د میکناټن مقبره


په ۱۸۴۱م د دسمبر په ۲۳ د کابل په جنوبي غونډۍ د انګریز استاځي ” ویلیم میکناټن” قتل د برطانوي سلطنت لپاره لوی ګوزار و.
د میکناټن پلار د شمالي آیرلینډ اوسیدونکی او په مدراس کې مشر قاضي و. ویلیم په انګلستان کې د سبق څخه وروسته ۱۸۰۹م کې د ایسټ انډیا کمپنۍ پوځ کې افسر په توګه هند ته لاړو. لس کاله وروسته دی د بنګال د ملکي (انتظامي) خدمتونو ته يې واخیستو. ده څو ژبې زده کړې وې او د قانوني معاملو په اړه يې څو کتابونه هم ولیکل. په ۱۸۳۳م کې ده په کلکتې کې د سیاسي او جاسوسي شعبې د مشر، ویلیم بینټینک سره کار کاو. په ۱۸۳۷م کې دی د هند نوي ګورنر جنرل لارډ آکلینډ په باوري مشیرانو کې شامل شو. تر ۱۸۳۹م هم لاهور د ایسټ انډیا کمپنۍ له کنټرول بهر او تر پیښور د سیکانو تکړه پوځ پروت و.
کله چې لارډ بینټینک خبر شو چې میکناټن خپل حکومت ته افغانستان ته د پوځ وړلو مشوره ورکوله نو وې ویل ” د داسې کم عقل کار توقع مې ترې نه لرله.” ګورنر جنرل د سیکانو سره د ملاتړ لوظنامه وکړه او ۱۸۳۹م کې لودیانه کې د افغانستان معزول باچا شاه شجاع يې د کابل پر تخت کینولو.
برطانوي پوځ د کابل نه علاوه، په جلال اباد، کندهار، غزني او بلخ کې خپلې چاوڼۍ جوړې کړې. په هند کې د انګریز پالیسي، “وې وېشه او پړ يې کړه.” کامیابه وه. میکناټن د استاځي په توګه، هم دغه تګ لاره په افغانستان کې پلي کړه خو دی د افغانانو په نیت نه پوهیدو.
شاه شجاع په دویم ځل په شاهي تخت ناست و او امیر دوست محمد د خپل ټبر د ۱۵۰ کسانو سره انګریز سره په هند کې یرغمل و. د ده زوی محمد اکبر خان له بخارا بیرته کابل ته لاړو او د نومبر په ۲۳ نومبر د نورو غازیانو سره یو ځای په کابل کې په برطانوي چاوڼۍ حمله وکړه. انګریز وارخطا شو او میکناټن، ځینو سردارانو ته لیکونه واستول او د مخالف ډلې سره یوه لوظنامه دستخط کړه چې برطانوي پوځ به په ۲۴ ساعتو کې له کابل ووځي. دوی د وتلو تیاري کوله چې میکناټن د محمد اکبر لیک تر لاسه کړو چې که دی د شاه شجاع وزیر وټاکل شي نو خبرو ته به ورسره کېني.
په چاوڼۍ کې جنرل ایلفنسټن په دغه لیک اندیښمن شو چې ممکن دا لومه وي. میکناټن ورته وویل، ” دا ټول ما ته پریږده. زه په دغو معاملو ستا نه زیات ښه پوهیږم.” د ده سره تلونکي پوځي افسر او د ده میرمن هم ورته خبرداری ورکړو چې ممکن افغانان ورسره دوکه وکړي. خو میکناټن وویل چې خیانت به وشي خو د بې عزتۍ له ژوند زر وار مرګ غوره دی.
د دسمبر په ۲۳ له چاوڼۍ میکناټن د څلورو افسرانو سره په یوې غونډۍ محمد اکبر خان سره ولیدل چې د څو نورو کسانو سره ورته په انتظار وو. میکناټن، میکنزي او ټریور ورسره کیناستل، لارنس په لاس کې طماچه نیولی، د مکناټن شا ته ولاړ و. اکبرخان، سلطان احمدخان او محمدشاه خان پر ټغر ناست او درې کسان د هغوی تر شا ولاړ وو. د دواړو غاړو اسونه څو ګامه لیرې د ساتونکو سره وو.
کپتان مکینزي وروسته دا بیان ورکړو. ” څلور کسان ( ویلیم میکناټن- کپتان ټریور- لارنس او زه ۱۲ بجې هغه سپیرې غونډۍ ته ورغلو چې زمونږ د چاوڼۍ نه وراخوا وو. هلته په واورو یوه قالینه غوړیدلی وه او سر ویلیم (میکناټن) د خانانو سره خبرو ته کیناستو. د عادي روغبړ نه وروسته اکبر خان ترې پوښتنه وکړه چې آیا تاسو د تیرې شپې وړاندیز عملي کولو ته تیار یئ؟ استاځي ورته وویل چې ” هو ولې نا.” ناڅاپه ما د محمد اکبرغږ واوریدو چې ” بګیر…بګیر…” یعني وې نیسئ. هغه سفیر د ګس لاس نه نیولی او په مخ يې یو شیطاني نفرت ښکاریدو. زما په خیال سلطان جان د سفیرښې لاس ونیولو او مخ په ښکته له غونډې روان شول. د میکناټن له خلې مې یواځې دا الفاظ تر غوږو شول چې ” ای برای خدا…” خو د ده مخ مې ولیدو چې ورباندې سخته حیراني او ویره ښکاریده.”
میکناټن او ټریور ووژل شول، زخمي میکنزي يې ونیولو او لارنس وتښتیدو. له غونډۍ ښکته، خلک د دوو انګریزانو په مړیو راټول شول. د چاوڼۍ له یوې څنډې د جنرل سیل میرمن ولیدل چې خلکو له یو اروپایی مړي جامې ویستلې. په بله ورځ د میکناټن سر پریکړی جسد په چارچته بازار کې ځوړند شو. ” د ده پریکړې لاسونه پښې خلکو د ښار په بازارونو کې لکه د انعام ګرځول.” د دواړو کونډې په چاوڼۍ کې وې او هغوی ته دا بد خبر میرمن سیل ورکړو.
برطانوي پوځ د ۱۸۴۲م جنوري کې له کابل څخه جلال اباد ته روان شو او زیات يې د یخ او ولوږې د لاسه په لاره مړه شول. د میکناټن کونډه د ۱۲۰ نورو یرغمل کسانو سره لومړی لغمان او بیا بامیانو ته یوړل شول.
میرمن سیل پخپلو یادښتونو کې وایی چې زمونږ استاځی ( میکناټن) دوه مخې و خو د هغه اشتباه دا وه چې د خپلو دوکه باز وطندارانو په شان اکبرخان يې یو دیانت دار او ریښتونی کس وګڼلو.
د اګست په میاشت کې د انګریز پوځ بدل اخیستو لپاره کابل کې چار چته بازار وسیزلو. د میکناټن کونډې په خپلو هلو ځلو د خپل مېړه جسد پیدا کړو. دا په یوې کندې کې پروت و او چا پرې خاورې اړولې وې. د هغې په خواست دا هډونه يې په درناوي یو تابوت کې هندوستان ته یوړل. بیا د کلکتې په جنوبي پارک کې يې خښ کړو. هلته په اپریل ۱۸۴۳م کې ورباندې د مرمرو یوناني ډول مقبره جوړه شوه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.