د کابل سرګذشت (۳)


په ۱۹۱۵م کې یورپ د لومړۍ نړۍ وال جنګ په اور لمبه شوی و چې د هند مسلمانانو د عثماني خلافت ساتلو لپاره یو تحریک پېل کړو. د دې مخکښ د دیوبند مدرسې عالمان او پخپله شیخ الهند و، چې مولانا عبید الله سندهي ته يې افغانستان ته د تلو وویل.
دی د اکتوبر په ۱۵ د خپل مله مولوی عبدالله لغاري سره د کندهار او غزني په لار، کابل ته ورسیدو. ده د افغانستان سیاسي حالات مشاهده کړل او ځینې خبرې يې په خپلې ډایري کې ثبت کړې. د پښتو ګرامرپه اړه لیکي چې دا د فارسي په پرتله سانسکرت ته نزدې ده او افغانستان د پښتو ژ‌بې ویونکو وطن دی.
قندهار،قلات غلزی او جلال اباد يې لوی ښارونه دي خو، له بده مرغه بله برخه يې د هند په برطانوي سلطنت کې ده چې مونږ ورته پشتانیه (پښتانه) وایو. پیښور، کوهاټ، بنو او ډیره اسمعیل خان يې لوی ښارونه، سوات او باجوړ د دې سرحدي ریاستونه او مومند، وزیر محسود يې قامي حکومتونه دي. دی د افغانستان د سلطنت سیاسي نظام په اړه لیکي چې په دې کې د اکبر شاهي (مغل) نښې لیدل کېږي. د کلونو او میاشتو نومونه او په سرکاري ملازمتونو کې هندو او مسلمان ته برابر ونډه، د اکبر شاهي نظام نښې دي. د حکومت ژ‌به فارسي ده چې پکې هندي او ترکي الفاظ ډېر کارېږي.
د کابل د نوم وضاحت ورکوي چې دا د “ګاوپال” ورانه بڼه ده ځکه نزدې ورته د غوا د نمانځنو لپاره یو هندو مندر دی. په کابل کې ایراني، افغانی، ترک او هندي نژاد خلک اباد دي. افغانستان ته د هندوستان هندوان او مسلمانان تجارت لپاره ډېر ځي راځي. په دوی کې د سندهه هندوان او د پیښور مسلمانان لوړ مقام لري. دوی د انګریز په سرمایه تجارت کوي او ګماشتې (دلالان) يې هر ځای خپاره دي. د ډېر پخوا زمانې راهیسې، د افغانستان طالبان هند ته د زدکړو لپاره ورتلل او دوی به هلته ژر هندي زده کوله.
له کله راهیسې چې امیر حبیب الله خان عصري علومو ته پام کړی دی، په کابل کې هر وخت د استادانو یو غونډ موجوده وي چې زیات يې پنجابیان دي. دوی سره د پنجابي طبیبانو (ډاکټرانو) یوه ډله هم شته چې یو دوه پکې تکړه او نور کمپوډر یا نیمچه طبیبان دي. دوی ډېره ښه تنخواه اخلي او شخصي درملنې له لارې هم ښه پېسه وګټي. په کابل کې ځینې هندوستاني استادان د مشروطیت خوښونکو افغانانو سره جیل کې بند دي.
هغه وخت د پنجاب له کالجونو څخه ځینې تعلیم یافته ځوانان د ترکي په ملاتړ افغانستان ته لاړل نو هغه ګرفتار او پولیسو په نظارت کې وساتل. د دغو ځوانانو د خوشې کولو لپاره مولانا سندهي، محمود طرزي او نادر خان ته خواست وکړو او بیا د هغوی په هلو ځلو دوی ته د مولانا سره د اوسیدو اجازه ورکړی شوه. د مولانا سندهي دوه ملګري، شیخ ابراهیم او مولوی محمد علی قصوري هم چې دواړو ماسټري کړی وه کابل ته ورسیدل او په حبیبیه سکول کې استادان شول.
مولانا په خپلې ډایري کې لیکي چې دی د هند په پرتله، افغانستان کې ځان ازاد ګڼي ځکه هلته د بیان په ازادۍ څه بندیز نه و. د امیر حبیب الله په اړه لیکي چې که د هغه شخصي ژوند نه سترګې پټې کړو نو “شاه اصلاح پسند” نوم ورته پکار دی. د ده په اند، که د امیرعبد الرحمن نه وروسته حبیب الله نه راتلو نو په افغانستان کې د پرمختګ اوسنی دوره به چا نشوه لیدلی. د ده په امر، دوه سکولونه جوړ دي چی یوه “حبیبیه” نومېږي او پکې انګریزي درس هم ورکوي. بل “حربیه” د جنګي زدکړو لپاره دی. دوه شفاخانې دي چې یوه ملکي او بله نظامي ده او دواړه په نوی سیسټم کار کوي.
د حبیبیه سکول ټول انتظام د هندوستانیانو په لاس کی دی. د دې هیډ ماسټر حافظ احمد دین نومېږي. د حربیه پوهنځي ټول انتظام د ترکانو په لاس کې دی. د ملکي شفاخانې مشرډاکټر منیرعزت بیګ او د نظامي شفاخانې مشر یو لوی هندوستاني ډاکټر دی. د دواړو انتظام د هندي کارکونکو په لاس کی دی. د محمود طرزي په اړه وایی چې دی د امیر عبد الرحمن په وخت ترکي ته لاړو او هلته يې واده هم وکړو نو ځکه دی د ترکي خلافت پلوي کوي.
د دسمبر ۱۹۱۵م په لومړۍ اوونۍ کې مولانا سندهي د امیر حبیب الله سره ملاقات لپاره “دلکشا ماڼۍ” ته ورغلو. دواړه په یوې کوټې کې کیناستل نو شهزاده نصرالله خپل ورور ته د مولانا هغه لیکنه وسپارله چې ده پکې د هند سیاسي حالات لیکلي وو او پخپله په دروازه ودریدو. امیرهغه ټول مضمون ولوستلو او ورته يې وویل چې ته هندوستاني کار وکړه. معنا د اسلامي یو والي په ځای د هندي ملت پالنې مشوره يې ورکړه. د مولانا لپاره دا د خپل هدف بدلول وو ځکه د دیوبند فارغ شوي ډېر کسان د ده چاپېره راټول او د اسلامي خلافت شعار يې ورکاو. د امیر مشوره دا وه چې که دوی د هندي نیشنلزم لاره خپله کړه نو هندوان او د نورو مذهبونو وګړي به هم ورسره لاسونه یو کړي او د انګریز له جغ به ځان وباسي. که دوی د انګریز خلاف خلک جنګ ته تیار کړل نو امیر به په یو مناسبه موقع د جهاد اعلان وکړي.
مولانا سندهي د امیر په مشوره افغانستان او صوبه سرحد کې خپلو استاځو ته پیغامونه واستول چې دوی د خلکو نه د وفادارۍ بیعت واخلي او د جنګ تیاري پېل کړي خو تر هغې دی انتظار وکړي چې امیر د دې اعلان نه وي کړی. دی هیله من و چې حبیب الله خان به په یو مناسب وخت کې د انګریز سره جنګ فیصله کوي.
نور بیا

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *