په ۱۹۶۰م کې د مومندو “ریګي” کلي یو واده ته ورغلی وم. د هغه لوی کور بهر حجره او دننه یوې لوی کوټې کې ښځې ناستې وې. یو خوا ته په چت کې سوری او د لرګو پارسنګ ( زینه) ورته اړم و. کله نا کله یوه ښځه به ورته وختله او د چایو سوچه لوښي یا د مسو پتنوس به يې راښکته کړل. بهر د ډول او صرنا غږ شو نو زه هم د نورو جینکو سره په پارسنګ بره وختلم. هلته یوه وړه کوټه او په دیوالونو کې چاپېره واړه واړه سوري او پر زمکه د لرګي لوی بکسونه پراته وو. ځوانو ښځو له سوریو بهر ننداره کوله چې زه ورته نشم رسیدای. له هغه کوټې بره بلې وړې کوټې ته لاره وه او زه د څو ماشومانو سره هلته وختلم. هم هغسې چاپېره واړه سوري او په دیوالونو يې دوه درې ټوپک ځوړند وو. یو ځلمي د ټوپک سره دیوال ته ډډه وهلې وه او د سوري نه يې بهر کتل. د ماشومانو په لیدو هغه موسکی شو خو بیا يې چغه کړه چې ښکته ځئ. مونږ ښکته شو او غوښتل مې چې د بهر سیل وکړم. ترور ته مې وویل نو هغې زه اوچته کړم او بهر مې تر لیرې پټي او سړک ولیدل. بیرته تلو په وخت له سړک د موټر شیشې نه مې “برج” ته وکتل چې په لوړه برخه يې د اوبو ” ناوی” هم جوړې وې.
د عربي توری، برج د پښتو نه علاوه اردو، فارسي کې هم د لوړې منارې یعني ” ټاور” لپاره کارېږي. په پښتو شاعرۍ کې ورته بورجل هم ویل شوي دي او یوه لنډۍ ده چې،
زما د زړه بورجل دې ړنګ کړو
ستا دې اباد وي په لنډۍ زنه خالونه
د اپریدو، شینوارو او مومندو په کلیو کې برج به د خان یا ملک د کور سره جوړیدل. د دې سبب د زمکو یا د مال په سر د دوی شخړې او دشمنۍ وې. دوی به برج کې تل یو کس کینولی و چې د یو ممکن حملې خبر ورکړي یا په حمله کوونکي ډزې وکړي. د برجونو جوړولو رواج ممکن د ۱۸ او ۱۹ پېړۍ څخه پېل شوی وي چې هغه وخت ټوپک رواج شو. په قبایلي سیمې کې د دشمن د برید په اړه له وړاندې خبریدل ضرور وو. د برج له سر له لیرې یو لښکر په لیدو کلي کې د دفاعي جنګ نغاره وډنګیده. سړو به تورې، ټوپک او طماچې واخیستې او مقابلې لپاره به ووتل. دغې برج ته د تلو لاره به اکثر پټه وه او له تنګ سوري به ورته ختل. د خطر په وخت به يې پارسنګ بره راښکلو او هغه سوری به يې په یوه تخته بند کړو. سبب يې دا و چې که دشمن کور ته راننوځي نو بیا هم برج ته ختل ورته ګران وي. د برج د وړو سوریو نه د ټوپک سره ډزې هم کیدای شوې او د جنګ په وخت هلته ماهر نښه ویشتونکي کیناستل. هلته به يې بارود او کارتوس هم ساتل چې د زمکې نم سره پوچ نشي. تر ۲۰ پېړۍ په برجونو کې قیمتي توکي هم پراته وو چې که کور ته غله راشي نو په اسانه يې پیدا نه کړي.
د پښتنو دغه دفاعي “برجونه” زیات وخت د خپل منځي جګړو او تربګنیو لپاره جوړیدل. د مضمون سره مل تصویر کې د کرمې په “سده” جوړ یو برج ښکاري چې په ۱۸۹۵م کې فریډریک سینټ جان ګور واخیستو.