شنه مالګه


د نولسمې پېړۍ تر پای د پیښور په بازارونو کې شنه (زرغون) مالګه هم خرڅیده.
په غرونو کې د مالګې کانونه د نورو معدنیاتو په شان د زمکې دننه ‌ډېر ژور پراته وي. دا لویو غونډارو کې د غر نه ماتوي او یو وخت به يې هم هغه حالت کې خرڅول. د دې نور رنګونه هم وي لکه زیړ او نسواري یا خړبخن.
په پیښور کې به د مالګې غونډاري په دوو رنګونو کې راتلل چې یوه به يې سوربخن ( ګلابي) وه. اوس ورته انګریزي کې پینک سالټ وایی. زما یادېږي چې د هر یو پنساري دکان مخ ته به یوې لوی شکرۍ کې د ګلابي مالګې غونډاري خرڅیدل.
شنه مالګه به د کوهاټ له کانونو څخه ویستل کیده او ګران بیه وه. د شنې مالګې ذکر منشي ګوپال داس هم په خپل کتاب تاریخ پشاور کې کړی دی. پخوا هر کور کې د مالګې غونډاري نه به يې یوه ټوټه ماته کړه، په لنګرۍ ( اوان) کې به يې وټکوله او بیا به يې د خاورو ډولګۍ کې ساتله چې نمژنه نشي. له ټکولو وروسته مالګه به سپینه وه او ګلابي یا شین رنګ پکې نه معلومیدو.
خو شنه مالګه په اصل کې د واورینو غرونو هغه اوبه وې چې لکونه کاله پخوا مالګینو تیږو سره ورګډ شي. دغو اوبو کې د نباتات زرې یو ځای او ورته زرغون یا زیړ رنګ ورکوي. په جیولوجي کې ورته “هیلایټ” وایی چې په وړو ټوټو کې یو بل سره نښتي وي. دغه مالګه ممکن څه طبي ګټې ولري خو تر شلمې پېړۍ بازار کې ټکیدلی مالګه راغله او ورو ورو د غونډاري مالګې بازار سوړ شو نو ورسره شنه مالګه هم ورکه شوه.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *