د تخيل حق

تاسو فکر وکړئ چې د ژورناليسټ په توگه په يو موضوع موکار وکړو، رپورټ موجوړکړواو خبري اژانس په هغه شپه دا رپورټ خپور کړو خوستاسو نوم يې ياد نه کړو. څه احساس به لرئ ؟ که د رپورټ په سر او پاې کی اژانس د يو بل ژورناليسټ نوم ياد کړي، نو بيا به څه کوئ؟ که خبر شئ چې هغه بل ژورناليسټ ته ددی رپورټ لپاره پيسې هم ورکړی شوي دي نوممکن د قهر اود مايوسۍ احساس وکړئ. دا درته لويه ناانصافي وبريښي.
خو ددی لپاره د انصاف غوښتنه به له چا کوئ؟ د يوکس په کور کی غلا ووشي نو پوليسو ته ورځي، د غلا پلټنې کيږي او که مجرم ونيول شي نو هغه ته سزا هم ورکړی کيږي. خوکه چا ليکنه غلا کړه نو څوک به ورله سزا ورکوي؟
د انسان زهني استعداد بې څارې دې او په نړۍ کی هره ورځ په لکونو انسانان د خپل زهن په کارولو تخليق له مرحلې تيريږي. دوي کيسې ليکي، انځورونه، موسيقي، شعر او داسې نورهنرجوړوي. هم هغسی چې په نړۍ کی د مادي شته مني د غلا لپاره قانون دې، ديو تخليق د غلا د مخ نيوي لپاره هم د حقوقو قانون جوړ شوې دې.
په ۱۴۴۰ م کی د چاپ لپاره په المان (جرمني) کی لومړې مشين جوړشو. تر هغې د يو ليکل شوي کتاب د نورو کاپيانوپه جوړولوکله کله کاتبانو څو مياشتې واړولې. د کليساو مشرانو به هڅه کوله چې په لاس ليکلي انجيل يوه کاپي هرځاې ته ورسوي. د چاپه خانې د ايجاد سره په پينځلسمی او شپاړسمې پيړيو کی ددوي کار اسانه شو. د حکومتي فرمانونوزرخپرول هم اسانه شول .
که څه هم هغه وخت کليسا او چارواکود تبليغ اسانه لاره وموندله خو د حکومت مخالف او د کليسا پر ضد فعالينو ته يې هم کار اسانه کړو. په نتيجه کی اروپاي حکومتونود چاپ شوي مواد اختيار له ځان سره وساتلو. ددی تر مخه د حکومت له اجازې پرته چاپه ځايونو (مطبع)چا نشوه چلولې. کومو چاپه ځايونو چې دا اجازه لرله، هغوي دا حق وموندلو چې ددوي له خوا چاپ مواد چې زيات به کتابونه و، بل چانشوې چاپولې. د چاپ د حق موده وټاکل شوه، چې له هغې مودې وروسته نورو هم کولې شو چې هغه کتاب چاپ کړي.
په راتلونکو کلونو کی ليکوالانو ددی قانون د عملي کولو لپاره ډيری هلې ځلې وکړې. اخر په ۱۸۸۶ م کی د سويټزرلينډ د برن په ښار کی څواروپاي ملکونو يو تړون وکړو چې تر مخه يې نه يواځې د ليکوال، بلکه د هنرمند حق خوندي کړی شو. په افريقاي او ايشاي مستمرو کی هم د کاپي رايټ قانون په نولسمې پيړۍ کی معرفي شو. انگلستان پخپلو مستمرو کی په ۱۹۱۱ م کی دا قانون معرفي کړو.
د برن کنوينشن په يوې پيړۍ کی څو وارې بدل رابدل شو او د نړۍ ډيرو ملکونوله خوا خپل کړی شو. په ۱۹۸۰ م کی د اروپاي اتحاديې له جوړيدو وروسته د حقوقو په قانون له نوي سره کار ووشو چې ددی ملکونو دگډ بازارپه لوري يوگام و. په ۱۹۹۱ م کی دی کميشن په قانون کی څو مادې ورزياتې کړې چې د غړي ملکونو له خوا يې وړانديز شوې و. په دی کی د سيټيلايټ د لاری خپرونو، ريډيو او د ټيليويژن د پروگرامونو بيا خپرول شامل و. په ۲۰۰۴ م کی د زهني مال د خونديتوب ماده پکی ورزياته کړی شوه.
په سر کی د بنديز قانون يواځې د کتابونو د کاپي کولو لپاره و. وروسته د وخت په تيريدو پر ژباړې او دکتاب نه د يو ماخذ په توگه د کار اخستو هم بنديزولگيدو. د ماخذ مانا دا لکه چې څوک د کتاب کيسه بيا پخپلو الفاظو وليکي. د کتاب نه علاوه په دی بنديز کی نقشې، د موسيقۍ د نوټ پاڼې، ډرامې ، انځورونه، عکسونه، د تعميراتي نقشو کاپي، د غږ کاپي، د فلمونو کاپي، او اوس د کمپيوټر پروگرام شامل دي.
په نړۍ والو قوانينو کی يوه ماده ددی لپاره وساتل شوه چې که څوک د بل چاد ليکنو نه پخپلو ليکنو کی گټه اخلي نو لږ تر لږه د هغه ليکوال نوم دی ياد کړي. د هر ملک پارليمان ددی لپاره خپل قانون لري او واي چې که يو خوا د علم او د معلوماتو د خپرولو پلوي کوي خو له بلې خوا ليکوال ته حق ورکوي چې پخپله ليکنه حق ولري. په نړۍ کی اوس د انټلکچول پراپرټي ارگنايزيشن په نوم اداره شته چې واي ددی قانون دوه هدفونه دي. يود خلکو ولوله راوپاروي چې تخليق کوونکې ته په عزت معاوضه ( حق الزحمه) ورکړی شي. بل دا چې اولس په ارزانه بيعه ليکلي مواد تر لاسه کړي.
د تخليق د حق کړۍ په دې ژانرونو راتاو ده.
کيسې( شفاهي او ليکلې) ، ناولونه، ډرامې، مقالې، مضمونونه، انشايې، اداريې او فلمي کيسې .
په ولسي کيسو دا بنديز نه وي. د بيلگې په توگه که تاسود “ادم خان درخانۍ ” په کيسه فلم جوړول يا بياليکل او چاپول غواړئ نوددې ممانعت نشته.
شعر، سندرې، موسيقي ( پرته له اولسي سندرو او له موسيقي)
د فلمونو سي. ډي او کيسيټ،
نقشې او د شرکتونو د شعار نښې او نومونه

 
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published.