اشرفۍ او مهر

_gold_mohur_of_1841

اشرفۍ (اشرپۍ) د سرو زرو هغه سکه چې په ۱۵ میلادي پېړۍ کې د مصر مملوک باچا له خوا ضرب شوه.
سلطان “اشرف برسباي” د ۱۴۲۲ م نه تر ۳۸ پورې د اسلامي خلافت په نیمايي واکمن و. د ده په وخت کې د یورپ او عرب ملکونو تر منځ کاروبار وده وکړه. د سمندري تجارت زیاته ونډه د “وینس” په لاس کې وه او سکې يې ” ډکیټ” او “فلورنس” د تاجرانو خوښیدی ځکه چې د سرو زرو کیفیت او وزن معیاري وو.
هم هغه وه چې سلطان اشرف د اسلامي نړۍ د تجارت یوې معیاري سکې د جوړلو امر وکړو. هلته د سرو زرو دینار له وړاندې موجود و خو دا په هرملک کې یو شان نه و.
لومړۍ اشرفۍ ۳ اعشاریه ۴۵ ګرام وزن لرلو چې د وینس “ډکیت” سره برابره وه. په لوړ معیار جوړه اشرفۍ، په اناطولیا، سوریا او میسوپوټیمیا کې هم رواج شوه. د دې حیثیت هغه وخت لکه د ډالر و او خلکو به د هر کاروباري معاملې لپاره اشرفۍ کاروله. په مرکزي ایشیا او هند کې تیموري “طلاي ټنګه” چې وزن يې د څلور نیمو ګرامو نه زیات و، خلکو په اشرفۍ بدلول. د اشرفۍ په وزن او معیار د پارس صفوي شاه اسمعیل خپله اشرفۍ جوړه کړه چۍ پاولۍ يې هم لرله.
تر ۱۶ پېړۍ پرتګال خپله اشرفۍ جوړه کړه چې “سیرافیم” (صرافینو) نومېده او هدف يې دا و چې بحري تجارت يې د لاسه وو نه ځي. په ۱۷ پېړۍ کې اطاليې سکو ته به يې په فارسی کې “اشرفي دوبوتي” ویل ځکه په دواړه مخ يې د واکمن مخ جوړ و. د اشرفۍ وزن او کیفیت تر ۱۷۱۸ م هم معیاري وساتل شو، سره له دې چې د نقريی دینار وزن به ښکته پورته کېدو. په ۱۵۵۲ م کې یوه اشرفۍ په ۲۰۰ دینار کېده. په ۱۷۱۸ م کې دا قیمت ۱۸۰۰ دینار ته وختلو.
د اشرفۍ زوال په ۱۶ میلادي کې د هند نه پېل شو. هلته مسلمان باچاهانو پخپل نوم د سرو زرو سکې ضربولې چې د یو بل نه يې توپیر لرلو. د لودیانو په وخت د سپینو زرو ” بهلولي” د مغل اکبر باچا په وخت کې هم چلېده.
د شیرشاه سوري له خوا په لومړی ځل د سرو زرو سکه “مهر” (موهر) ونومول شوه چې د پخوانۍ هندي ” مودره” په شان وه.
د ۱۵۴۰ م او ۴۵ م ترمنځ جوړشوي مهر۱۰ اعشاریه ۹۵ ګرام وزن لرلو. د دې سره د سپینو زرو روپۍ په لومړی ځل ضرب شوه چۍ ۱۱ اعشاریه ۵۳ ګرام وزن يې لرلو. د شیر شاه د مسو سکه ” دام” نومېده.
مغلو بیا په دې وزن خپلې سکې جوړې کړې.
په پارس کې نادر شاه افشار په ۱۷۳۷ م کې د شیر شاه د نقره روپۍ په وزن د سرو “مهراشرفي” ضرب کړه. د دې “نیمکۍ” او “پاولۍ” اشرفۍ هم وې. په ۱۷۶۸ م کې د ۱۱ ګرامو مهراشرفۍ په ۱۰ زره نقريي دینارو کېده.
په هند کې د انګریزانو د راتګ او د پرله پسې جنګونو له کبله د سرو زرو سکې کمې شوې. په پارس کې د سرو دینار او تومان جاری شول چې وزن يې کم و خو خلکو به بیا هم اشرفۍ بلل.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۱۳ جولای ۲۰۱۷ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.