د انگرېز جاسوس د هند ” ډېره دون” غرنۍ سيمه د خپلې ښکلا او ونو لپاره شهرت لري. په ۱۸۰۲ م کې دلته د انگرېزانو جاسوسان روزل کيده. دوي د هند د زمکې او د اوبو د کچ کولو يوه پراجه پېل کړه چې تر مرکزي اېشيا د غرونو او هلته د اوسېدونکو په اړه پورا معلومات ولري. […]
د اميرعبد الرحمان معالج د انگلستان جېفري ايلن گرې د ۱۸۸۵ م نه تر ۱۸۸۹ م پورې د افغانستان د امير عبد الرحمان شخصي معالج پاتې شوې و. يوه ورځ امير ( عبد الرحمان) د پوځي دستې د معاينې لپاره بهر په کرسۍ ناست و او سيگرټ يې څکول. کله چې هراتي غونډ د هغه مخې نه تيرېدو نو […]
لرغون پوهه سوداگر د ۱۸۳۳ ميلادي کال په پېل، د کابل د ختيځې څنډې د کوه تخت شاه په يوه کلا کې اخوند هدايت الله اوسيدو. د ده زامن چارلس مېسن نومي يوه انگريز سره اشنا شول چې لرغوني توکي ورته په زړه پورې وو. يوه ورځ دی يې د خپلې کلا يوه تاک ته بوتلو چې د […]
ابو طبيله “کله چې سيکانو په بوجيوکی د اپريدو سرونه د پيښور والي ته يوړل نو ده به پکی د ځوانانو سرونه غوره کړل او دا به يې د ښار په لوې ديوال ( فصيل ) د نورو د عبرت لپاره کيښودل. د ځوانانو د سر بيه يوه روپۍ وه. نور سرونه چې د سپين ږيرو، ماشومانو […]
د چين د مليکې نذر په ۵۱۸ م کی د چين د “واي” سلطنت مليکې “هو” يوبوداي راهب سونگ يون ته د نذرلپاره څوسوغاتونه ورکړل او گندهارا ته يې ورواستوو. د فاهيان په څيردې هم د خپلو دووملو سره په يو اوږد سفر روان شو اودوه کاله يې په مساپرۍ کې تيرکړل. دده يو ملگرې هوي ژينگ نوميدو چې د […]