نو- رتن

د هند باچا بکرماجیت (۳۷۵ م نه تر ۴۱۴ م) د خپل ملک ۹ وتلي کسان په دربار کې ساتلي وو چې هر یو يې پخپل علم او مسلک کې نابغه و. دوی به د “نو+رتن” (نهه غمي) بلل کیده چې باچا به په حکومتي کارونو کې ترینه مشورې اخیستی. د وی نومونه په تاریخ […]

ساندې او ویر

پښتو متل دی چې “واده په ډول ښه ښکاري او مړی په ژړا.” ښایی په واده کې د ډول غږونکو (ډمانو) او په مړي کې د “ساندو او ویر” اړټیا وه. د پښتنو په بیلا بیلو سیمو کې د مړي د خښولو نه وړاندې د ښځو ویر ضرور و چې ساندې، کوکې، نارې،….نومېږي. د مړي […]

البیرونی

د جهلم سیند په ختیځه غاړه یوه غونډۍ د نندنه کلا نښې لري. شا و خوا ۱۰۰۰ کاله پخوا نامتو عالم البیروني دلته په لومړي ځل د زمکې قطر(ریډیاس) معلوم کړو. دی یو نابغه و چې پخپل ۶۳ کاله ژوند کې په ۱۲ علومو يې ۱۰۳ کتابونه او مقالې ولیکلې. محمد بن احمد په ۵ […]

مرچ

سورمرچکی اوس د نړۍ ډېرو خواړو لازمي برخه ده. ډېر خلک ممکن په دې اند وي چې مرچ به د هند نه نورو ملکونو ته کډه کړې وي. خو حقیقت دا دی چې په آریایی ویدونو کې د نورو مسالو سره مرچ نه دی یاد شوې. شا و خوا ۱۰۰۰ کاله پخوا هند په خواړو […]

بودایی دین او ګندهارا

له آمو تر اټک د ګندهارا کنډوالو د یو نیم زر کالو کلچر او دین پخپله لمنه کې رانغښتي دي. د بودا سټوپې، خانقاه او د راهبانو حجرې ښایی چې یو وخت ګندهارا کې د دې دین څومره زور و. د هند په بودایی کیسو کې واي چې ۶ ق م پېړۍ کې د “کپل […]

د اکوړي جنګ

دا جنګ په ۲۱ دسمبر ۱۸۲۶ م ( ۲۰ جمادی الثاني ۱۲۴۲ ه ) د اباسین پر غاړه اکوړي کې د هندي مجاهدینو او پښتنو د ګډ لښکر او سیکانو ترمنځ وشو. د ۱۹ میلادي پېړۍ له پېل، ټول پنجاب د سیکانو په لاس کې او رنجیت سنګ د دې خپلواک باچا شو. د امیر […]

د هنډ بودا

په یو باراني ورځ “هنډ” ته ورغلم چې د لوی لارې (موټروی) نه اباسین په لور ۶ کلومیټر سړک ورته جوړ شوی دی. په هنډ کلي کې شا وخوا ۶۰ کورنو کې اوس هم خلک میشت دي. د دوی پر زمکو تماکو او شړشم کرلي وو. د غټو تیږو دېوالونه ۲ زره کاله پخواني دي […]

غوټۍ خاورې

د ۱۹۹۱ م د مې په میاشت کې کابل ته زما لومړی سفر تاریخي و. په پوهنتون کې مې ډېرو استادانو او نامتو لیکوالانو سره ولیدل. چا د غوټۍ زکر هم وکړو چې یو ماځیګر بیا کابل هوټل (اوس سرینا) ته راپسې راغله. له هغې مې د ځینو نورو ورکو خلکو پته واخیسته خلک میلمه […]

باړه

شا و خوا ۵۰ کاله کېږي چې زمونږ کور ته به سهار وختي یو مشکي (ماشکي) د خاورو په یو لوی چاټۍ کې خپل د اوبو مشک تش کړو. هغه وخت په پیښور کې دغسې مشکیان ډېر وو چې د ښار له نلونو به يې مشک ډک کړو او د خلکو کورونو ته به يې […]

پېزوان

د سرو یا سپینو زرو هغه ګول کړۍ (حلقه) چې د دواړو سپیږمو په منځ کې يې اچوو، پیزوان” نومېږي. پېزوان د هند او افریقه په قبایلي ټولنو کې هم رواج دی. پښتنو ښځو د پوزې لپاره څلور ډوله ګاڼه لرله. میخکی، د سرو زرو وړوکې او نازک مېخ چې د سپیږمو یو یا بل […]