غوری یشم


د بارکزو یو پخواني کور کې مې د زینتي توکو سره خړ بخن شین لګن (ترامه) هم اولیدو. د کوربه خانداني روایت دا و چې زهر ژن خواړه (اینګولي) که په دغه “غوری یشم” کې يې واچول نو هغه به وچاودیدو.
د اصفهان په میوزیم کې مې د شنې تیږې وړې کاسې او چینک لیدلي وو چې د ” سنګ یشم” څخه جوړ وو. یشم په انګریزي کې “جېډ” نومېږي. په چین کې دغه تیږه ډېره مبارک ګڼلی شي او خلک يې د روغ صحت او کامیابۍ لپاره په ګوتمۍ یا غاړه کې ګرځوي.
پخوا به باچاهان تل په دې اندیښنه وو چې دشمنان به ورته په ډوډۍ کۍ زهر ورګډ کړي. خو زما پرې باور نه و. زهر (پوایزن) دریو سرچینو نه اخیستل کېږي. زرعي یعني له بوټو او ونو څخه. حیواني لکه مار، لړم وغیره. کیمیاوي او معدني چې په ۲۰ پېړۍ کې کشف شول.
په لرغونې نړۍ کې تر ټولو پخوانی او اغیزمن ذهر “سنکهیا” یا “آرسینک” و. د دې ذکر د هر ملک په تاریخ کې موجود دی. د باچاهۍ پر تخت ناست یو اوږې انسان په دسترخوان دغه ویرې سره کېني چې هسې نا په ډوډۍ کې ذهر وي. تر څو د ده ملازم ډوډۍ خوري او دی ورته ګوري، هر څه یخ پخ وي. د دوی په پخلنځي کې هم په سوونو خلک کار کوي او دا اسانه وي چې څوک د هغه په تیارې ډوډۍ یا په شرابو کې ذهر ورګډ کړي.
په اروپای دربارونو کې به دومره احتیاط کیدو چې د باچا د لاس پاکولو رومال (دستمال) هم یو کس لومړی په خپل خله وهلو چې ممکن په زهرژنو اوبو کې وینځل شوی وي. که د ملازم مخ او په خله به يې څه خارښت یا تڼاکی نه جوړولی نو بیا به باچا ورباندې لاس او مخ پاکاو. د باچا د حمام اوبه به هم لومړی یو ملازم په خپلو لاسونو واړول. که د ده لاس خارښت یا سوځیدلو الامه نه لرله او یا د پوټکي يې و نه چودیدو نو بیا به باچا کاروو. په خواړو یا څښاک کې د زهر لومړي اغیز د خیټې درد، کانګې او نس ناستي وي.
په ۱۱۹۸م کې یو یهودي طبیب میمونایډس، د خپل بادار، سلطان صلاح الدین ایوبي په امر یوه پاڼه کې د زهرو نه د ځان ژغورلو څو مشورې ولیکلې. په دې کې وایی چې د ګډ وډ کیفیت خواړه لکه شوروا، اینګولی، یاهغه چې د ډېرو مسالو خوشبوی لري، ترې ډډه پکار ده ځکه دا د ذهرو خوند پټولی شي. ترش، خواږه او هغه خوراک چې پیاز او اوږه لري، یواځې باوري کس د لاس نه خوړل پکار دی. دی د شرابو په اړه خاص تاکید کوي ځکه په هغې کې د زهرو خوند او رنګ په اسانه پټ شي.
په ۱۶ پېړۍ کې مغل بابر پخپلو یادښتونو کې وایی چې د ابراهیم لودي مور ورته د یو ملازم په لاس د ذهر ورکولو کوشش وکړو. دغه ډوډۍ یو سپي ته يې ورکړه چې وروسته مړ شو. په مغل دربار کې د “چاشني ګیر” عهده دار به د باچا د قاب ډوډۍ څکله. که هغه سمدلاسه ناروغه نه شو نو باچا به ډوډۍ وخوړه. د روس جوزف سټالن په پخلنځي کې یو کس به د هغه ډوډۍ څکله. دی “ساشا ایګناتاشیویلي” نومیدو خو خلکو ورته “سویه” یا خرګوش ویل. د عراق صدام حسین د خپل آشپز اولادونه یرغمل ساتلي وو چې ده ته په ډوډۍ کې ذهر ورګډ نه کړي. د برطانوي ملکې ډوډۍ هم لومړی یو کس وڅکله نو بیا به هغې خوړله. د روس صدر پوټین په اړه وایی چې د ده ډوډۍ لومړی یو ملازم خوري او بیا ده ته ورکوي.
د بارکزو سره موجود شین لګن د عام ګچ (خټو) جوړ، په تنور کې پخ شوی او د پاسه پرې رنګ (جلا) وهل شوی و. د دې په بیخ کې د کارخانې یا د کولال نښه پینځه خالونه وو. کوربه راته وویل چې دا نښه د زهرو د شناخت لپاره وه. څنګه؟ زما د دې پوښتنې ورسره جواب نه و.
په اصل کې هغه کاسه کې د ذهرو معلومولو خاصیت نه و. بلکه دا لوښی به د ملازم (چاشني ګیر) لپاره و. د باچا پخه ډوډۍ به يې دغه لوښي کې وویستله. بیا یو یا دوو کسانو به دا ژر ژر وخوړه او درباریان به په انتظار شو. که په دوی يې څه منفي اغیز ونکړو نو بیا به باچا او نورو مصاحبانو ډوډۍ خلې ته اچوله. په مړه ګېډه او بې له خوف او ویرې ډوډۍ خوړل د تخت و تاج بیه وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.