
په ۲۰۲۶م کې د سوات رنګین دیوالي انځورونه ( فریسکو) د لرغون پوهانو لپاره حیرانونکی وو.
د سوات د ناجی ګرام درې په لمنه کې د ابا صیب چینه د یو زیارت لپاره مشهوره ده چې ځایی خلک ورته په پښو ورځي او د هغه ځای اوبه د تبرک لپاره څښي. دا انځورونه (فریسکو) هم هلته رابرسیره شول چې په لومړۍ میلادي پېړۍ نه راپاتې وو چې په دې سیمې کې د داسې هنر تر ټولو پخوانۍ بیلګې دي.
په سوات کې د انځورونو جوړولو هنر د کاڼی او د برونزو د زمانې راهیسې موجود و او ددې نښې په تیږو او سنګي لوښو لیدل کېږي. دلته لرغونی انسانانو به په یو لوی تیږې د ځناور یا سړي خاکه جوړه کړه، دا په یو تیره اوزار وتوږله او پکې به يې د سرې یا نارنجي خاورې رنګ په ګوتو ووهلو. په ځینو تیږو د ښکار حالت جوړ شوی و چې د غشي او لیدنې سره، په اس سپاره سړي ښکاري.
د ابا صیب چینې سره د ویجاړو ودانیو په منځ کې یوه سټوپا او چاپېره ترې ګومبدي عبادت ځایونه او د راهبانو کوټې ښکاري. ورسره په غره کې نور جوړښتونه هم شته چې ښایی دوه زره کاله پخوا هلته خلک اوسیدل. په ۱۹۳۰م کې یو برطانوي اورل شټاین ورته پام شو خو هغه د اسکندراعظم په پل د ایلم سر غونډۍ ته روان و. په ۱۹۳۸ م کې دوه انګریز لرغون پوهان، اي بارجر او پي رایټ هم ابا صیب چینې ته ورغلل او هلته د یو بودایی خانقاه نښې يې وموندلې.
د سوات په بري کوټ کې د ۱۹۷۰ کلونو راهیسې د اطالوي سفارت په ملاتړ، لرغون پوهانو له خوا پلټنې کیدې. د اباصیب د کیندنو مشر، د ډاکټړ لوکا- ایم- اولیویې په نظر، دغه ځای په سوات کې تر ټولو مکمل او سم ساتل شوې بودای مرکز دی. هغه د رنګین انځورونو په موندنه خوشاله او وایی چې مونږ پخوا دا اندازه لګولې وه چې د سوات په خاوره کې د هنر خزانې پټې دي خو اوس د دې ثبوت مو هم تر لاسه کړو. د لرغونو اثارو د شعبې مشر ډاکټر عبد الصمد وایی چې دا اول ځل دی چې د هغه دورې جوړ دومره ژوندي او تازه انځورونه په ښه حالت کې رابرسیره شول. دا ښایی چې هغه وخت د دې ځای خلک د رنګونو او هنر ماهران وو چې دومره په زړه پورې انځورونه يې جوړول. ورسره په خروشتي لیک کې یوه دړه هم رابرسیره شوه چې د دې له کبله د دغو هنري ټوټو قدامت معلومول به اسانه وي. د دې د زړښت اندازه هلته د کشان دور د سکو نه هم وشوه.
د دې نه وړاندې د سوات په بتکړه کې هم دیوالي انځورونه موندل شوي وو چې د لرغون پوهانو لپاره د دې ځای د تمدن یواځینۍ بیلګه وه.
په اباصیب چینه کې د ویهارا د پاڅه ګومبد او د سټوپا چاپېره په فاصله د عبادت وړې کوټې ښکاري چې ښای د وخت په تیریدو ورزیاتیدل. رنګین انځورونه د مراقبې په حجرو، د عبادتځای په طاقچو او محرابي چتونو جوړ وو. په دې کې راهبان، د بودا مریدان چې کالي ( زیورات) لري، او وزر لرونکی یوناني اسطوره ایروس چې هندي ډیزاین کې جوړ دی، رابرسیره شول. داسې ښکاري چې د ایروس انځور د کشان وروستۍ دورې کې ورزیات شو.
د سوات انځورګرانو په اوبو او لږ چونې کې ماشي (زرغون) سور او نسواري رنګونه ګډ په وچ پلستر د غټ او نري برش په واسطه خاکه کې رنګ وهلو. دا یو ګران تخنیک دی ځکه هنرمند د پلستر د وچیدو نه وړاندې باید خپل انځور پوره کړي.
د ګندهارا تمدن په اوج کې سوات کې د زرو ( ۱۰۰۰ ) نه زیات سټوپې او عبادت ځایونو کې د اوو زرو شا و خوا راهبان به اوسیدل. دلته د بودا په سوونو مجسمې او دیوالي نقشونه رابرسیره شوي دي خو دا لومړی ځل دی چې د رنګونو سره په دېوال د انځور جوړولو هنر هم رابرسیره شو. که خلک د لږو پېسو لپاره په خپل مخ سر کنستون ونکړي نو ممکن زمونږ د تاریخ نیمګړی انځور پوره شي.
صفیه حلیم