د مومندو جنګونه د ۱۸۵۱ م نه وروسته د سپین غر دواړو غاړو مومندو او انګریز پوځ تر منځ ۸۳ لوی واړه جنګونه وشول. د مومندو لوی ټبر له کندهار او کندوز تر پیښور خپور دی. د باجوړ، کونړ او ننګرهار د غرونو پورې راپورې د دې قام یو بل سره خپلوي ده. د پېښور نه ۳۵ کلوميټر […]
د کشمیر غزا-۱۹۴۷م په ۲۹ اکتوبر ۱۹۴۷ م نيمه شپه پښتانه قبايل د کشمير درو ته ورننوتل. دوی په پنځو ورځو کې ۱۱۵ ميله مزل وهلی و او سرينګر ورته ۴ ميله وړاندې پروت و. د ۱۴ زرو پښتنو نه ۳۰۰۰ ژوندي پاتې شول. نور ۱۱ زره په کشميرکې ووژل شول. د پاکستان سرکاري بيان دا و چې […]
د هاتیخیلو پیښه د ۱۹۳۱ م په سپرلي کې انګریزانو د خدایی خدمت ګار په جلسو د بندیز لپاره ځای ځای مارشل لا لګولې وه. په ۱۶ اګست دوی باچا خان او د کانګرس نور مشران ونیول نو پښتنو د احتجاج لپاره نورو ځایونو کې غونډې پېل کړې. د باچا خان یو ملګری په پټه د بنو سپین […]
د نادر شاه افشار حمله د ۲۱ مارچ ۱۷۳۹ م په ډېلي کې د پارس (ایران) باچا نادر شاه افشار د لوی اختر په موقع د ۳۰ زرو نه زیات انسانان حلال کړل. نادرخان د ترکمن افشار قبیلې غړی و چې د پارس صفوي باچا ورته د ازبکو د مخ نیوي لپاره په مشهد کې زمکې ورکړې وې. په ۱۷۱۹ […]
د اکوړي جنګ دا جنګ په ۲۱ دسمبر ۱۸۲۶ م ( ۲۰ جمادی الثاني ۱۲۴۲ ه ) د اباسین پر غاړه اکوړي کې د هندي مجاهدینو او پښتنو د ګډ لښکر او سیکانو ترمنځ وشو. د ۱۹ میلادي پېړۍ له پېل، ټول پنجاب د سیکانو په لاس کې او رنجیت سنګ د دې خپلواک باچا شو. د امیر […]
د مالاکنډ جنګ دا جنګ د انګریز لښکر او د پښتنو ګډ لښکر ترمنځ په ۱۸۹۷ م د ۲۷ جولاي نه تر ۳۰ اګست) وشو. د نوښار نه مالاکنډ درې او کیمپ تر منځ ۴۷ میله فاصله ده. د نوښار سره نزدې د کابل سیند نه پورې، په ۱۵ میله کې مردان د انګریز چاوڼۍ لرله. د جلاله […]
د اپیمو جنګونه په ۱۹ پېړۍ کې د برطانوي هند کمپنۍ او د چین حکومت تر منځ د دوو جنګونو سبب “اپیم” و. د “وریښمو په لار” چین او یورپ ترمنځ تجارت په ۱۵ پېړۍ کې خپل اوج ته رسیدلې و. د چیني لوښو، وریښمو او بیا وروسته د چایوغوښتنه په اروپا کې ډېره وه چې قیمت يې […]
د بډه بیر پاڅون په ۹ مې ۱۹۸۵ م د سره صلیب (ریډ کراس) نړي وال استاځې “ډیویډ ډیلا لارنټس” په اسلام اباد کې د شوروي اتحاد (روس) سفارت ته ورغلو. سفیر ته يې خبر ورکړو چې په ۲۷ اپریل “بډه بیر” کې ټول روسي قیدیان په یوې چودنې کې وژل شوي وو. د ۱۹۸۰ م راهیسې د صوبه […]
د نارنجي جنګ په مې ۱۸۵۷ م کې د هند د میرټ په چاوڼۍ کې د هندي عسکرو بغاوت انګریزانو له خوا د “غدر”(میوټني) په نوم یادېږي. هغه محال برطانیې په نوښار او مردان کې خپلې چاوڼۍ جوړې کړې وې خو د پښتنو سیمې لا هم د دوی په کنټرول کې نه وې. که افغانستان غوښتلې نو په […]
د تورغر جنګونه دا د هغو ۴ جنګونو لړۍ وه چې د ۱۸۵۲ نه تر ۱۸۹۱ م پورې انګریز او د سوات- هزاره قبایلو ترمنځ وشول. د ۱۸۴۵ م نه تر ۱۸۴۹ م پنجاب د سیکانو له لاسه ووتلو او انګریز پرې خیټه واچوله. د همالیه او هندوکش د غرونو لړۍ چې اباسین سره یو ځای کېږي، د […]