د اکوړي جنګ


دا جنګ په ۲۱ دسمبر ۱۸۲۶ م ( ۲۰ جمادی الثاني ۱۲۴۲ ه ) د اباسین پر غاړه اکوړي کې د هندي مجاهدینو او پښتنو د ګډ لښکر او سیکانو ترمنځ وشو.
د ۱۹ میلادي پېړۍ له پېل، ټول پنجاب د سیکانو په لاس کې او رنجیت سنګ د دې خپلواک باچا شو. د امیر دوست محمد خان ورور “جهانداد خان” د اټک کلا سیکانو ته ورخوشې کړه. له دې سره سیکانو د پښتنو په کلیو حملې پېل کړې. د دوی تیار فصل کې به يې خپل اسونه څرولو ته پریښودل او چا به ورته څه نشو ویلې. په مسلمانانو د سیکانو د ظلم کیسې هند ته هم ورکډه شوې او هلته مسلمان علماو د دې خلاف غږ پورته کړو.
سید احمد بریلوي په ټونک کې د روهیله نواب امیرخان سره د مرهټو او انګریزانو خلاف څو جنګونو کې ګډون کړې و. دی لوړ دنګ سړی او د میدان میړنی و او له حج راګرځیدو وروسته يې د سیکاو سره جهاد ته تیاري کوله. دی په ۱۷ جنوري ۱۸۲۶ م د ۷۰۰ ملګرو سره جهاد لپاره “ټونک” نه روان شوی و، د سنده، کندهار او کابل د لارې پښتونخوا ته ورسیدو. په لاره ورسره نور خلک هم مله شول چې د کندهار ډله پکې منظم وه. دی یو میاشت په کابل کې میشت و چې د درانو او غلجو تر منځ تربګني لیرې کړي خو هلته داخلي شخړه چا نشوه هوارولې.
پيښور او چارسدې کې څو ورځې تیرولو نه وروسته د صوابۍ “هنډ” “ښادي خان” ورته راغلو او سید احمد او د ملګرو يې لویه میلمستیا وکړه. ده یوه کلا جوړه کړې وه او د سید احمد خبرې يې واوریدې نو هیله يې پیدا شوه چې سیکان به له سیمې وشړي. بیا يې سید احمد ته بلنه ورکړه چې د ده کلا کې ایسار شي نو هندوستاني مجاهدینو په هنډ کې چاوڼۍ جوړه کړه. سید احمد رنجیت سنګ ته یو لیک ورواستاو چې پکې هغه ته د مسلمان کیدو دعوت نه علاوه لیکلي وو چې دوی د کفر په مقابل کې د جهاد لاره غوره کړې ده.
د سید احمد د لیک په جواب کې رنجیت سنګ خپل د تره زوی “بودهه سنګ” په مشرۍ ۱۰ زرو لښکر د لاهور نه ورواستاو چې د اکوړه خټک سره يې خپل کیمپ جوړ کړو.
سید احمد د سیکانو د لښکرسره د منظم جنګ لپاره نقشه جوړه کړه. د ده د لښکر ۵ برخې وې چې سر پرک (مقدمته الجیش) ښې پرک (میمنه) ګس پرک (میسره) منځپرک (قلب) او په کونپرک (ساقه العسکر) وېشلي وو. په منځپرک کې ۴ ډلې وې چې ملا لعل محمد کندهاري، ملا قطب الدین کندهاري، جعفرخان کندهاري او مرزا احمد بیګ پنجابي سره و. د دوی پلان دا و چې یوه ډله به د شپې د بودهه سنګ په لښکر چپاو وکړي چې هغوی وړاندې رانشي او بیا عمومي لښکربه ورسره جنګ وکړي. سید احمد د شپې یرغل لپاره د ټولو جنګي مشرانو نه يې نومونه وغوښتل او هغه څوک يې غوره کړل چې په تیاره کې تیزه منډه وهلې شوه. په دې ډلې کې ۹۰۰ کسان شامل وو او الله بخش جمعدار يې مشر و. دوی ته يې امر وکړو چې د لمر له ډوبیدو وړاندې ډوډۍ او نورو ارتیاو نه ځان اوزګار او د اشارې منتظر ووسي.
په اکوړي کې د سیکانو چاوڼۍ نه ازغن بوټي را تاو وو او د څو پهره دارو نه علاوه ټول ویده وو. نیمه شپه ۹۰۰مسلماناو په دغه ویده لښکرهرې خوا نه یرغل وکړو. دا د تورو جنګ و او د هند د ځینو مجاهدینو سره دوه تورې وې. الله بخش جمعدار په ټاکلي وخت ډلې مشرانو ته د کیمپ نه د وتلو امر وکړو. هندوستانیانو د ده خبره وومنله خو پښتنو په کیمپ کې له سیکانو پاتې وسله او مال لوټل پېل کړل. نورو چې ولیدل نو هغوی هم جنګ پریښودو او چور ته يې لاس واچوو. تر هغې بود سنګ چې له خپلې خیمې تښتیدلې و، لږ لیرې څو ملګرو سره ځان ترتیب کړو او نغاره يې وډنګوله. هغه سیکان چې شا و خوا موجود وو، بیرته یو ځای په مجاهدینو پریوتل. په دې د جنګ نقشه بدله شوه او مسلمانانو ګټلې جنګ وبایللو. د اکوړي د جنګ لومړی شهید د عظیم اباد شیخ باقرعلي و. د دوی سره یو مخنث (هیجړا) هدایت الله د سیکانو یو توپ له کیمپ وویستلو. جمعدار الله بخش غوښتل چې ژرد سیکانو له کیمپ ووځي خو راګیر او هم هلته شهید شو. نورغازیان د اکبر خان په مشرۍ کیمپ نه بهرشول او یو ځای د لمانځه لپاره يې ځان ترتیب کړو. بیا د سیند نه پورې غاړه ووتل چې سید احمد ورته منتظر و. د مجاهدینو نه ۳۷ کسان شهیدان او هم دومره ټپیان وو. دوی اټکل کوو چې د سیکانو ممکن ۷۰۰ کسان وژل شوی وي.
د سیکانو د ماتې سره په سیمه کې د هندوستاني مجاهدینو شهرت خپور شو او په سوونو نور پښتانه د جهاد په شوق هنډ ته مخه کړه. سید احمد څو ورځې د خپل جنګي صلاحکارانو سره مشورې کولې. هغه ته جوته شوه چې پښتانه منظم جنګ نشي کولې. د دوی هدف د دشمن زپل نا بلکه د هغوی مال چور کول وو. د دې یو ثبوت ورته څو ورځې وروسته “ښادي خان” ورکړو.
د اباسین په بله غاړه څو کلومیټر په فاصله کې د “حضرو” بازار و. دلته د هندوانو هټۍ وې او سیکان به ورته د سود سودا لپاره ورتلل. ورسره جوخت د سیکانو “ګړۍ” (خټو دفاعي کلا) وه چې یوه توپه يې لرله. ښادي خان د سیمې نورو خانانو سره یو ځای سید احمد ته ورغلو او وړاندیز يې وکړو چې په حضرو کې د هندوانو او سیکانو ډېر مال پروت دی. که د شپې ورباندې حمله وکړو نو ډېر غنیمت مال به تر لاسه کړي. سید احمد ورته وویل چې په اکوړي کې ما ډېر ملګري د لاسه ورکړل. دوی د سیمې له جنګي روایت خبر نه دي نو زه ورله اجازه نه ورکوم. که تاسو پخپل مخ دا کار کول غواړئ نو زه درسره نه یم. بیا يې ورته ټینګار وکړو چې په بازار کې ښځو او ماشومانو ته به څه تاوان نه اړوئ.
د حضرو بازار د چور نه وروسته، سید احمد پوهه شو چې پښتانه د “جهاد” په شرایطو نه پوهېږي. دوی لوټ شوی مال کورونو ته وړي او د خپل جنګي مشر خبره هم نه اوري. څو ورځې وروسته په ۱۵ جمادلي الثاني ۱۲۴۲ ه بود سنګ سید احمد په نوم یو لیک ور واستاو. په دې کې يې لیکلي وو چې تاسو دومره لیرې د جهاد لپاره راغلئ نو پکار وه چې د سړو په شان میدان کې زمونږ د پوځ سره مو مقابله کړې وای. د حضرو د غریب خلکو په هټۍ د شپې حمله او د دوی مال چور کول کوم سړیتوب دی؟ دا پیښه به تل ستاسو د بدنامۍ سبب وي. که ته په ریښیتا ” سید” يې نو میدان ته راشه او مقابله وکړه. دغسې په پټه جنګ کول نه دنیا او نه دین ته دې څه ګټه رسوي.
سید احمد په دغه لیک ډېر ناارامه شو خو بود سنګ ته يې جواب ولیکلو چې د حاکم خلاف جنګ په مختلفو اهدافو کېږي. په داسې حملو کې زما هیڅ شخصي غرض نشته. تاسو ته دا ښودل دي چې مسلمانان ستاسو د حکومت نه ناراضه دي ځکه د دوی مال او ناموس پکې خوندي نه دي.
د اکوړي او حضرو جنګونه د سید احمد لپاره یو درس و چې پښتانه تنظیم ته سخت اړتیا لري. هغه خانان راټول کړل او ورته يې وویل چې که تاسو جهاد کوئ نو بیا به د هغې شرایط هم منئ. شرعي جهاد د لوټمار لپاره نه وي. په جنګ کې لوټ شوی مال په بیت المال کې او هر چا ته د هغه د اړتیا سره سم وېشل کېږي. جنګ د یو پلان له مخې وي او کله چې د دلګي مشر ته د میدان نه د وتلو امر ووشی نو ټول د هغه خبره مني.
بل کال ته ( ۱۸۲۷ م) سيد احمد د ټولو يوه جرګه راوبلله چې پکې د بر تهکال ارباب بهرام خان د زیدی، اشرف خان. د کوټې (کوټها) مولانا سید امیر، د سوات اخوند عبد الغفور او د پنج تار فتح خان نه علاوه د پېښور حاکم يار محمد خان او د ده ورور سلطان محمد خان بارکزي شامل وو. سيد احمد جرګې ته وويل چې د سيکانو پر ضد د دوی جهاد تر هغې نشي کيدې تر څو چې يو امير ونلري. پښتانه چې تل د ديني مشرانو درناوی يې کوو، سيد احمد په مشرتابه سرونه وخوځول او هغه ته يې عهد نامې ولیکلې چې سید احمد به د دوی امیر وي او دوی به ورسره پت پالي.
د سید احمد په مشرۍ مسلمانان يو وارې بيا د اباسین پر غاړه د سیکانو سره جنګ ته ووتل. د پیښور حاکم يار محمد بارکزی د خپلو جنګيالو سره له ميدانه ووتلو ځکه رنجیت سنګ ورسره لوظ کړې و چې دی به تل د پیښور حاکم پاتې وي.
صفیه حلیم

سرچینې
۱.سیرت سید احمد شهید.مولانا سید ابوالحسن ندوی. مجلس تحقیقات و نشریات اسلام، لکهنئو. ۱۹۳۹ م.
۲. سید احمد شهید بریلوی- مولانا غلام رسول مهر
۳.د صوابۍ تاریخ. (۲۰۰۰ق م نه تر ۱۹۴۷ع پورې) ډاکټر بشری خاتون. پشتو اکیډمي. ۲۰۱۵ م
۴.بونیر خدوخیل- تاریخی، تحقیقی اور ثقافتی جائزه. حیدرعلی اخوند خیل.۲۰۰۸م. ګرافکس ورلډ، سوات.
۵. د هند مسلمانان. سر ويليم. ولسن هنټر. ۱۸۷۶ م . ټروبنر او کمپنۍ.

د خپریدو نېټه-۱۰ اپریل ۲۰۱۹ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *