د ستړو ځاې

شهباز گړه د گندهارا د څلورو لويو ښارونو نه يو و، چې هغه وخت دريو مهمو ځايونو ته د تلونکی لارې په سر وه. دا لارې د کابل نه پشکلا وتي(چارسده) د بونېر نه اوديانه (سوات) او د اباسين په غاړه د هنډ نه، ټېکسلا ته وتلې وې. د ښار په منځ کې “مکام” نومې […]

بايزيد روښان

“کڼۍ” په وزيرو کې هغه شريکه زمکه وي چې د قام په خوښه يو چا ته د د خدمتونو په بدل کې ورکړل کېږي. په اشنغر کې دا سيرۍ نومېږي. ” د جنوبي وزيرستان کڼي ګرام ” (د وزيرو په لهجه کې کڼيګورم) د بايزيد انصاري ټبر ته د ديني خدمت لپاره ورکړل شو. په […]

اوربل

ونه د چنار، ټيک يې به اوربل ما ليدلې زار، پټ پټ يې خندل په پښتو ولسي سندرو او لنډيو کې د اوربل ذکر ډېر کېږي چې کله ورباندې ټيک (ټيکه) ځوړند وي او کله پرې ګلونه اېښودل شوي وي. ښايي د ښځو د ويښتو جوړولو دا سټايل د فيشن نه زيات ضرورت له کبله […]

حماس

د اسلامي مقاومت غورځنګ، په عربي کې “حركة المقاومة إلاسلامية” مخفف حماس دی. په ۱۹۸۷ م کې د اسرايل په ضد، د فلسطين په لومړي پاڅون (انتفاده) کې د مصر د اخوان المسلمون يوې وړې څانګې دا نوم خپل کړو چې ځينې مشران يې په کويټ، اردن او نورو ملکونو کې وو. د فلسطين د […]

مارګله

د اسلام اباد په شمال کې د هماليه د وړو غرونو لړۍ مارګله يا مرګله نومېږي. د دولسو زرو هيکټارونه زياتې پراخې سيمې کې دا غرونه بې شمېره درې او لوړې غونډۍ لري چې متوسط يې ۱۰۰۰ ميټر لوړ دي. تر ټولو لوړه څوکه ” ټيلا چروڼي” نومېږي او په ژمي کې په واورو پټ […]

عبدالکلام

هندوستان خپل نومیالی پوهاند او ساینټسټ او ددغه هیواد رښتینی مفکر له لاسه ورکړ « زما وجدان ماته اجازه نه راکوي چې مقابله وکړم …» ابوالفقیر زین العابدین عبدالکلام دهندوستان په تاریخ کې دمسلمانانو ونډه او شته والي داسلام له راتګه بیا ترننه یو نه انکارکیدونکي حقیقت دی ، مسلمانانو له شکه پرته هندوستان ته […]

چار ماري

دا انځور په ۸ فروري ۱۸۷۹ م کې د برطانيې نامتو ورځپانې “ايلسټريټيډ لندن نيوز” کې خپور شو. يو کس لاس تړلې د پينځو پوځيانو مخې ته ولاړ دی چې چار ماري شي. د انځور سره ليکلي دي چې دغه سړی يوکټاس يا ليونی مسلمان دی- په انګرېزي کې يې ورته د “فيناټک” تورې کارول […]

یوه اوږده لار، یوه اوږده کیسه

زه نه پوهیږم چې زه به څوکلنه وم، نه پوهیږم چې زما پلار او موږ څوک وو؟ د مور په باره کې خو ځکه څه نه شم ویلای چې کله زه په ښو او بدو وپوهیدم، د هغې په باب خو مې هیڅ هم وانه وریدل، یوازې د پلار په باره کې مې لا یوڅه […]

د بزکشۍ اسونه

د ۲۰۰۵ م په سپرلې کې د بي بي سي له خوا په شبرغان ولايت کې د ژورناليزم يو کورس لپاره ايسار وو. زمونږ کوربه راته بلنه راکړه چې د بزکشۍ اسونه وګورو. د شبرغان په شمال کې د خواجه دوکوه ولسوالۍ ۲۵ کلوميټرليرې وه. په يو جيپ کې د شنو ميدانونو نه تېر او […]

لايک

په فيسبوک کې مې ځان څه داخل کړو چې ځان ته مې غم واخيستو. د نومونو يوه لړۍ وه چې پکې “زما ملګری شه يا زه دې ملګری يم” ليکلي وو. تر څو مې ځان پوهيولو، د لايک (خوښي) شمېره سلو ته ورسېده. د خپلې ويبپاڼې د هر مضمون شريکولو سره ناڅاپه لکه د پېريانو […]