ویکی پیډیا او ناسم معلومات

monumentپه تعلیمي ادارو کې د څېړنې لپاره د ویکي پیډیا په موادو کارولو بندیز دی. سبب يې دا دی چې د دې معلومات یو عام وګړي له خوا هم بدلون موندلې شي. څو ځوانانو راته د “ساراګړۍ” جنګ په ګوته کړو چې څو فلمونه پرې هم جوړ شوي دي. د میړانې په دغه داستان کې ۲۱ سیکانو په زرګونو پښتانه مات کړل او ټول شهیدان شول.
د کوهاټ په سامانه غرونو کې دوه کلاګانې “لاکهارټ” او کاویناري (ګلستان) انګریزانو له خوا جوړې شوې. خو دا دواړه له یو بل دومره لیرې وې چې پوځیانو ته به په وخت د حملې خبر نه رسېدو او بل سره به يې مرسته نشوه کولې. د دې لپاره د دواړو کلاګانو په منځ کې یوه دریمه کلا “سارا ګړۍ” په نوم جوړه شوه. دا په اصل کې د “څاربرج” و چې ګلستان او لاکهارټ کلاګانو ته به يې د شیشو او رڼا د لارې سګنلونه وراستول.
دا سیمه اوس په هنګو ضلع کې ده چې هغه وخت د کوهاټ برخه وه. دلته انګریزانو ته پتمن د رابیه خیلو ورکزو بابي خیل قام میشت دی.
په ۱۸۹۷ م کې د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې د انګریز پر ضد جنګونه روان وو. د کوهاټ په کلاګانو کې هغه وخت د ډګرمن جان هاټن په مشرۍ د سیکانو ۳۶ کنډک ۵ ډلې پرتې وې. په د ۳ او ۹ ستمبر ورکزو او اپریدو په ګلستان کلا دوه حملې وکړې. دوی وسله نه لرله نو د کلا بهر وچو بوټو ته يې اور ورته کړو. ټولو ۲۱ سیکانو تر وروستي دمه جنګ وکړو او شهیدان شول. د په ۱۸ ستمبر سهار محال د چورا (لنډی کوتل) نه ورته توپې او نور کومک ورواستوو. سارا ګړۍ يې له ټولو خواو بمبارۍ پېل کړې او څو ساعتو کې دا ړنګه شوه. دلته د انګریز د بري څلې تر اوسه ولاړ دی. سیکانو اوس د خپل تاریخ په لیکلو کې داسې افسانې لیکل پېل کړي دي چې نه يې عقل مني او نه يې چرته زکر شوی دی.
لومړۍ افسانه د قبایلو د شمیرې په اړه ده چې د ۱۰ زرو نه تر یو لک ته رسېږي. حقیقت دا دی چې د ۱۹۸۱ م د سر شمیرنې له مخې د اپریدو ټوله شمیره، ۲ لکه ۸۴ زره وه. د دې پیښې د انګریزانو راپورونه هم د پښتنو شمېره نه ښایی.
دوېم دا چې د برطانيې پارلیمان غړي ودریدل او دغو ۲۱ سیکانو ته يې لاسونه وپړکول. دا هیڅ حقیقت نه لري.
درېم دا چې د ملګرو ملتو د تعلیم او کلتور (یونیسکو) ادارې د میړانې نړۍ والې ۸ کیسې خپرې کړي دي او یوه پکې د سارا ګړۍ جګړه ده. خو یونیسکو داسې کتاب نه دی خپور کړې. د برطانيې سینډهرسټ پوځي اکاډمي له خوا هم د دې جنګ په اړه د یو کتاب د خپرېدو ذکر کېږی خو کتاب وجود نه لري. یو بل دروغ دا دي چې دغه جګړه د فرانسې په ښوونځو کې د درس برخه ده. په کوهاټ کې د رنجیت سنګ له خوا د “کوراګ، سنګر، ساتوپ دهر، او سارا ګړۍ د جوړولو معلومات هم سم نه دي.
پوښتنه دا ده چې که هغه ټول ۲۱ کسان ووژل شول نو ددې حال بهر خلکو ته چا ورکړو؟
د انګریزي یو متل دی چې ” دروغ ۱۰۰ وارې ووایه نو هغه بیا ریښتیا شي.” نو داسې ښکاري چې ځینو سیکانو هم دغه کار ته مټې نغښتي دي.
صفیه حلیم
سرچینې
1. Crises on the Frontier. B.Robson. spellmount 2007. P.90
2. The Savage border. Jules Stewart. Sutton Publishing. 2007. P 130.
3. Analysis of battle of Saragarhi: The lies we are told. Khan Barmazid. 11th August 2016. Qissa Khwani on Net.
د خپریدو نېټه- د جولای لومړۍ ۲۰۱۷ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.