د هندوستان مهاراشټره صوبې په “پونه” ښار کې د حضرت بابا جان زیارت ته د هرمذهب منونکي ورځي. دا د یوې افغان میرمنې مزار دی چې اصل نوم يې ګل رخ و خو د “بابا جان په نوم مشهوره وه.
د دې د ژوند په اړه څو کتابونه هم لیکل شوي دي چې حقایق او افسانې پکې ګډ وډ ښکاري. پروفیسر عبد الخالق رشید په یو مضمون کې وایی چې ګلرخ د افغانستان د سردار نظرمحمد خان بارکزي لور وه چې د میوند په جګړه کې د سردار محمد ایوب خان نه وروسته دویم لوی مشر و.
په ۱۹۳۰م کې د برطانیې یو ژورنالیسټ “پال برنټن” په هند کې د روحانیت په اړه معلوماتو له د باباجان لیدو ته هم ورغلو او لیکي، ” هغه په ډاګه یو ټیټ پالنګ ملاسته او سر يې په بالښتونو تکیه و. د ګونځې مخ او راټولو وروځو برعکس د دې تک سپین ویښته ځلیدل چې یو غمژن حالت و.”
په ۱۹۰۵م کې د “پونه” یوې بې وزلې سیمې ” چارباولی” کې یوه سپین سری د لیونو په شان ګرځیده او ماشومانو به په تیږو وهله. د مادي نړۍ نه بیګانه، باباجان یوه مجذوب درویش وه او یو وخت د دې په دعا د چا مراد پوره شو نو خلک ترې چاپېره راټولیدل. د دې کور نه و او اکثر د نیم د لوی ونې لاندې به ناسته وه. کومو مریدانو چې به ورته خواړه یا بل سوغات راوړو نو دا به يې هم هغه وخت په بې وزلو وویشل. یو وخت څو مریدانو ورته یو کچه څپر جوړ کړو چې باران یا ژمي کې سر پناه ولري. د باباجان په برکت لږه موده کې د ” چار باولي” حالت بدل او د خلکو کاروبار تود شو. د نیم ونې لاندې ناست د بابا جان لیدو (درشن) لپاره بې شمیره خلک ورتلل. په دغو خلکو کې د پونه ښار یو زردشتي شهریار ایراني هم و چې د بابا جان سره يې روحاني عقیدت لرلو. په ۱۹۱۳م کې د ده ۱۹ کلن زوی مروان په بایسکل خپل کالج ته روان و چې په بابا جان يې سترګې ولګیدې. هغې ورته د راتلو اشاره وکړه او څو میاشتې وروسته مروان د “مهر بابا” په لقب د باباجان خلیفه شو. دی به غونډو ته ورتلو او د ګلرخ په اړه يې معلومات ورکول. په ۱۹۲۷م کې هغه یوې غونډې ته و ویل چې د باباجان پلار د افغانستان د باچا مشر وزیر و. هغې د پینځلسو کالو په عمر کې د واده په وخت خپل کور پریښودو. بیا تر ۵۰ کاله ” ترک دنیا” یوې او بلې خوا ګرځیده تر څو د ۶۵ کالو په سن کې خپل “بادار” ته ورسیده. بل ځای يې ویل چې ګلرخ په بلوچستان کې زیږېدلې وه او د ۱۸ کالو په عمر کې د خپل واده په ورځ له کوره وتښتیده او پیښور ته ورسیده. د یو هندو سادهو په مشوره هغې د راولپنډۍ سره نزدې یو غار کې عبادت او ریاضت وکړو. د بابا جان د سن په اړه يې کله دا ۱۳۰ او کله ۱۴۰ کلن بیانوله.
په ۱۹۳۹م کې ډاکټر عبدالغني منصف د بابا جان په اړه کتاب لیکلو نو د هغې له ژوند ځینې پردې لیرې شوې. دا د ۱۸۶۰م شا و خوا ممکن په کوټه کې وزیږېده. د هغې کورنۍ پیښور ته کډه وکړه چې هلته د بارکزو لوی ټبر میشت و. د استاد رشید په معلومات، ګلرخ د دیني زدکړو او خپلې مورنۍ ژبې نه علاوه، فارسي، عربي او اردو هم پوهیده. دا د قران حافظه او طبیعت يې له پېل څخه عارفانه و. په پیښور کې به د رحمان بابا او د څمکنو میا عمر زیارتونو ته ورتله. “د مولانا روم او رحمان بابا شعرونه یې ولوستل او زیاتره یې په یاد هم وو.” ښایی د ګلرخ درویشانه طبیعت د ټولنې رواجونه نه منل او څه موده د ریاضت نه وروسته دا ملتان ته لاړه. هلته د تصوف نامتو پیرانو، شیخ بهاءالدین زکریا او د ده نمسی شیخ رکن الدین زیارتونه وو چې ګلرخ به پکې عبادت کاو. منصف وایی چې له ملتان دا لویدیځ پنجاب ته لاړه او هلته د یو صوفي ( مولا شاه) په مشوره د تصوف په یوه حلقه کې شامله شوه. د ۳۷ کالو په عمر کې دا د جذب له حالت بیرته راووتله نو د سړو جامه يې واغوسته. د “باباجان” لقب يې ولې غوره کړو؟ ممکن د خپل پلار کمی يې احساسوو. دا د افغانستان د لارې ایران، ترکي او شام اسلامي زیارتونو ته لاړه، حج يې وکړو او د مدینې زیارت څخه وروسته د سړک په لاره بغداد ته ورسیده. هلته د شیخ عبد القادر جیلانی او نورو مشایخو زیارتونه يې ولیدل. بیرته پنجاب ته لاړه نو ډېر مریدان پرې راټول شول. په خپل مجذوب حالت کې باباجان د ” اناالحق” ناره وهله چې د ځینو مسلمانانو لپاره “کفر” وه. یوه ورځ ځینو بلوچ سپایانو دا ونیوله او ژوندۍ يې زمکه کې خښه کړه. د لومړي نړۍ وال جنګ په وخت هغه بلوچ رجمنټ “پونه” ته واستول شو نو سپایانو باباجان د نیم د ونې لاندې ولیدله. دوی حیران پاتې وو او ښایی دغې پیښې د بابا جان شهرت لا زیات کړو.
خو پونې نه وړاندې باباجان د مهارشټرا “ناسک” ته هم تللې وه. هلته “پنچاوتي” کې رام-سیتا او لکشمن ۱۴ کاله جلاوطن وو. د هندوانو په عقیده ” سیتا به د خپل مېړه او لیوره په غیر موجودګۍ کې یو غار “سیتا ګپهه” کې پټه وه. ګل رخ به هم هلته پټه کیناسته او ښایی د امنیت احساس يې کاو. په ۱۹۰۳م کې دا له بمبۍ په ( ایس ایس حیدري) بېړۍ کې دویم حج ته لاړه. بل کال په اجمیر کې د خواجه معین الدین چشتي زیارت کې يې ریاضت کاو او اخر”پونه” يې ټاټوبی شو.
په ۱۸ ستمبر ۱۹۳۱م هم هلته په یو روغتون کې د باباجان د یوې ګوتې عملیات وشول. خو پرهر يې جوړ نه شو او په تبژن حالت کې ځان سره به لګیا وه چې ” اوس د تلو وخت دی…کار مې پوره شو…باید دکان وتړم.” په ۲۱ ستمبر باباجان له دې مادې نړۍ کډه وکړه او په دویمه ورځ په جنازه کې يې د هرې عقیدې خلکو ګډون وکړو. د نیم هم هغې ونې لاندې د دې قبر وکنستل شو چې اوس د مرمرو زیارت پرې جوړ دی. د نیم د ونې تنه د کوټې له چت بهر وتلې ده. د ګلرخ نه تر باباجان د تصوف په اوږد باطني سفر کې هغه له کومو کړاونو سره مخ شوه، عام خلک يې اندازه نشي کولی.
سرچینې
۱. د میوند تلپاتې ویاړونه او یادونه. عبد الخالق رشید. نهروپوهنتون هند
مضمون. ۲۹ جولای ۲۰۲۳م
2. Hazrat Babajan of Poona. Dr Abdul Ghani Munsiff. Meher Baba Journal, Vol. 1, February 1939.
3. A Search in Secret India, Paul
Brunton. Rider & Co, London. 1934.
4. Hazrat Babajan: A Pathan Sufi of Poona, R. D. Kevin Shepherd. Sterling Publishers. 2014.