د حضرت عیسا (ع) نه شپږ پېړۍ وړاندې د نېپال په غرنۍ سیمې کې د یو باچا زوی وزیږیدو. د ده نوم شهزاده “سدهارته” و چی ډېر نازولی او د ارام ژوند يې تیراو. خو په ځوانۍ کې ده د محل نه بهر د خلکو بد حالت ولیدو او د ژوند په اړه يې سوچونه کول. د خپلو پوښتنو جوابونه يې نه موندل او دومره ناارمه شو چی یوه شپه ښځه او اولادونه يې پریښودل او د یو درویش په توګه په دشتو کی ګرځیدو. اخر د بهار په “ګیا” کی د یوې ونې لاندې مراقبې ته کیناستو او څو ورځې د روژې په حالت “نیروانه” ( ابدي سکون) ته ورسیدو.
د ده تعلیمات د ژوند منځنۍ لاره خپلول وو او د هر څه زیاتی يې د انسان لپاره زیانمن ګڼل.
د هند په سپڅلي ښار بنارس کی يې لومړۍ خطبه ورکړه او د ده منونکي راهبان د ریښتونی لارې د تبلیغ لپاره ان ترمرکزي ایشیا ورسیدل. بودها د ظلم او د استبداد خلاف ده غږ پورته کړو نو خلکو به د “ګوتم بودهه” په نوم یاداو. په دویم او دریم پېړۍ کی د ګندهارا سیمه د بودهای دین لوی مرکز شو او کشان واکمنو د دې سرپرستي کوله. د افغانستان په لر او بر کې د دوی “ویهارې” یا عبادتځایونه جوړیدل او ننګرهار (نګر ویهارا) د بودایی دین منونکو له زیارتونو ډک شو. د بودا یو تبرک (هډوکی) په “هډه” کی پروت و چی خلکو به يې نمانځنه کوله. د دې چاپېره په نورو سټوپو او ودانیو کی بودا د ژوند مختلف مرحلې په تیږو کنده شوې.
د ګندهارا تمدن دا ښایسته مجسمه “بوده ستوا د سوچ په حال” نومېږي او په شلمې پېړۍ کې ننګرهار د هډې عبادتځای نه رابرسیره شو. ښایی دا د تور(شسټ) تیږې نه وتوږل شو او بیا يې ورباندې چونه او ګچ وهلي دي. د نیروانه څخه وړاندې “ګوتم بودا” به يې په شاهي لباس کی جوړاو چی بوده ستوا نومېږي. د هډې په دغې مجسمې کې سدهارته د ښې لاس ګوته په تندي ایښې، خپل ځان کی ډوب دی. په سر يې پټکی او “جیغه” چی ګورګوتي ویښته يې شا ته پر اوږو پراته دي. په غاړه کی امیل، په لیچو يې کړی او غوږونو کی والۍ دي. په شونډو يې بریتې او په مخ يې نری موسکا ده. دواړو خواو ته يې زمري ناست دي چې د شاهي قدرت زور نښې دي. د دواړو ژبې رابهر دي چې د شهزاده هوډ ته ننګونه ده. خو بودا پرې ډډه لګولی او مانا د عقل په لاس د طاقت قابو کول وي.
په ګندهارا کی داسې مجسمې په څو نورو ځایونو کی هم موندل شوي دي چی هغه وخت د ولس خوښیدل. د بودا د ښې پښې لاندې د برسنډې ګل د هغه سپیڅلتیا ته اشاره ده. د ګسې پښې پونده پر زمکه ښایی چی هغه به هم اوس له خپل تخت راپاسي او د مادي ژوند نه به د روحاني ژوند ته قدم ووهي. دا مجسمه په دویم یا دریم میلادي پېړۍ کی د ګندهارا سټایل کی جوړه وه چی د جامو او څادر نه علاوه د تخت نقاشي د روم او یونان د جوړښت اغیز ښایی.
د امریکا په ډلاس ایالت کی د هنر او فن په میوزیم کی نندارې ته ایښودل شوی دا مجسمه “بوده ستوا د سوچ په حال” نومېږي.
صفیه حلیم
