سوما

  سومابوټې چې په سوات کی ورته سوميانه واي په حقيقت کی اوس هم شته دی. ځينې خلک ورته د ماهو بوټې وايي او د پيښور د حکيمانو په هټيو کې په وچ شکل پيداکيږي.

دسوما نوم د اريايانو د تاريخ سره تړلې دې او هغه لرغونې سندرې چې "ويد" نوميدل د سوم رس د نشې خبره کوي.  اريايانو به دا شراب خپلو اسطورو ته د نذر په توگه وړاندې کوواو ددې جشن به يې نمانځلو.  اوس د هند ټول تاريخونه واي چې دا بوټې د زمکې له مخ ورک دې. 
   
نوميالې ليکوال سعدالله جان برق د سوات په لوړو غرو کی يو ځاې چې ماهو ډنډ نوميږي ، ددی په لټون ولاړو. دی واي هلته له دی نسوار جوړيدو او بله دا د اوزو خوښ دي نو ښاي چې هم دوي بې دريغه دا له زمکې راوويستلو خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې دا بوتې تخم نه لري. نو اوس په ښکته غرونو کی ختم دی.  ليکي، "  د سومياني په بوټي کی پاڼې هم نه وي ، په زمکه پروت يو عام بوتې دې ، ډيرنه لويږي او نه پلنيږي بلکه الامه يې دا هم وه چې تر کلونو هم دغه قد و قامت کی پروت وي . د پانو په ځاې پکی وړی وړی نلکې غوندې کيږي . د غټو ديسي مينچو هومره غټې دا نلکې خپلو کی ښې گڼې ورغلي وي او هم دغه يې پاڼې دي. په شوکولو ترينه زيړ بخن ( زردي مايل) غوندې تريخ رس راوځي چې گوتو پوری نښلي. که محفوظ ځاې کی وي نو وړوکې نری شان گل کوي او ظاهره ده چې تخم به هم کوي خو ما ونه ليدو البته يو نيم دغه پيازي گل مې وليدو . الامو نه پته لگيده چې شايد د مني په موسم کی به تخم کوي خو که د بزو او انسانانو نه تر دغه مرحلې ورسي هله" 
د سومياني بوټې د تيږو په بيخ کی شنه کيږي او کلونه پری واوړي چې دا لوې شي. 

Sooma
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *