بکياڼه

Bikyana

چا له داسې ستغه لکه وچه بکیاڼه
چا له ډوبه مسته لکه نوي دوک بیاڼه
بکياڼه د هند د “نیم” ونې د ټبر نه دي او د پښتنو په ځینو سیمو کې ورته “شنډۍ” هم وایی. په فارسي کې “ازاد درخت” اردو کې “بکاین” او عربي کې “زنزلخت” نومېږي. بکیاڼه په ټولو ګرمو او معتدلو سیمو کې شنه کېږي. د دې ۵۰ سینټي میټر اوږدې پاڼې لکه د ارې وي چې یو اړخ يې تیز او بل پیکه زرغون رنګ لري. د بکیاڼې ګل نازک او ښکلې کاسني رنګ کې لکه د غنچو ټوکیدلې وي چې خوشبوي يې ټوله کوټه کې خپره شي. د دې زیړه میوه د انګورو په غنچو کې ټول ژمې د ونې سره ځوړند وي. وروسته دا وچ او رنګ يې سپین شي.
بکیاڼه په کورونو کې د سيورې لپاره کرل کېږي او د ۱۵ نه شلو ميټرو پورې لوړه ونه په سختې سوکړې کې هم په ځای ولاړه وي. که د دې پاڼې او څانګې وچې شي نو بیا هم جرړې يې ژوندۍ او په لږو اوبو بیا تر وتازه شي.
د بکیاڼې لرګی د کورونو جوړولو لپاره کاروي ځکه چینجی پرې نه لګي. د دې د میوې ګټکې (هډوکې) به يې د تسبو جوړولو لپاره راټولوو. کله چې د یو میلمه د هرکلي لپاره په لارو کې د لرګي محرابونه جوړول نو دا به يې د بکیاڼې په شنو څانګو پوښلې.
د بکیاڼې پاڼه ډېره ترخه نه وي نو ځکه په کینیا کې څاروو له ورکوي چې پې ښه ډېر وکړي. د دې میوه ترخه وي او که انسان يې ډېر وخوري نو ذهر ژن وي خو مارغانو ته تاوان نه رسوي. د بکیاڼې وچې پاڼې به يې په وریښمینو جامو د ژغورلو لپاره په بکس کې ایښودل. د خواړو په ګودام کې هم د چینجو د مخ نیوي لپاره يې ایښودل. کله چې مڼې به يې د وچولو لپاره کیښودل نو منځ کې د بکیاڼې میوه هم وشیندله.
پښتانه د بکياڼې په قدر پوهه نشول او اوس دا لږ ځايونو کې ښکاري. د دې یو سبب د مارغانو کمې دی چې ښکاریانو له منځه وړي دي. د بکیاڼې تخم مارغان په خپله خیټه کې نورو ځایونو ته وړي او هلته نوې ونې راشنه کېږی.
هغه بکياڼه، هغه توت، هغه چنار د کلي-
زموږ د مینې ګواهان دې خدای ښیرازه لري.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه. ۱۹ جون ۲۰۱۷ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.