بازیره

barikot gumad

د سوات مینګورې نه ۲۰ کلومیټرجنوب کې اوسنی بریکوټ ۲۵۰۰ کاله پخوا “بازیره” وه. اوس دلته ۲۵ زرو خوا شا خلک مېشت دي.
په ۱۹۸۴ م کې څو اطالوي لرغون پوهانود ” بریکوټ غونډۍ” ته پام شو نو یوه سروې يې وکړه. بیا په یو هیکټار زمکې کې کنستون پېل شو چې د پخوانۍ بازیرې ۱۲ برخه وه.
په دې کیندنو کې د ۱۰ پېړیو ( ۷ ق م نه تر ۳ میلاد پېړیو) توکي رابرسیره شول. د زمکې په تل کې دې تر ټولو پخوانۍ خاوره کې د ۳ ق م پېړۍ کورونه جوړ وو او د هند د “موریه” واکمنۍ حال يې ویئلو.
په ۳۲۸ ق م کې کله چې اسکندر دلته د خپل پوځ سره راغلو نو بازیره کې ” اساکیني” خلک اوسېدل. د هغوی د کورونو کنډوالې اوس هم پاتې دي. په ۲ ق م پېړۍ کې دغه ښار چاپېره یو دېوال راتاو و. یوناني جوړښت ښایي چې د دیوال لپاره هغه ټولې ودانۍ په لوی لاس وران کړې شول چې د اوسپنې د زمانې ( ۷ ق م پېړۍ) انسانانو نه پاتې وې. دلته د هندي یوناني دورې سکې وموندل شوې.
په بازیره کې د دریمې میلادي پېړۍ د کشان وختونو یو لوی عبادتځای هم رابرسیره شو چې څلور ستنې يې روغې وې. دا د کورونو څنګ کې و او د هغه وخت د بوداي جوړښتونو یاني سټوپو او ویهارا سره څه تړاو نه لري. ددې عبادت ځای جوړښت د مرکزي ایشیا سټایل لري. په بازیره کې د کشان دورې بې شمېره توکي د لرغون پوهانو لپاره د ټیکسلا نه زیات د پام وړ شول. د دیوال نه بهر د ۷ او ۸ میلادي پيړیو د ګندهارا تمدن نښې هم وې.
په ټول ایشیا کې د بازیره په شان د هندي یوناني ښار بله داسې بیلګه نشته. په جنوبي ایشیا کې دا د کوشان دورې یو مکمل ښار دی چې په ساینسي اصولو کنستل کېږي. تر اوسه په دې پلټنو ۳۰ کاله اوړېدلي دي ځکه په سیمه کې په روانو شخړو، کار څو وارې وځنډيدو. د افسوس خبره دا ده چې د بازیره زیات ارزښتمن توکي د روم او ټورین میوزم ته یوړل شول.

Barikot_Ghundai_Ruins
صفیه حلیم
له ویبپاڼو
د خپریدو نېټه- ۵ جولای ۲۰۱۷ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.