د انسان په روحاني او ړندو عقیدو کې د څېړۍ ونې لوی رول لوبولې دی. دا ونه په انګریزي کې ” اوک” او اردو کې ” شاه بلوط” نومېږي چې اوس په نړۍ کې د دې شا و خوا ۶۰۰ قسمونه پیژندل شوي او تر ټولو قیمتي يې “ریډ اوک” په شمالي امریکه کې وي.
په لرغونې یونان کې څېړۍ د اسطورو د مشر “زیوس” مقدس ونه وه. د هغه ځای ملایانو به د دې د پاڼو په خوځیدو د زیوس نه روحاني پیغامونه اخیستل او خلکو ته به يې د هغوی د قسمت حال وایو. ځینو ساینسي څېړنو کې ښایی چې د څېړۍ په ونه اسماني تندر(تالنده) ډېر را غورځي. څرګنده نه ده چې ولې؟ خو په بالټیک ملکونو کې ممکن دغه حالت خلکو لیدلی او دا يې د اسماني تندر د اسطوری ونه ګڼله. هندي اروپایی خلکو هم څېړۍ د تالندې او سیلۍ سره تړلو او د دې عبادت به يې کاو.
څېړۍ د زمکې په شمالي کره کې، تلشین او سختو یخو سیمو کې کېږي. د یورپ، ایشیا، شمالي افریقه دغه ونه په شمالی امریکه کې تر ټولو زیات قسمونه لري چې ۹۰ په متحده ایالاتو او ۱۶۰ يې په میکسیکو کې په نښه شوي دي. له دوی ۱۶۰ قسمونه داسې هم دي چې ناروغه ګڼلې شي. په چین کې د ۱۰۰ قسمونو څېړۍ راشنه کېږي.
د څېړۍ ونه کلکه او پاڼې يې په څانګه کې د یو بل د پاسه لکه د چترۍ ښکاري. د ځینو پاڼې د اری په شان او نور غوړ او مهین وي. دغه پاڼې تر سپرلي په څانګه نښتی وي او یوه ونه نر او ماده دواړه ګلونه را وزیږوي. د څېړۍ غوزه (تخم) د کاسی په شکل یوه پرده کې پټه وي او له دې د ۶ نه تر ۱۸ میاشتو نوی بوټی راشین شي. کله نا کله په یوه غوزه کې دوه یا درې تخمونه هم وي. په غوزی او پاڼو کې “ټېنام ایسډ ” د چینجو او د چڼاسکي نه بوټی ژغوري. له دې کبله د کور دروازې او نور کورني سامان د جوړولو لپاره يې کاروي. په کوریا او جاپان کې د سپنې څېړۍ له پوستکي د کورونو چت جوړیدو. د همالیه په غرونو کې د کروندې اوزار له څېړۍ جوړېږي ځکه مضبوط وي. د څېړۍ یو قسم چې اسپانیې، پرتګال الجزایر او مراکش کې وي، د شرابو د بوتل بندولو سرونه ترې جوړوي ځکه په دې شراب نه مسموم کېږي. هغه شراب چې د څېړۍ خمونو کې ساتي، خوند يې بهتر او قیمت يې زیات وي. په یورپ او امریکا کې مهي او پنیر ته د څېړۍ لوګی ورکوي چې خوند يې زیات شي. د څېړۍ پاڼې زهرژن او که اوزه، اس یا پسه يې ډېر وخوري نو ناروغه کېږي. د دې په غوزه یو کلک پوټکی وي چې ترینه لیرې شي نو انسان يې خوړلې شي.
د څېړۍ لرګی دومره کلک وي چې کشتۍ ترې جوړېږي. د برطانوي پارلیمان ودانۍ کې ټول لرګی د څېړۍ دی او په یورپ کې هم پخوانۍ ودانۍ چې څېړۍ پکې کارولی، هم هغسې ولاړ دی.
څېړۍ د شمالي آیرلینډ ملي نښه ده ځکه هلته یو وخت ټوله زمکه د دې په ځنګلونو پټه وه. “ډېري” د ایرش ژبې “ډوایر” د څېړۍ ونه ده چې “لنډن ډېري” او “کلډېر” سیمې نومونه ترې جوړ شوي دي. دا د ډېرو نورو ملکونو ملي سمبول هم دی چې د امریکا متحده ایالات، جرمني. بلغاریه، قبرص، انګلستان، ایستونیا، فرانس، مالدوا، اردن، لتهویا، لیتوانیا، پولینډ، رومانیا، سربیا او ویلز پکې د یاد وړ دي. د هټلر د جرمني سواستیکا په نښه کې هم د څېړۍ د پاڼو ګېډۍ ښکاري. د هغه وخت په میډالونو هم د څېړۍ پاڼې جوړیدی. د امریکایی پوځیانو په مټ څېړۍ د څېړۍ پیتل پاڼو شمیر د دوی ټیټه او لوړه درجه ښایی. دا نښه د سپایانو په ټوپۍ هم ګنډل شوی وي. امریکایی پوځې افسران د نورو ملکونو په شان پخپله سینه د میډالونو قطار نه ځړوي. دوی د نقری یا بل فلز یو میډال لري چې په دایره کې د څېړۍ پاڼو شمیره د دوی د میړانې نښه وي.
په تیرو ۲۰۰ کالو کې څېړۍ دومره وهل شوی ده چې د دې ۷۸ قسمونه اوس د ختمیدو په حال دي. په لویو ځنګلونو کې د “کافي” او نورو تجارتي بوټو لپاره دا ونه وهل کېږي. د همالیه په لوړو غرونو کې د څېړۍ ځای جلغوزي ونې اخیستې دی. په نړۍ کې د چاپیریال بدلون د څېړۍ په ونه هم اغیز کړی دی. خو په دې ونه کې خدای د دفاع یو نظام هم جوړ کړی دی.
د څېړیو په ځنګل کې د هر ۴ یا ۱۰ کاله وروسته ټولې ونې میوه (غوزه) نه کوي. دا د وړو مږو او مارغانو مخه نیسيً چې دغه غوزه يې خوراک وي. ځکه د دوی په ۱۰ زرو کې یواځې یوی غوزې نه بله ونه راشنه شي. بیا بل کال څېړۍ دومره ډېره غوزه کوي چې زمکه ترې ډکه شي. د دې ونې ساتنه د نور هر وخت نه زیات پکار ده.
صفیه حلیم