حبیبي


په ۱۹۲۵م کې د کندهار په “شالمار” ښوونځي کې له سبق فارغ شوی یو ۱۵ کلن ځوان عبد الحۍ دومره لایق و چې هم هلته معلم شو. د عبد الحق اخونزاده دا زوی په ۱۲۸۹ ش ( ۱۹۱۰م ) کې د کندهار د بامیزو په کوڅه کې زیږېدلی و. د علم برخه ورته د غور نیکه د کاکړو حبیب الله اخونزاده څخه پاتې وه چې محقق کندهاري په لقب مشهور او د عربي- فارسي د ۳۰ کتابونو لیکوال و. د عبد الحۍ نیکه عبد الرحیم د سیاسي مخالفت له کبله امیرعبد الرحمن په خپل لاس وژلی و.
عبد الحۍ د پلار په کتابونو کې “سراج الاخبار افغانیه” او د محمود طرزي لیکنې لوستلې. لومړۍ زدکړې يې دینې وې او معلم يې مولوي ابوالوفا کندهاري وروسته د هند دکن په نظامیه مدرسه کې استاد شو. د تدریس نه علاوه، دغه ځوان د ” طلوع افغان” مجلې مرستیال هم و او په ۱۹۳۱م کې يې مدیر شو. ده ځان ته ” حبیبي” لقب غوره کړو او پوره نهه کاله يې دغه مجلې کې خبرونه، کیسې، شعر، ناول او ډرامې لیکلې. په پښتو او دري کې د شعر کتابونه، “ملي پسرلی، پیغام شهید، غزنی، درد دل، پیام عصراو خلیلي نامه نومېږي. ده د تاریخ لومړی کتاب د حمید کشمیري ” اکبر نامه” په ۱۹۳۰م کې د توضیحات او پیژندنې سره ولیکلو خو ناچاپ پاتې و.
د مورخ نه علاوه حبیبي ژب پوهه هم و او د استادانو لپاره د پښتو درسي موادو د خپرولو په یو کمیټه کې شامل و چې په ۱۹۳۳م کې يې “د پښتو معلم” رهنما چاپ کړو. د پښتو لغات، محاوره او متل د کارونې اصول و لیکل. په ۱۹۳۵م کې هغه د پښتو ادبیاتو تاریخ لیکل پېل کړو. دوه کاله وروسته د خوشال خټک د شعر ټولګه ( شاو خوا ۱۰۰۰ پاڼې) د دې پیژندنې او یو تنقیدي مضمون سره خپور کړو. د خوشال زوی عبد القادر خټک دیوان يې هم چاپ کړو. په ۱۹۴۰م کې د ” پښتو ژبې د میتود تاریخ” او د احمد شاه ابدالي دیوان، د پښتو د ۱۰۰ پخوانیو شاعرانو تذکره يې چاپ کړل. د هلمند په یو جومات کې د سلیمان ماکو ” تذکره اولیاء” خطي نسخه يې کشف کړه، د پښتو ادبیاتو تاریخ، د تصوف په اړه مقالې او یو کتاب يې ولیکلو. په ۱۹۳۹م کې يې د لال محمد کاکړ سره په ګډه پښتو قاموس ( سوچه پښتو) چې ۱۰ زره الفاظ پکې راټول وو، د پښتو ګرامر او الفاظ په اړه کتابونه خپاره شول. تر ۱۹۴۱م دی د پښتو ټولنې رئیس او د خپرونو د څانګې مرستیال و. په ۱۹۴۴م کې دی د معارف وزارت مشاور او کابل پوهنتون کې د ادبیاتو د نوي پوهنځی لومړي مشر شو او هم هغه کال پټه خزانه د فارسي ترجمې سره يې چاپ کړه. اروپای مستشرقین لکه راورټي، نیل میکنزي او نورو د ده له لیکنو ځان ته مضامین لیکل او ورسره خط و کتابت يې کاو.
په ۱۹۴۸م کې دی کندهار د شورا غړی انتخاب شو او هلته د پوهنې رئیس او په چمن کې د افغان سوداګرۍ د خونې وکیل و. دی د ” ویښ ځلمیان” نومې یو غورځنګ سره هم مله و چې په خپل هیواد کې يې جمهوریت غوښتلو. حبیبي په پارلیمان کې یو ځل د وزیراعظم سردار شاه محمود خان (د ظاهر شاه تره) سره بحث کې توندې خبرې وکړې. شاه محمود د نظر اختلاف نشو زغملی او حبیبي ته د مرګ ګواښونه پېل شول. د ویښو ځلمیانو ډېر غړي د تورو تمبو شا ته يې وغورځول نو حبیبي په ۱۹۵۰م کې د خپلې کډې سره د کندهار څخه کوټې ته لاړو.
په دې جرم، حبیبي د پارلیمان له غړیتوب يې وویستلو او د افغانستان پاسپورټ ( شهریت یا طابعیت) يې هم ورته فسخ کړو. په پاکستان کې د پښتو نامتو شاعر اجمل خټک، حکومت له خوا ورسره سکرتر و او یو ځای وایی، ” فکر وکړئ د افغانستان له حکمرانانو نه خفه راغلی و، د پاکستان حکمرانانو ورته د سرو او سپینو فرشونه جوړول. د ده په ویاړ يې جشن جوړ کړ. لیکن تاریخ ګواه دی، د پیښور مدد خان جومات ګواه دی چی حکومت زور وکړ چی د ده په خله یو لفظ د افغانستان خلاف وباسي. ده د افغانستان پر ضد یو لفظ هم د خولې نه و نه ویست.” په پیښور کې استاد حبیبي د افغان ولس د حقوقو او د جمهوري نظام جوړولو لپاره د ”آزاد افغانستان“ یوه اونيزه مجله خپروله. د افغانستان شاهي ټبر د پوهیولو لپاره يې په دري کې ” تاریخچه بیداري سیاسي در افغانستان” مضمون هم هغه وخت ولیکلو. د پښتونخوا په لر و بر کې وګرځیدو، په کوټه، پیښور او بنو کې يې لیکوالان او څېړونکي ملګري شول.
حبیبي د پښتنو د یو والي خبره هم کوله چې د پاکستان حکومت پرې اندیښمن او دی يې په ۱۹۵۵م کې په خپل کور کې نظر بند کړو. له ۱۹۵۵م تر ۵۹ م هغه په ” سروش” مجلې کې د افغانستان د تاریخ په اړه دري مضامین لیکل. د پاکستان حکومت د پنجاب ” ساهیوال” ته واستاو چې له پښتنو بېل پاتې شي. هلته په ۱۹۵۸م کې جنرل ایوب خان مارشل لا سره په خپرونو بندیز ولګیدو. خو په افغانستان کې شاهي حکومت د مشروطیت په لوري ګام واخیستو او په ۱۹۶۰ م کې حبیبي ته عفه اعلان شوه. ده ته يې د کراچۍ په کونسلګرۍ کې د کلتوري اتاشی” دنده ورکړه. په ۱۹۶۱م کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ ډپلوماټیکې اړیکې وشلیدې. په کراچي کې د استاد حبیبي نه علاوه د کونسلګرۍ ټولو غړو ته د وتلو امر وشو. هاشم میوند وال چې هغه وخت په پاکستان کې د افغانستان سفیر و، خپل حکومت ته وویل چې په کابل کې د پاکستان کلتوري اتاشی، د صدر ایوب خان ورور ایسار کړی. اخر په ۱۹۶۱م کې حبیبي خپل وطن ته د تلو جوګه شو.
په ۱۹۶۵م کې هاشم میوند وال وزیراعظم او خپل سیاسي ګوند “مساوات” يې جوړ کړو چې حبیبي هم د دې غړی و. خو د مساوات تګ لاره يې خوښه وه او ترینه بېل شو. هغه د اویستا ژبه، سانسکرت، پهلوي او پخوانۍ فارسي سره ځان اشنا کړو. په ۱۹۶۶م کې دی د افغانستان د تاریخ ټولنې مشر او ” آریانه” مجلې مدیر و. د “سرخ کوتل” د ډبر لیک ژبه يې د دري مور وبلله چې د پښتو او دري دواړو توري لري. د پښتو ټولنې په یو سیمینار کې حبیبي په مرکزي ایشیا کې د پښتو ژبې په اړه وویل چې دا د هندي او ایراني ژبو څخه نه ده راوتلې بلکه د دواړو ژبو تر منځ لکه د تار په شان ده او دواړه يې نښلولي دي.
تر ۱۹۷۱م حبیبي په هڅو پخواني کتابونه بیرته چاپیدل او د شرح لپاره هغه نورې سرچینې پلټلې. ” د افغانستان لنډ تاریخ” کتاب لپاره ۲۴۰ معتبرو تاریخي اسنادو څخه يې معلومات راټول کړل. په ۱۹۷۳م استاد حبیبي د وزیراعظم موسا شفیق کلتوري مشاور و خو هغه کال داود خان د کودتا څخه وروسته له سیاست ګوښه شو. څلور کاله نور د کابل پوهنتون استاد په توګه يې کار کاو. ” طبقات ناصري” د پښتو نومورکي لیکوالان، په ملتان کې د لودیانو ټبر. د غزني لویکان او د افغانستان د شاهي کورنۍ د سقوط په اړه کتابونه د ده مهم کارونه وو. د افغانستان پیښ لیک د ده په زیار او هڅو چاپیده چې تر ۱۹۸۰ م خپریدل.
په ۱۹۷۸م کې د “خلق” ګوند په کودتا حبیبي خواشینې و او سیاسي مشرانو هڅه وکړه چې دی هم ورسره مله شي خو هغه د دوی په کمیونسټ مفکوره خوشاله نه و. په یوه غونډه کې يې په دوی اعتراض وکړو نو د حکومت د سترګو ازغی وګرځیدو. ډېر روشن فکران او لوستي خلک پاکستان او ایران ته ووتل. روس پلوي حکومتونو د ده له ښه نوم ګټه اخیستو لپاره ورته د اطلاعاتو او کلتور مشاور دنده وسپارله. په فارسي کې د ده علم بې څارې و او د ۸۰م کلونو کې ایران ته په یو علمي سفر لاړو. د هغه ځای حکومت د ده علمیت ته په درناوۍ ورته بلنه ورکړه چې هم هلته پاتې شي. ده ته يې د هر ډول امتیاز او مادي وسایلو پیشکش وکړو چې د ایران په تاریخ او ادبیاتو علمي څېړنې وکړي. دا هغه وخت و چې له افغانستان ټول لوستي خلک په وتلو وو خو حبیبي انکار وکړو چې زه په خپل هیواد افغانستان څېړنې کووم. د حبیبي په اړه مشهور و چې په دفتر کې د څه کار لپاره ملازم ته ذنګ نه وهلو بلکه پخپله به ورته لاړو. ده د ۵۰ کالو په عمر کې د زړه مرض ( رګونو بندیدل) علاج کړی او ښه شوی و. بیا ۲۰ کالو کې په شکرې ( ذیابیطس) اخته شو. خو د ده حافظه ښه وه او لیکنې يې جاري وې. ډاکټر له ډېر کاره منع کړې او د ده توان په ختمیدو و. علاج ته يې اړتیا وه خو د ببرک کارمل حکومت ورته اجازه نه ورکوله چې بل ملک ته لاړ شي. دوی په ویره وو چې حبیبي د دوی له ګروت ووتلو ” نو بیا به ټوله دنیا راته سره تبۍ کړي.” استاد خالق رشید به د ده لیدو ته ورتلو او یو ځل يې ورته وویل،
” که ما غوښتي چي دا وطن پریږدم ډیره سخته خبره نه وه ، دا زما لپاره د سهار او ماښام خبره وه،…. ډیرنورهم دلته وو چی لاړل، او نومونه یی هم لاړل… پردی وطن د میړو قدرکموینه …” یوه ځوان ورته ویلي ووـ د وطن ټولې دروازې ستا پر مخ پرانیستی دي، یوازې امروکړه او ووایه چی له وطنه ځم، ماښام ته دې ترلوی خیبر، اړولی شم.
حبیبي د یوې شیبي لپاره هم له افغانستان نه د وتلو هڅه ونکړه. ویل به يې ” زه له وطنه د تښتي سړی نه یم، پرما پسې د تیښتې بې ننګه خبرې مه کوئ، زه مې خپل یوعادي کتاب هم ستاسې پرټول لاسپوڅي حکومت باندې نه درکوم.”
له دې خبرې دری ورځې وروسته په ۱۳۶۳ ش ( د می نهمه ۱۹۸۴م ) استاد حبیبي د کابل په ” جمال مېنه” کې حق ته ورسیدو.
د ده لپاره د ” علامه” لقب په لومړي ځل یوې میرمن “پوهنمل رحیمه” په کابل پوهنتون کې د خپل مونوګراف کې وکاروو او د روس پلوي استادانو د اعتراض باوجود يې دفاع هم وکړه. اوس هم ځینې خلک اعتراض کوي چې عبد الحۍ حبیبي ” علامه” نه و. پوښتنه دا ده چې یو کس د خپل ژوند ۶۰ کاله یواځې لیک لوست کری وي، د خپلې مورنۍ ژبې نه علاوه، په فارسي، عربي، انګريزي او په اردو ژبو مسلط وي، د کتابونو شمیره يې ۱۳۲ او د مقالو شمیره يې ۸۰۰ او د شاګردانو شمیره يې سوونو کې وي، په هند او پاکستان، یورپ، امریکا او عربي نړۍ کې د ده کتابونه او مقالې د څېړونکو سرچینې وي، نو هغه به په کوم لقب یادوئ؟

سرچینې
۱.علامه حبیبي او د هغه تاریخي آثار. پوهنمله رحیمه. په هند کې د افغانستان د اسلامي مملکت لوی سفارت د فرهنګي اړیکو څانګه. ۱۳۷۸ش (۱۹۹۱م)
۲. د حبیبي د ژوند معلومات. شفاهي. ۲۰۲۲م
۳. رنځوره موسکا. د لوی استاد علامه حبیبي په مړینه. پروفیسر عبد الخالق رشید. د ثور ۲۲. ۱۳۶۳ش. کابل. ( تاند ویبپاڼه)

Leave a Reply

Your email address will not be published.