مارګله

margalla
د اسلام اباد په شمال کې د هماليه د وړو غرونو لړۍ مارګله يا مرګله نومېږي. د دولسو زرو هيکټارونه زياتې پراخې سيمې کې دا غرونه بې شمېره درې او لوړې غونډۍ لري چې متوسط يې ۱۰۰۰ ميټر لوړ دي. تر ټولو لوړه څوکه ” ټيلا چروڼي” نومېږي او په ژمي کې په واورو پټ وي.
د مارګله د نوم په اړه دوه بېلا بېلې کيسې دي. يوه دا چې په دې غرونو کې به ماران ډېر وو او ګله “ډېر” ته وايي. دا حقيقت دی چې مارګله کې د هند هر ډول زهرژن مار موندل کېږي. خو دا سيمه د هر ډول وحشي ځناورو او په تيره بيا د مارغانو لپاره هم نوم لري.
دویمه كيسه دا ده چې مار(وژل) او ګله (ستونی يا څټ) د وژلو سره تړاو لري. يو وخت به په دې ځنګلونو کې ډاکوان او غله پټېدل چې د شوکې نه وړانې په دې لاره تيرېدونکي نه به يې څټ تاو کړو. د مارګلې تر ټولو پخواني کلي سيد پور کې چې د دامن کوه په ختيځ کې دی، د ګندهارا تمدن نښې وموندل شوې.
په تاريخ کې اباسين د پښتنو د خاورې وروستی حد و خو د دې په ختيځ کې د اټک نه تر حسن ابدال، ټيکسلا او تر خان پور پښتانه مېشت دي. مارګله د پنډۍ او ټکسلا تر منځ لکه د یوې پولې په څېر اوږد غځېدلې سيمه ده نو ځکه په پښتو ولسي ادب کې دا لکه د يوې پولې ياده شوې ده.
تر مارګلې به درسره یم
په هندوستان کې دې، په خدای سپارم مئينه
د ويبپاڼو نه
د خپريدو نيټه
۳۰ جولاي ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published.