ډېره اسمعیل اوغازي خان

camels

ډېره” د هند په ځینو ژبو کې د استوګنې ځای ته وایی. بلوڅان يې د کېږدۍ او کلي په مانا کاروي لکه ډېره بګتي(د بګتي خلکو میشتځای).
په ۱۵ میلادي پېړۍ کې د مکران له ساحل بلوڅ کو چیانو د اباسین او د سليمان غر ترمنځ پراخې دښتې ته کډه وکړه. دوی د ملتان حاکم سلطان حسین په بلنه د ده د واک ټینګولو لپاره ورغلي وو.
په ۱۴۶۹ م کې ملک سهراب هم د خپلو دوو زامنو اسمعيل خان او فتح خان سره د ملتان والي سلطان حسين سره ملازم شو. ده ته د اباسين په لویدیځه غاړه د “کروړ” نه تر “دين خيلو” سیمه د ساتلو لپاره ورکړې شوه. ملک سهراب خان ډوډۍ پکې دوه کلي جوړ کړل چې یوه ډيره اسمعيل خان او بله ډيره فتح خان نومیدل. د دې په شمال کې وزیر او جنوب کې د ژوب کاکړ وو.
د سيند د غاړې دا زمکې په اباديدو شوې نو د ډېلي د خلجي باچا یو منصبدار حاجي خان میراني ته د اباسین پرختیځه غاړه زمکه د جاگير په توگه ورکړې شوه. ده د خپل زوې غازي خان په نوم هلته یو کلې جوړ کړو.
د حاجي خان اولادونو د سلو کالو نه زياته موده ددې زمکې حاصل خوړلو. په ۱۷۵۸ م کې د افغانستان باچا ډيره غازي خان میراني ټبر ته پریښوده. په ۱۸۱۸ م کې ملتان او ډېره غازي خان د سیکانو لاس ته ورغلل. په ۱۸۴۵ م کې د میراني کورنۍ دوو کسانو رحيم يار او محمد يار په گډه يو بل کلې رحيم يار خان اباد کړو. په ۱۸۴۹ م کې انګریزانو سیکان مات کړل او د ډېرو خاوره يې په دوو ضلعو وویشله. یوه ډېره غازي خان او بله ډيره اسمعيل خان چې ډېره فتح خان هم پکې شامله وه.
په اباسین کې هر کال د اوړي په سیلابونو د ډېره غازي خان زمکه په اوبو لاهو کېده. په ۱۹۰۸ م کې د سختو سیلابونو کې انګریزانو زوړ ښار خوشې کړو او ۱۶ کلومیټر لویدیځ کې د یو نوي ښار بنسټ يې کیښودو.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۲۳ جون ۲۰۱۷ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.