د تصوف په لاره


د ابدال قبیله په شالدره کې، د حضرت محمد(ص) خرقه شریف د جام په یو کلي “کوسو” کې، د ” اسرارالافغان” ۴۰۰ کاله پخوانۍ د افغانستان جغرافیه او تاریخ ښایی .
دا کتاب د ۱۶ پېړۍ په پای کې حسین خان بن صابر لیکل پېل کړ چې د شیخ قاسم غوریه خیل د ۷ کالو سفر پکې مهم ځای لري. شیخ قاسم په پيښور کې د “بوډنۍ” کلي اوسیدونکی صوفي و. په ۱۵۷۵م کې هغه د ۲۷ کالو په عمر ۴ نورو ملګرو سره شا و خوا ۷ کاله په سفر کې يې واړول.
دوی له پیښور، جلال اباد، نیمله او بیا سفید سنګ ته لاړل. له سرخرود، جګدلک، کابل، نجراب، پرمان( اوس پروان) آهنګران نه تیر شول. د غوربند په لاره خینجان او غوري (اوس دهانه غوري) څخه مزارشریف ته ورغلل. د خواجه محمد پارسا له زیارت وروسته، شبرغان ته ورسیدل. هلته یو صوفي خواجه اسمعیل يې کوربه و. ده له وړاندې سفر څخه منع کړل ځکه واورې وریدې. بیا حلماء (خلم) کې شیخ صوفي نظرسره چې د خپل وخت له مشایخو څخه و، یوه میاشت پاتې وو. شیخ قاسم هلته خبر شو چې د “جکنور” په یوغار کې څو درویشان اوسېږي. ده څو ورځې هغوی سره په غاړ کې عبادت کاو. له دغه ځای، د یوې ورځې په مزل د “خواجه التی” مزار ته لاړل او یوه شپه يې هلته وکړه.
بیا د بلخ یوې قافلې سره د مرغاب درې نه وراخوا ترکمانستان په لار”هریو” ( هرات) ته ورسیدل. د خواجه عبد الله انصاري او نورو مشایخو زیارتونو څخه وروسته، د رافضیان ( شیعه) ډلو د حملې له ویرې، “کورناوه” کې يې شپه وکړه.
بیا د هرات په “غنجور” کلي کې د رئیس خواجه علاوالدین سره يې څو ورځې واړولې. هغه ورته د پخو انګورو یو باغ هدیه کړه چې درویشانو به پکې ښه انګور خوړل. هلته د نورو کلیو څخه خلکو ورته نذرانې راړل او د کلي یو کس خواجه علي د سیند پر غاړه ورته ډوډۍ وکړه. بیا “زیارت رباط” ته لاړل. هلته په یو کلي کې د “سنګ خور” سړی اوسیدو چې کاڼي به يې خوړل او شیخ قاسم ورسره ولیدل. بیا په “صبور” کلي کې د ” شیخ زنده پیر” نمسی خواجه عبد الحق سره يې وخت تیر کړو. په “کورناوه” کې پیرسید سلیمان سره يې ملاقات وکړو او څه موده ورسره پاتې وو.
د حضور پاک د “خرقې” زیارت لپاره “جام” ته لاړل. هلته یو کور کې میشت شول نو یو رافض (شیعه) راغلو او د دوی مخ ته کیناستو. په ټولو صحابه او خادمانو يې ” سب” وویل ( دا یو ډول بد رد او ملامتي وي) شیخ قاسم ورته څه غبرګون ښکاره نکړو خو هغه سړی د شپې ناروغه او وروسته ډېرپه تکلیف مړشو.
د جام څخه دوی د “خاف” کاریز او بیا مشهد ته ورسیدل. د امام علي موسا روضه يې ولیده خو د شیعه حملې د ګواښ له کبله، دوی بیرته غزني ته د تلو اراده پریښوده او د ازبکانو یوې قافلې سره “باغوه” ته لاړل. هلته ازبک باچا “هجم خان” لښکر کشي کړې وه نو دوی د هغه یو امیر “ولی بیګ ترک” د وسله وال دستې سره “ارغجه” جزیرې ته روان شول. په لاره يې سخته ولوږه تیروله او د تندې د ماتولو لپاره يې په خله کې یخ کاڼي ایښودل.
د ارغجه څخه په یوې کشتۍ کې ” خرس خانه” ته لاړل او هلته نه يې د کیسپین سمندر بندرګاه ” ګیلان” لپاره بېړۍ واخیسته. له هغه ځای دوی “اردبیل” ته روان وو چې د شیعه ګانو یوه ډله ورباندې راغله. یو کس خپله توره وویستله او شیخ قاسم ګریوان ته يې لاس واچاو چې د ابوبکر صدیق مذمت وکړه. هغه ته و ګواښیدو چې که دا کار دې ونکړو نو وژنم دې ځکه ستا په قتل راته ثواب رسېږي. شیخ قاسم ورته وویل چې ځان ته تکلیف مه ورکوه. که ته زما ۷۰ ټوټې کړې او په ۷۰ لارو يې وغورځوې نو زما یو ویښته هم د جماعت سنت نه مخ نه اړوي. په دغه جواب، د شیعه ډلې یو کس لږ نرم شو او دوی يې له هغه ځایه لیرې کړل بلکه نورو ملو ته يې هم ویل چې په دوی غرض مه لرئ.
د اردبیل څخه د شیخ قاسم ډله تبریز او کردستان ته ورسیده. هلته یوه وبا خپره وه او څو ورځې وروسته د ده دوه ملګري دیوانه شمس او خادم سید خان پرله پسې مړه شول. دوی يې هلته خښ کړل خو په بل کلي کې شیخ اسمعیل ګګیاڼی او بیا وړاندې په ” امیدیه” کې مولانا سلیمان هم وفات شو.
شیخ قاسم د پاتې ملګرو سره زنجره-نصیبی او کوجه سرور په لاره “شهرعرفه” ته ورسیدو. دا د نمرود ښار و چې هلته حضرت ابراهیم علیه السلام يې اور ته اچولی و.
له هغه ځایه دوی د سوریا ( شام) “حلب” او بیا حمه (حمس) ته لاړل. هلته د حضرت سید حسین شامي په خانقاه کې يې ورسره بیعت وکړو او د خادمانو په شان به يې د هغه کارونه کول. بیا مکې ته لاړل او له حج وروسته مدینې او په فلسطین کې يې زیارتونه وکړل. د بعلبک او “هرمز” څخه بغداد ته ورسیدل. د شیخ عبد القادر ګیلاني او د سیمې نورو زیارتونو څخه وروسته شیخ قاسم په بېړۍ کې د مکران (بلوچستان) په بندرښکته شو. د بلوچستان په لاره د پښتنو قامونو سره پاتې کیدو. بړېڅ، بابي او ترین قامونو ورته درناوی کاو او ډېر خلک د ده مریدان شول. ارغسان کې د ابدال قبیلې خلکو د شیخ قاسم هرکلی وکړو او هلته ملک ښادی خان ابدال خپل کور ته بوتلو. په شیخانو مرغزار (مرغه) کې دی د غلجو سره پاتې شو. بیا چشمه خواجه حسین او د ملک عمر کلي ته لاړو. سرواني او شیراني قام خلکو ورته میلمستیاوې وکړې او دی د سلیمان غر په درو شوازتانک (ټانک) او بنو ته لاړو. هلته د خټک قام سره وخت تیرولو وروسته، شیخ قاسم د کوهاټ په لار په ۱۵۸۱م کې بیرته پیښور ته ورسیدو.
د شیخ قاسم د مریدانو مخ په زیاتیدو شمیره او په پښتنو کې د هغه شهرت له کبله اکبرباچا ته د خطر احساس وشو. دی يې لاهور کې د ابوالفضل په کور کې نظر بند کړو. دوه کاله وروسته په ښار کې د ګرځیدو اجازه يې ورله ورکړه خو لاهور نه بهر به نشو وتلی.
هغه وخت د لاهور نه څو میله لیرې “سوري” نومي ځای کې افغانان اوسیدل. د حضرت شیخ خضر زوی شیخ حسن چې د وخت په اولیاو کې و، د کاروبار لپاره به سوري ته تلو. شیخ قاسم په لاهور کې یوه خانقاه جوړه کړه او هلته خلک پرې راټول شول. د اکبر له مړینې وروسته جهانګیر د افغانانو د بغاوت له ویرې شیخ قاسم د اترپردیش په چونار کلا کې بند کړو.
سرچینه
اسرارالافغانه- المعروف اسرارالافغان. ۱۶۰۴م. حسین خان افغان. اردو ژباړه او څېړنه. سعود الحسن روهیله. افغان ریسرچ سنټر. لاهور. ۲۰۱۶م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *