د انگرېز جاسوس

prismatic compass
د هند ” ډېره دون” غرنۍ سيمه د خپلې ښکلا او ونو لپاره شهرت لري. په ۱۸۰۲ م کې دلته د انگرېزانو جاسوسان روزل کيده.
دوي د هند د زمکې او د اوبو د کچ کولو يوه پراجه پېل کړه چې تر مرکزي اېشيا د غرونو او هلته د اوسېدونکو په اړه پورا معلومات ولري.
د ” ډېره دون ” مرکز د هند وگړي روزل او ورسره د دوي له خوا راتول شوي معلومات به يې حکومت ته سپارل.
کپتان ټامس جارج منټگمري د دې مشر و او د سروې گانو له مخې به يې نقشې جوړولې چي د پوځي خوځښت لپاره به يې ترې کار اخيستو. دوي د اباسين نه تر بخارا پورې شا و خوا ۱۵ ښارونو کې داسې کسان لرل چې د مهمو پېښو راپورونه به يې ورکول.
د بريطانيې د هغه وخت په سرکاري اسنادو کې دا سې ښارونه د ” لسننگ پوسټ” (د اوريدو پوسته) په نوم يادېدل.

capt montgomery
د روزل شويو کسانو په ډله کې هندوان، بودايان او سيکان هم شامل وو چې دوي يې زيات تبت او منگوليا ته وراستول. مسلمانان يې د مرکزي اېشيا، ترکستان او پارس ته ورلېږل.
يو روزل شوې جاسوس ميرزا شجاع په اصل کې د پارس (ايران) اوسېدونکې و او د فارسي نه علاوه په پښتو او انگرېزي يې روانې خبرې کولې شوې. ميرزا څه موده په کابل کې هم پاتې شو او د امير دوست محمد خان زامنو ته يې انگرېزي ژبه ورښودله.
کله چې په ۱۸۳۷ م کې انگرېزانو په هرات حمله وکړه نو ميرزا هغه وخت د يو پوځي افسر پاټينگر سره ښار ته ورننوتلي و او هغه ته يې معلومات ورکول. ده په پېښور کې درې کاله د سروې د ټيم د غړي په توگه کار کوو.
جنرال واکر د ده په اړه ليکي، ” دی د ښې کورنۍ نه دی او د مسلمانو قامونو په منځ کې د معلوماتو د راټولو لپاره کار کولې شي چې اروپايان ورته نشي رسيدې.”
په اکتوبر ۱۸۶۸ م په ژمي کې ميرزا د يو تجار په توگه د يو وړوکي دلې سره چترال ته ولاړو چې له هغه ځايه بدخشان ته واوړي. هلته افغانستان د پلې ساتونکو وگرځوو چې اسناد نه لري.
ميرزا بېرته پېښور ته ولاړو او کرمې ته يې مخه کړه. خو هلته د سختو واورو له کبله لارې بندې وې. بيا دی په جنوب کې ډېره اسماعيل خان ته ولاړو خو قبايلو ورته مخه ونيوله. هلته يې مال اوړونکي څاروي خرڅ کړل او په يوې کشتۍ کې د اباسين بره لوري ته روان شو. د بولان د درې نه شال درې ته ولاړو خو وړاندې په کلات کې جنگ و.
ميرزا هلته د کندهار يو سوداگر سره ملگرې شو او هغه ورسره لوز وکړو چې کندهار ته به ورسره بدرگه ولاړ شي. ده ورته خپل خره هم ورکړل چې سامان پرې بار کړي. په ۱۸۶۸ م کې ميرزا د قلات نه کندهار ته روان شو. هغه وخت د امير شېرعلي خان ځواکونه په کندهار کې د باغيانو سره په جنگ و.
د ميرزا سامان د ده نه وړاندې کابل ته ورواستول شو چې څوک پرې شک ونکړي. خو يو چا د هغه د سروې په سامان کې ځينې اسناد وموندل چې د چارواکو لپاره د شک وړ و او د ميرزا خدمت گاريې ونيولو. هغه پخپله د شېرعلي خان د يو پوځي ډلې سره يو ځاې کابل ته ورسيدو.
خپل سامان يې بېرته تر لاسه کړو او د اوړي په پېل کې ميرزا د کابل نه روان شو. په شمال کې هغه وخت د مرئيانو (غلامانو) تجارت په زور روان و او د ازبک مراد بېگ له ويرې خلک په تېښته و. ميرزا د هغه وخت د دې انساني تجارت په اړه بوږنوونکي معلومات ليکلي دي.
” يو تکړه مريې چې کار يې کولې شو، د افغاني سپې يا د اس هومره ارزښت لرلو چې هغه وخت په ۸۰ روپۍ خرڅيدو. يوه مينځه د څلورو اسونو يا که ښايسته وه نو د ده نه زيات ارزښت يې لرلو. خو سړي مريېان به تل د سپو په بدل کې پلوريدل.”
ميرزا د فروري په مياشت کې کاشغر ته ورسيدل چې چيني ترکستان برخه وه. د کاشغر اميريعقوب بېگ راوبلل چې د ” اتاليق غازي” په لقب يې شهرت لرلو. امير د ميرزا نه ډېرې کلکې پوښتنې وکړې او هغه ته پخپل کور کې د اوسيدو ځاې ورکړو.
يوه ورځ هغه د يارکند د شاهي مشاورينو د يوې ډلې سره مخ شو چې په هغه سيمه کې د خارجي جاسوسانو د شتو په اړه يې بحث پېل کړو. دوي د روس او د بريطانيې د گواښ خبره کوله چې ميرزا هم پکې ور ودانگل او وې ويل چې د بريطانيې سره ډېر لوې پوځي قدرت او وسايل وو. د هغه په خبره يو افغان استاځې په قهر شو او ميرزا يې د کافرانو اېجنټ وبللو چې اسلامي شريعت ته يې سپکاوې کړې و. ميرزا خپله خبره جوړه کړه او هغه لحظه د مرگ نه يې ځان وژغورلو خو وروستو يې خپلو خبرو ته پام کوو.
ميرزا په کاشغر کې لکه د بندي ساتل شوې و ځکه په هغه سيمه کې د ژمي په نيماي کې يو تجار هم نه راتلو او امير په ده شکمن و. يوه ورځ يو سړی د ده کوتې ته د پرکار او د قطب نما سره راغلو او ترېنه د دې الاتو په اړه وپوښتل. ميرزا پوهيدو چې دا يو دام و نو هغه ته يې وويل چې نه پرې پوهېږي. هغه د ښار په لارو کې نه شو گرځيدې او د هغه ځاې اوسيدونکې يې روسي سرحد ته ورواستولې و چې د پوځ د شميرې په اړه معلومات ورته راوړي.
ميرزا څلور مياشتې هلته د پاتې کيدو نه وروستو اخر د امير يعقوب له خوا اجازه تر لاسه کړه چې يار کند ته ولاړ شي. هلته د ميرزا د نوکر يوه جينۍ خوښه شوه او هغه ته يې وويل چې پيسې راکړه چې ورسره واده وکړم او هم هلته پاتې شم. ميرزا د هغه د پوهيولو هڅه وکړه خو نوکر ورته گواښ وکړو چې که پېسې يې ورنکړې نو ټول خلک به د هغه د فعاليت نه خبر کړي. ميرزا ورته وويل چې که دی د هغه د کېمپ نه ووتلو نو ممکن څوک يې د مريي په توگه خرڅ کړي او بيا دی به يې نشي ژغورلې. نوکر ددې خبرې په اوريدو غلې شو. بيا ميرزا ورته څو پېسې د بخشيش په توگه ورکړې چې خله يې بنده پاتې شي. هغه د اوړې په اخر کې لېه ته ولاړو او انگريزانو ته يې د هندو کش او د امو د سيند په اړه راپور ورواستوو.
په ۱۸۷۲ م کې ميرزا د خپل زوې سره يو ځاې بخارا ته ورواستول شو.
دوي د هرات نه د څو ورخو د سفر نه وروستو مېمنې ته ورسيدل او يوه شپه دواړه پلار زوې خيمې کې د خپل رهنما له خوا ووژل شول.
لومړې پښتون چې د منټگمري له خوا د جاسوسۍ لپاره وروزل شو، د دوي د پوځ غړې و. هغه ته يې د لارو د کچ چل وښودلو او څو مياشتې پرې تيرې شوې . خو پخوا له دې چې هغه خپل کار پېل کړې وې، د خپل قام په دښمنۍ کې ووژل شو. بيا يو بل کس يې وگومارولو چې د لومړي په شان ډېر هوښيار و او د ده روزنه پېل شوه. خو زر د هغه په اړه داسې معلومات څرگند شول چې باور پرې نشو کيدې.
درېم کس چې دوي په ۱۸۷۰ م کې وروزلو ” حېدر شاه” نومېدو. د ده جاسوسي نوم ” حوالدار” و. په هغو ورځو کې ټولې تجارتي قافلې په “دير” کې ايساريدې او کله چې د بيلا بيلو سيمو تجاران به دلته يو ځاې شول نو د يو لوې قافلې په شکل وړاندې تلل چې کله کله ۲۰۰ کسان او په سوونو څاروي يې لرل.
حوالدار چې د پيښور نه دير ته ورسيدو نو قافله د چترال لوري ته روانه شوې وه. دی د دير واکمن رحمت الله خان ته ورغلو چې ورسره مرسته وکړي خو هغه انکار وکړو. بيا رحمت الله ته يې څه پېسې او د طله کارۍ يو شال ورکړل. د نورو تحفو ژمنه يې هم وکړه نو واکمن لږ نرم شو او شل وسله وال کسان يې ده ته بدرگه ورکړل چې وړاندې ولاړ شي.
حوالدار ته په لاره خلکو په اوشگام (ورچگام) کې د يو انگرېز”هېورډ” د قتل خبر ورکړو چې د ” ياسين” حاکم مير ولي وژلې و.
کله چې حوالدار د ستمبر په سر کې چترال ته ورسيدو نو باچا امان الملک ليدو ته ورغلو. هلته مير ولي هم ناست و. د رسمي خبرو نه وروستو باچا د نورو سره په خبرو بوخت شو او حوالدار د مير ولي نه پوښتنه وکړه چې ښاغلي هېورډ يې ولې وژلې و. هغه ورته وويل چې “هېورډ” د خپلو چترالي ملازمانو سره بد چلند کوو.
ميرولي د خپلو وطندارانو سره د زړه سوي له مخې هېورډ ته د دې شکايت وکړو. خو انگرېز افسر په ځواب کې د ده هم بې عزتي وکړه او ورته يې وويل چې دا ملک اوس د انگرېز په لاس کې دی. هغه چې څه يې زړه غواړي هغسې به چلند کوي. مير ولي په دې وويريدو چې هسې نه انگرېزان پرې حمله وکړي. ده خپلو شپېتو کسانو ته په هېورډ او د ده ملگرو د يرغل امر وکړو. په دې حمله کې د هېورډ اوو هندي ملازمان ووژل شول.
حوالدار او د ده ملگري د کافرانو د ټاټوبي ” نکسان” درې د واورو او د گړنگونو نه په تيرېدو فېض اباد ته ورسيدل. هغه وخت امير شېر علي خان د شمال نه کابل ته تلونکې لاره بنده کړې وه چې د ده وراره عبد الرحمان خان له تاشکند په کابل کې خپلو ملاتړو باغيانو ته ليکونه ور ونه ليږي.
د حوالدار راپورونه د انگرېز لپاره د خوښۍ وړ و او دی دوه وارې نور هم هغې سيمې ته ورواستول شو. په ۱۸۷۲ م کې دی د کابل د لارې بخارا ته او دوېم ځلې د پېښور او جلال اباد د لارې فېض اباد ته ورواستول شو. هغه ټول سفرونه د يو تجار په توگه وکړل او په دوو کالو کې د بدخشان چاپېره څه نا څه ۷۷۸ ميله زمکه کچ کړه. پينځه کاله د سروې د کارونو نه وروستو حوالدار په جلال اباد کې د کولرا په مرض ناروغه او هم هلته مړ شو. دی د شاهي جغرافياي ټولنې له خوا په اعزازي تورو کې وستايل شو.
يو بل پښتون چې د انگرېز لپاره يې ډېر کار وکړو، ملا عطا محمد و. د ده د شفر نوم ” ملا “و. د ده ورور د پوځ د انجينيرانو په ډله کې و او په ۱۸۶۹ م کې په سوات کې وژل شوې و. ملا د جنرال منټگمري له خوا سوات ته ورواستول شو چې د خپل ورور نه پاتې د سروې الات ورته راوړي. عطا محمد ته د انگرېز لپاره کار ځکه اسانه و چې د ملا په حېث چا ورباندې شک نه کوو.
دی څلورم پښتون و چې د انگرېز له خوا ورته د جاسوسۍ او د سروې کار سپارل شوې و. د ده عربي زده وه او د حوالدار سره يو ځاې د افغانستان ځينو سيمو ته تللي و. د ” ملا” جوړې شوې نقشې دومره پخې او مستندې وې چې ان تر لومړي نړۍ وال جنگ پورې ترې انگرېزانو کار واخيستو.
په يار کند کې يو ځلې هغه د خپلو مشاهدو نوټ پخپل کتابگوتي کې ليکل چې ناببره يو کرغيز ورباندې پېښ شو چې د دېر وخت نه يې ورته کتل. ملا زر خپله مصله هواره کړه او په لمانځه ودريدو. د لمونځ نه وروستو يې هغه کرغيز ته وويل چې د ده قطب نما د لمانځه دقيق وخت ښايي. کرغيز د ده په عبادت دومره اغېز من شو چې يو تعويذ خواست يې ترې وکړو. ملا ورته تعويذ وليکلو او څو ورځې وروستو چې د خپلو کارونو نه وروستو بېرته يارکند ته ولاړو نو په ښار کې د ده د کرامت ډنډوره غږيدلې وه. بيا د ډ ېرو نورو خلکو لپاره يې هم تعويذونه وليکل.
کله چې ملا د حوالدار سره په سفر کې مله و نو هغه ورته د يو معکوس قطب نما د کارولو چل ښودلې و. په ۱۸۷۳ م کې ملا د حوالدار سره تر جلال اباد مله و. له هغه ځايه دی د خپل يو پښتون ملازم سره په يابو د ورېښمو او نورو توکو بار تر چترال سيند پورې يوړو چې خلک يې د يو تجار په توگه وپېژني.
په لومړۍ ورځ ملا د جلال اباد د والي مير اخوراحمد سره وپېژندل چې د شيگر اوسيدونکې و. هغه ته يې دا کيسه وکړه چې دی د لرگو (چارتراش) سوداگر و. غوښتل يې چې وړاندې چارتراش واخلي او په سيند کې د پېښور لوري ته يې لاهو کړي. مير اخور ورته د وړاندې تگ د مشکلاتو په اړه خبردارې ورکړو چې د ډاکوانو ډلې پکې فعاله وې. دا سيمه هغه وخت د انگرېز تر ادارې لاندې نه وه. هغه ملا ته تر اسمار د لارې يو سند ورکړو او يو ملک ورسره بدرگه ولاړو. درې نور پښتانه هم ورسره مله وو چې ټولو ټوپکې، تورې او طماچې لرلې.
کله چې دوي د جلال اباد له څنډو بهرشول نو ملا پخپل قطب نما د مشاهدې لپاره ايسار شو او هم هغه وخت ناڅاپه ورباندې شلو وسله والو ډاکوانو حمله وکړه. دې ډاکوانو لاس ته هر چې ورتلل، ترېنه يوړل. داسې ښکاريده چې هغه کسانو د شيگر د مير اخوا لپاره کار کوو. د ملا يو ملگري هغه ډاکوان وپېژندل او ورپسې هغه کلي ته ولاړو. کله چې ملا چترال ته ورسيدو نو ټول مال ورته بېرته ورکړې شو.
ملا په اسمار کې ډېر ايسار نشو خکه د هغه ځاې خان ډېر اسلامي سړې و. هر هغه څوک چې د خان نه خوښيدو، پخپل لاس به يې ورته مرۍ خفه کوله. خان به ملا هره ورځ ځان ته رابللو او د قران د ځينو ايتونو مانا به يې ترې پوښتله. ملا د خپل ځان د حفاظت لپاره يو ډکه طماچه خپلې چپنې کې پټه وړله. خو د خان چاپېره ډېر وسله وال سړي هر وختې ولاړ و نو د دې احتياط څه گټه نه وه.
د خان په اړه ملا ليکي چې شاو خوا د ۳۰کالو و. ” د هغه وجود ډېر کلک و. د نږدې سيمې خانانو سره يې د واده د لارې خپلوي جوړه کړې وه. د ده خور د چترال د امان الملک ښځه وه. د خان يو کشر ورور وو چې کله ځوانۍ ته ورسيدو نو د دې لپاره چې د خانۍ دعوا ورباندې ونکړي نو پخپلو لاسونو يې وژلې و.
ملا د جلال اباد نه په بدرگه ورغلي کسانو سره په چترال کې خداې په اماني وکړه. خو د ” باروگل” درې د لارې يار کند ته تلونکې سړک بند و. ځکه د بدخشان والي چې خپل يو حريف سره په جنگ و چې په هغه دره کې پټ و. په چترال کې ملا د خپل ملگري په کور کې يو ليک وموندلو چې د لرگيو يو بل تجار له خوا د چترال باچا ته ليکل شوې و. په هغې کې د باچا نه يې شمال ته د تلو اجازه غوښتې وه چې د خپل يو مشتري نه پېسې واخلي.
ملا خپل ځان هغه تجار کړو او د سيمې يو نامتو تجارعنايت علي ورته وړانديز وکړو چې ده سره بدخشان ته ولاړ شي. عنايت علي د انسانانو د خرڅولو کاروبار کوو او ملا نه غوښتل چې د هغه سره سفر وکړي. دی په چترال کې ايسار شو چې واورې ويلي شي. د مارچ په مياشت کې هغه واخان ته ولاړو او په جون کې بيا يارکند کې و.
ملا د جلال اباد نه تر يار کند د ۳۸۰ ميله د فاصلې يوه نقشه جوړه کړه چې د جغرافيې په دوسيو کې يې مستند معلومات ورکول. د هغه د راپور له مخې انگرېزانو د حوالدار ځينې تېروتنې هم اصلاح کړې چې په ۱۸۷۰ م کې د دير او د چترال په سروې گانو کې يې کړې وې.
د جلال اباد نه تر واخان پورې هغه ۱۸۳ ځايونو کې ايسار شو او په معکوس قطب نما په وسيله نقشې جوړې کړې. دا ښايي چې هغه په هرو دوو ميلو کې مشاهده کوله، سره له دې چې په دې ټوله لاره ډېر خلک مېشت وو او که چا نيولې وې نو سمدلاسه به يې وژلې وې.
په دسمبر ۱۸۷۴ م کې هغه بېرته پېښور ته راورسيدو. د دې نه وروستو په دوو کالو کې ملا د اباسين او د دې نږدې غرونو سروې گانې هم وکړې. په کوهستان کې د ” ياسين” سيمه يې کچ کړه خو هغه وخت انگرېزانو خپله مخه تبت ته واړوله او د جنوبي هند د دارجيلنگ غرونه د دوي د فعاليتونو مرکز شول.

صفيه حليم

سرچينه

د راج لپاره جاسوسي. پنډتان او د هماليه نقشې جوړول. جولز سټوراټ. پېش لفظ د سر رانولف فيېنس له خوا . سټن چاپ، ۲۰۰۶ م .

د خپرېدو نېټه
۲ جنوري ۲۰۱۴ م

1 Comment

Add a Comment
  1. Deer pa zra pore malomat.da hamdagho mulagoto ao dakhili khalko da komak pa sabab zamong hewaad da kharijyano pa las yarghal shavay

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *