې لرل. د لاطیني ژبو په شان د دې توري د چاپ لپاره نشول بیلیدی. په ۱۷۲۷م کې ابراهیم متفریقه لومری مسلمان و چې په عثماني ترکي کې خپله چاپه خانه جوړه کړه. ترهغې د انځور چاپولو ټیکنالوجي هم وده وکړه چې ” لیتهوګرافي” نومیده. په ۱۸۱۳ م کې د فرانس جوزف نیسفورې نیپسې په کاغذ د تارکول په موښلو د یو انځور څو کاپیانې جوړ کړل.
هغه خلک چې د خپلو بدو حالاتو پړه په نورو اچوي، اوس دې وګوري چې چاپ شوي کتابونه څومره خلک ولولي؟
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published.