Category: چاپېريال او روغتيا

غوړاسکی

د اباسین شا و خوا سیمو کې غوړاسکی ډېر وي او خلک دغه بوټی د سوند لپاره کاروي. په لاطین ( انګریزي) کې د دې ساینسي نوم “ډوډونیا ویسکوسا” دی چې د ګرم او معتدل هوا بوټی او د نړۍ په ټولو براعظمونو کې شنه کېږي. په جنوبي هند کې “ویرالي” په اسټرلیا کې “هاپ […]

ورخاړی

د پښتونخوا په بازارونو کې اوری د ورخاړي ساګ (سابه) نه بغیر نیمګړی وي. په هندکو کې “قلفه” او فارسي کې “غلفه” نومېږي. په لاطیني کې د دې نوم ” پورټولاکا اوری لاسیا” دی چې په لنډو “پرسلین یا پرسلي” بللې شي. د دې بوټې له زمکې ۴۰ سینټي میټر لوړ شنه شي او د […]

بیکړ

د “اکانتهاسیا” بوټي دا قسم د “مالابار نټ” په نوم مشهور دی. د هند په لویه وچه کې د آسام، بنګال، نیپال او سریلنکا کې هم ډېر موندل کېږي. بېکړ په اردو کې “اړوسه، پنجابي کې بهانسه یا بانسه- بسونته او بنګالي کې وساکه نومېږي. د آیور ویدک، سدها، هومیو پېتهي او یوناني داروګانو کې […]

رانځړهٔ

د نښتر یا دیار د ونې غوړ ” رانځړهٔ” زیړ بخن رنګ او په خوند کې تریخ وي. نښتر په انګریزي کې سیډار یا سیډرس او هندي کې دیار یا دیودار نومېږي چې مانا يې د اسطورو یا د دیوانو ونه ده. د هند په لرغونو کیسو کې دا یوه سپیڅلې ونه وه چې عبادت […]

مارکونډی

د پښتونخوا په دشتو او شاړو کې د مارکونډي بوټی پخپله راشنه شي. د چا ګردې یا د مثانې درد وي نو دغه ایشیدلي ازغن بوټی ورته د څښلو لپاره ورکوي. په ولسي ژبه کې مارکونډی د اوزې سر، د غوایی سر، د پیشو سر، د شیطان باڼه، د شیطان ازغي، د شیطان بوټی او […]

مرچ

سورمرچکی اوس د نړۍ ډېرو خواړو لازمي برخه ده. ډېر خلک ممکن په دې اند وي چې مرچ به د هند نه نورو ملکونو ته کډه کړې وي. خو حقیقت دا دی چې په آریایی ویدونو کې د نورو مسالو سره مرچ نه دی یاد شوې. شا و خوا ۱۰۰۰ کاله پخوا هند په خواړو […]

بید-ولی

اسپرین اوس په نړۍ کې تر ټولو زیات کاریدونکې دارو دي چې د “بید” له ونې جوړېږي. بید ته په انګرېزي کې “ویلو” واي چې ۴۰۰ قسمونه لري. د دنګو ونو نه علاوه، لویو وړو بوټو په شکل کې د نړۍ هر ګوټ کې شنه کیدای شي. د مختلف قسم بید پخپل منځ کې د […]

لاندی

وچه غوښه د نړۍ په ډېرو ملکونو کې خوړل کېږي او د افغانستان په یخو سیمو کې هم رواج لري. د کوچاني ژوند یوه لویه ستونزه د انسان او څاروي خیټه مړول وو. دا کار په ژمي کې لا سخت و ځکه د کیږدیو نه علاوه کوچیان د خواړو د زیرمه کولو لپاره ځایونه نه […]

عناب

د زکام حکیمي دارو “جوشانده” به چا راوړه نو ماشومان به په انتظار وو چې کله به د جوشاندې پوړۍ خلاصېږي او ترینه یو یا دوه سرې بیرې راووځي. دغه بیرو ته به يې “عناب” ویل چې د خوړلو لپاره به مور رانه لوظ اخیستو چې جوشانده به هم څښو. عناب په هر ملک کې […]

کوورې یا کوورے

پنځوس کاله پخوا د پیښور د میوې په دکانونو کې به کله نا کله د شنو په شان یوه میوه ښکاره شوه چې کابل نه به يې راوړې وه. د چڼو په شان دغه ترخه او بې خونده میوه “کوورې” نومیده. کوورې د یورپ په بازار کې په مالګینو اوبو کې په بوتلو کې د […]