په ۱۹۴۰ م د اکتوبر په ۴ نېټه شیر جان کاکړ د “فورټ سنډیمن” پولیټیکل ایجنټ میجربارنز (بارنس) په خپل کور کې په طماچه وویشتلو. د هغه محافظ او باورچي )اشپز( د ده د نیولو هڅه وکړه نو هغوی يې هم ووژل.
فورټ سنډیمن ۰اوس ژوب) پیاوړې کلا د ۱۹ پېړۍ په پای کې د بلوچستان انګریز حاکم رابرت سنډیمن په یوې لوړې غونډې جوړه کړې وه. دلته کې شا و خوا ۲۰۰۰ پوځ ساتل کیدو. د کلا غونډۍ نه ښکته په بازار کې د ورځې ۳ نیم زرو خلکو کاروبار کاو. د اپوزو په کلي کې ۴۴۵ وګړي اوسیدل چې له کوټې ورته تنګه پاټلۍ غځیدلې وه او یو اور ګاډی به ورباندې تلو راتلو. ۴۰ کلن میجر همفری اسټن بارنز چې له ۱۹۲۷ م د هند په بیلا بیلو ځایونو کې لومری پوځي او بیا سیاسي دنده تر سره کوله، په ۱۹۳۸م کې د وزیرستان پي –ای و. ده په ۱۹۳۹ م کې په فورټ سنډیمن کې د سیاسي استاځي په توګه کار شروع کړو. د شیرجان د ډزو په وخت د بارنز میرمن او اولادونه يې هم په بنګله کې موجود وو.
له ډزو وروسته، شیرجان د اپوزو بازار ته ښکته شو او بیا وتښتیدو. د دې پیښې په اړه ولسي روایت دا دی چې شیر جان انګریز نه د ږوب نوابي غوښتله خو هغوی دا د کلا سیف الله نواب ته د ورکولو فیصله وکړه.
بل روایت دا دی چې شیرجان کاکړ د اپوزو )ږوب) د جوګیزې رود اوسیدونکی و. رود جوګيزی پخوا د غټ ژوب برخه وو، خو دا په قلعه سيف الله کې راځي. دی د انګریز په ملیشیا کې ملازم او څرګنده نه ده چې دی په څه خبره د خپلې دندې نه وشړل شو.
په کاکړی غاړو کې د دې شواهد معلومېږي چې شیر جان د انګریز ملازم و.
شیرجان و ویل پولټیکله زما تنخا راکه
لا دې ولم په لنډۍ لا حال صفا راکه
انګریز هغه تنخاه چې د ده حق و، ورته يې ورنکړه. شیر جان د دې بې انصافۍ خلاف غچ اخیستو لپاره د انګریز تر ټولو لوړ رتبه افسر ووژلو.
په بله غاړه کې د شیر جان د تربور زکر شوی چې ممکن هغه د انګریز ملازم و او شیر جان د هغه د حق لپاره په انګریز برید وکړو.؟؟؟
پولټیکل وویل شیرجانه ته تنخا غواړې
زرکي وزه تربنګله باید سزا غواړې
ستا تربور لوني پاګل، ته حق له ما غواړې
د پاګلو حق زه نه وینم پرځان باندې
شیرجان وویل پولټیکله ستا چمونه دي
ما راوړي له ګورمنټه کاغذونه دي
پرلیکلي مې د هرانګریز نومونه دي
له تربرو مې د کېهۍ (کمي) حال په رښتیا راکه
زما تنخا به راکوې پر سپین میدان باندې
د لنډۍ ګوزار به و وینې پر ځان باندې
شیرجان و ویست پولټیکل د زړۀ پر میان باندې
ویر یې جوړ کړی د لندن پر افسران باندې
په دوتر کې شین لوګی د توپنچو ګرځي
په بازار کې شنې پلټنې د فوجو ګرځي
ایجنټ رالئ (راغلو) په هوا پر جهازو ګرځي
یای (وایی) چاپه به اچوم پر کاکړان باندې
شیرجان ویل فرنګی مې مردار کړی دی
اپوزی مې په سرو وینو رنګولی دی
تاسی خبر کړی نوابان، پلار مې وزلی دی
نه به خلاس سم، نه پېښ سم پر سیکان باندې
لږه موده وروسته په مفرور شیرجان انګریزانو ته خپل تربور مخبري وکړه او دی يې ونیولو.
هغه وخت د شیر جان یوه ترله ” رابعه” دا غاړې وایی.
د کاکړو رنګ ئې ښه کئ
شېرجان خويي د غازي وکئ
په دفتر کښې ټکهار دئ
د سرو ښکار کوي شېرجان دئ
مېمه (د انګریز میرمنه) ګوري تر کړکۍ
شېرجان تېرې ولي ګولۍ
مېمې ټول کړه خپل هلکان
درېم کارتوس ورکړ شېرجان
ترله دې نه کوي ارمان
پرنګه (پیرنګۍ) کونډه کړه شېرجان
شېرجان ته په ۸ دسمبر ۱۰۴۰ م په مچ جیل کې د مرګ سزا واورل شوه او کله چې غرغرې ته يې بوتلو نو له ده يې پوښتنه وکړه چې وروستی ارمان يې څه و. نو هغه له پهره دار سیګرټ وغوښتو.
یوې ترلې يې ورپسې دا غاړې وویل.
شېرجان وړي له پانسۍ
د تربورو بې غورۍ
د شېرجان تورې څونړکئ (څڼې)
پانسۍ پورته کړې له مځکې
چه پانسي ته ئې خېژاوه
شېرجان سګرېت ولګاوو
زه دې جارسم تر مزغي
پراوډه تل تربوران مري
په مرګي تربوران تل مري
ځوان تربور دې د چا نه مري
شېرجان يو دې خود به يوسي
سرداري دې تربرو سي
ستا پانسي پرمچ ولاړه
زه دې لار ګورم شېرجانه
انګریزانو د میجر بارنز مړی کراچي ته یوړو او هلته د انګریز په پوځي هدیره کې يې خښ کړو.
صفیه حلیم
سرچینې
۱.زمونږ غازیان. محمد ولی ځلمی. د افغانستان د علومو اکاډمی. .۲۸ اسد ۱۳۶۸ ل. ۲۳۲ او ۲۳۳ مخ.
۲. د بلوچستان ګزیټېر.
د خپریدو نېټه- ۸ جولای ۲۰۱۹ م