اشرفۍ او مهر اشرفۍ (اشرپۍ) د سرو زرو هغه سکه چې په ۱۵ میلادي پېړۍ کې د مصر مملوک باچا له خوا ضرب شوه. سلطان “اشرف برسباي” د ۱۴۲۲ م نه تر ۳۸ پورې د اسلامي خلافت په نیمايي واکمن و. د ده په وخت کې د یورپ او عرب ملکونو تر منځ کاروبار وده وکړه. د سمندري […]
ملکه حلیمه بي بی حلیمه او د امیر عبد الرحمن وروستې میرمن وه. امیر د خپل ژوند په وروستیو کې د هغې په اړه وئیل، “اوس په افغانستان یو کس د حکومت جوګه دی اوهغه دا ښځه ده.” د دې نازولې لقب ملکه سلطان، د امیر دوست محمد خان د لور شمس جهان او د میرعتیق الله […]
بازیره د سوات مینګورې نه ۲۰ کلومیټرجنوب کې اوسنی بریکوټ ۲۵۰۰ کاله پخوا “بازیره” وه. اوس دلته ۲۵ زرو خوا شا خلک مېشت دي. په ۱۹۸۴ م کې څو اطالوي لرغون پوهانود ” بریکوټ غونډۍ” ته پام شو نو یوه سروې يې وکړه. بیا په یو هیکټار زمکې کې کنستون پېل شو چې د پخوانۍ بازیرې […]
ویکی پیډیا او ناسم معلومات په تعلیمي ادارو کې د څېړنې لپاره د ویکي پیډیا په موادو کارولو بندیز دی. سبب يې دا دی چې د دې معلومات یو عام وګړي له خوا هم بدلون موندلې شي. څو ځوانانو راته د “ساراګړۍ” جنګ په ګوته کړو چې څو فلمونه پرې هم جوړ شوي دي. د میړانې په دغه داستان کې […]
پټکی پتکی، پګړۍ، لونګۍ، دستار، په عربي کې “عمامه” فارسي کې “دولبند” او انګريزي کې “ټربن” نومېږي. د سړو د لباس دا برخه د انساني تمدن په کوم پړاو کې دود شوه، څوک نشي وئیلې. خو دې تر ټولو زړې بيلګې د مصر په اهرامونو کې د انځورونو نه راپاتې دی. یو روایت دی چې د […]
ډېره اسمعیل اوغازي خان ډېره” د هند په ځینو ژبو کې د استوګنې ځای ته وایی. بلوڅان يې د کېږدۍ او کلي په مانا کاروي لکه ډېره بګتي(د بګتي خلکو میشتځای). په ۱۵ میلادي پېړۍ کې د مکران له ساحل بلوڅ کو چیانو د اباسین او د سليمان غر ترمنځ پراخې دښتې ته کډه وکړه. دوی د ملتان حاکم […]
بکياڼه چا له داسې ستغه لکه وچه بکیاڼه چا له ډوبه مسته لکه نوي دوک بیاڼه بکياڼه د هند د “نیم” ونې د ټبر نه دي او د پښتنو په ځینو سیمو کې ورته “شنډۍ” هم وایی. په فارسي کې “ازاد درخت” اردو کې “بکاین” او عربي کې “زنزلخت” نومېږي. بکیاڼه په ټولو ګرمو او معتدلو […]
حبیبیه هال په دغه عکس کې د افغانستان امیر حبیب الله خان د لاهور د یو کالج استادانو سره ښکاري. په لاهور کۍ د اسلامیه کالج په نوم دوه کالجونه دي. د یو نوم ګورنمنټ اسلامیه کالج په ۱۸۸۸ م کې د “دیانند آیورویدیک” پوهنځي نه انګریزانو د پنجاب لومړی کالج جوړ کړو. د دې د نوم […]
کامره د اټک نه پورې غاړه ختیځ کی درې کلي مير پورحسین، اورتک پور او کسران، په ګډه “کامره” نومېږي. دلته اوس د پاکستان د هواي ځواک یوه چاوڼۍ ده. دا هواره سیمه په جنوب کې لوړه غونډۍ لري او څوکې ته يې لاره ده چې اوس ورباندې پوڼۍ جوړې دي. په دوېم میلادي پیړۍ کی […]
د ګوډین هټۍ د پیښور صدرپه ارباب روډ سل کاله پخوا څو د زیړ رنګ هټۍ، چې مخې ته به يې برنډه وه، په یوه لیکه کې جوړې وې. په ټولو د انګریزي ژبې لوحې د دوی کاروبار په ګوته کوو. د کرپا رام وریښمو او طله ټوکر، علیګ کافې، ګلاب رای کتابونه، او د کې- اې ګای […]