کامره

kamra steps

د اټک نه پورې غاړه ختیځ کی درې کلي مير پورحسین، اورتک پور او کسران، په ګډه “کامره” نومېږي. دلته اوس د پاکستان د هواي ځواک یوه چاوڼۍ ده.
دا هواره سیمه په جنوب کې لوړه غونډۍ لري او څوکې ته يې لاره ده چې اوس ورباندې پوڼۍ جوړې دي. په دوېم میلادي پیړۍ کی دلته يو “بود ستوا” پېدا شوې و چې “کامرانې” نوميدو. په بوداي دین کی دا باور دی چی ګوتم بودا په مختلفو وختونو کی نړۍ ته د انسان په شکل راغلې دی. دوی د بودا د تعلیماتو سره سم ژوند کوو او خلکو ته به يې سمه لاره ښودله.
د کامره ختيځ ته د اوبو يوه ویاله “سيته” په نوم مشهوره ده. د دې نه په لږ فاصله کې د “کنشک کوهې” دی.
دا کوهې په ۱۶۰ عيسوي کال کی د کوشان سلطنت نامتو باچا کنشکا د خپل زوی د زیږیدو په ویاړ د منښتې (نذر) په توګه جوړ کړو. د کوهي سره د دې تاریخ او د کشان د نذر په اړه يو ډبرلیک (کتيبه) وموندل شوه چې اوس د ټيکسلا په ميوزيم کې پرته ده. د کوهي نه اوس هم خلک اوبه اخلي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه-۱۱ جون ۲۰۱۷ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.