ايسپ

هغه هوښيار کارغه چې د اوبو څښلو لپاره يې په منگي کې کاڼي واچول، هغه موږک چې په جال کې بند زمري مرسته وکړه، هغه سپې چې په اوبو کې يې بل سپي پسې وغپل اود خپلې خلې هډوکې ترې پريوتو: داسې بې شميره د ځناورو کيسې دي چې يو به پکې تاسواوريدلي يا ولوستي وي. د خناورو دې کيسو ته په انگريزي کې ” فيبل” واي.
د پند او د نصيحت لپاره دا کيسې د ايسپ نومي کس له خوا ويل شوي دي. چالاکه گيدړه، د ښکاري او گگوشتکې او د ميږي کيسه کوونکې په ۶۰۰ ق م کې د يونان د ” ساموس” نومې ټاپو کې د چا مريئې و. څرگنده نه ده چې دې په ريښتيا واو که نا. خو د ارسطو او د هيروډوټس په شان ليکوالانو هم دده نوم ياد کړې دې. واي چې دې د ايتهوپيا يو تور پوستې و، ممکن بدرنگ او په ملا کې کوږ و. دده ليک ولوست نه و زده خوهرچا ته به په دليل يوه خبره کوله نو يوه کيسه به يې هم وروسره غوټه کړه.
ورو ورو خلکو دده کيسې يو بل ته کولې اودوه نيم سوه کاله وروستو د ” فليرون ديميتريوس” نومې کس دا بې شميره کيسې راټولې اود په ليکلي بڼه يې ايسپ ته منسوب کړې.
ددې کيسو يوه برخه ” فيډريوس” نومي شاعر د يوناني نه لاطينې ته په منظوم شکل وژباړل. د ايسپ د اوسنيو کيسو ليکوال هم هغه فيډريوس” دې. د ايسپ نوم د سياسي هدف لپاره هم کارول شوې دې. داسې وخت چې د يو ظالم واکمن پر ضد خبره کول خطرناک گڼل کيده نو خلکو به د ايسپ کيسه د بيلگي په توگه يو بل ته کوله. اوس هم کله کله انساني حرص، بې عقلي، کينه، اوريښتوني ملگرتيا په دې کيسوپه نښه کيږي.
صفيه حليم

د خپريدو نيته
۱۱ مارچ ۲۰۱۳ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *