پټه خزانه


د ۱۹۳۵م په پېل، د افغانستان نامتو مورخ او څېړونکی، علامه عبدالحی حبیبي د هند په سفر، د کوټې په بازار کې د پښین یو شاعرعبدالعلي اخونزاده سره ولیدل چې هلته يې د طبابت دکان و. حبیبي لیکي، ” زه د کندهار د طلوع افغان مدير وم او زما اخبار به علامه عبدالعلي ته استول کېدی. ده چي زه وپېژندلم، په ډېره مينه یې پرتندي مچ کړم او ما د ده سره لومړی پلا وکتل او د زړه خواله مو سره وکړه.”
بیا څلور کاله وروسته، عبدالعلي اخونزاده حبیبي صیب ته پيغام واستاو، ” چي ده د پښتو يوه قديمه نسخه موندلې ده او که د هغې د چاپولو امکان د قندهار په مطبعه کي وي، نو به یې دی را واستوي.”
خو حبیبي صیب دومره مصروف و چې ۷ کاله نور هم پرې واوړیدل او اخر په ۱۳۲۲ش په سپرلي کې دی د پښتو ټولنې د مشر په توګه، کوټې ته لاړو، اخونزاده څخه يې هغه زوړ کتاب واخیستو نو هغه ورته وویل چې، ” ګران کتاب دی، حواشي او توضيحات غواړي، بايد داسي چاپ شي، چي هر څوک په وپوهېدلای يي.”
حبیبي د خپلو ورځنۍ کارونو سره سره دا کتاب ولوستلو او د مانا، وضاحت، لمن لیکونو او فارسي ژباړې سره په ۱۳۲۳ ه کې د پښتو ټولنې له خوا د “پټه خزانه” په نوم چاپ کړو. د حبیبي صیب وېنا وه چې اخونزاده د خاصو مصلحتونو له کبله په کتاب خپل نوم نه غوښتو او دی پخپله هم په سبب نه پوهیدو.
د کتاب تاریخچه داسې وه چې په کندهار کې د هوتک ټبر وروستی حاکم شاه حسین په ۱۷۲۵م کې په ګدۍ کیناستو. دی د پښتو شاعر او خپل کتابتون يې لرلو. تر ۱۳ کاله واکمن او دربار ته به يې لیکوالان او شاعران راتلل. ښایي محمد بن داود هوتک هغه وخت کاتب یا د کتابتون مدیر و. هوتک باچاهان لوستي خلک وو او د دې امکان شته چې شاه حسین د پخوانیو شاعرانو د تذکرې ( کیټلاګ) فرمایش کړی وي. د اصفهان او ډېلي دربارونو نه لوستي خلک کندهار ته هم تلل راتلل.
په پټه خزانه کې د ۱۰۰ هجري ( ۷۲۲م) نه واخلې تر ۱۱۰۰ هجري( ۱۷۲۲م) پښتو شاعرانو ذکر او د دوی د شعر بیلګې راټولې وې. ادبي نړۍ ورته لیواله شوه، ناقدینو کتاب ولوستلو، تبصرې او لیکنې پرې وشوې.
د یو پخواني متن د اصلیت معلومولو څو لارې دي. یوه دا چې د ژبې څو ټکي په نښه کېږي او د هغه وخت مروجې ژبې سره يې په تله کې ږدي. دویمه، په متن کې تاریخي پیښو ته پام کېږي چې پکې د ځایونو او باچاهانو نومونه یاد شوی وي. دریمه د مسودې کاغذ او د هغې رنګ په کیمیاوي موادو (کاربن ډیټنګ) کتلې شي چې دا پخواني دي او که نوي. خو پټه خزانه د اصل نسخې یوه کاپي ده چې کاتب په پای کې په ۱۲۶۵هجري د ربیع الاول لسمه نېټه لیکي. په میلادي کال دا ۱۸۴۹ او د فروری دریمه د خالي (شنبې) ورځ کېږي. له هغې کاپي شوې نسخې هم “عکسي کاپي” پاتې ده. مانا دا چې د کتاب اصل متن موجود نه دی. نه په کابل آرشیف کې او نه یورپ کې.
په پټه خزانه د یورپ مستشرقینو هم ولیده او په ۱۹۴۸م کې د ناروې مارګنسټرن کابل ته لاړو. هلته څه موده په مطالعه او څېړنو بوخت و. حبیبي ترې د پټې خزانې په اړه نظر وغوښتو نو ده ورته وویل چې زه په پښتو دومره نه پوهیږم چې په ادبیاتو څه ووایم. ځینو انګریز څېړونکو د ۸ او ۹ پېړۍ د شعر په اړه خپل شک څرګند کړو چې دا ډېر نوی ښکاري.
د ۱۹۸۰م په لسیزه کې د هرات یو فارسي ژبې لیکوال او څېړونکي ” نجیب مایل دا جعل وګڼله. په ۱۹۸۸م کې د پښتو شاعر او څېړونکی قلندرخان مومند، ” یوه وړه رساله “پټه خزانه فی المیزان”کې په تاریخي حوالو دا نسخه جعل وبلله. ” په ۱۶ د جمادي الثاني سنه وه ( ۱۱۴۲) هجري” جمعه نا بلکه د ګل (دوشنبې) ورځ وه. خو د قلندر مومند دا نېټه له کومه ځایه واخیسته؟ د پټې خزانې په پای کې لیکلي دي چې ” “کتاب تمام شد د جمعی ۲۴ شوال المکرم ۱۱۴۲هجری پقندهارکښ”، د ګوګل درې مختلفو جنتریانو (کلینډر) کې دا نېټه جمعه ښودل کېږي. ( ۱۷۳۰م د می ۱۲ نېټه)
نورو ناقدانو د پټې خزانې ځینې توري نوي وګڼل. د پښتو “ځ” او “ڼ” توري په ۱۹۳۶م کې د کابل پښتو ټولنې وروپیژندل. خو د دې مدافعین وایی چې ممکن دا دواړه توري له دغه مسودې اخیستل شوی وي.
د لومړۍ رسالې نه وروسته، قلندر مومند د پښتو ټولنې له خوا د پټې خزانې دوې نورې چاپ شوي نسخې ولوستلې. ” فی المیزان کې نور معلومات ورزیات شول چې پکې د یو یو شاعر، شعر د هغه وخت له نورو شاعرانو سره پرتله کړو. په پټه خزانه کې “ښکارندوی” د غور د شهاب الدین یو درباري په خپل شعر کې د اباسین لپاره د “اټک” نوم یادوي چې په لومړي ځل ۱۶ پېرۍ کې اکبر باچا په تاریخ کې ولیکل شو. د ځایونو نومونه ولس کې پخوا څخه مشهور وي او په لومړي ځل د لیکلو دا مطلب نه دی چې اکبردا نوم له ځانه جوړکړو.
د مومند لپاره په پټه خزانه کې د ملتان د لودي حاکمانو خبره هم مشکوک وه ځکه د ۱۰ پېړۍ ” حدود العالم” په متن کې ملتان د قریش عربانو په لاس کې ښایی. خو پخپله د حدود العالم لیکوال نامعلوم دی.
تر څو چې علامه حبیبي او قلندر مومند ژوندي وو، د پټې خزانې په اړه د لیکنو ژبه ادبي او منطقي وه. خو اوس پښتانه په دوو ډلو ویشلي دي چې یو يې “پټه خزانه” جعل ګڼي او بله يې په دفاع کې په ښکنځلو سر شي.
د افغانستان څېړونکی او لیکوال پروفیسر عبد الخالق رشید وایی چې، ” که حبیبی جعل کولای نو افغانستان په تاریخ کې به یی هم داسې جعل ته کار کړی وای، برعکس هلته لوی عالم او مورخ دی، کله چې پټه خزانه تصحیح کوي، د هغې په اړه بیا جعل کار یادیږي؟” دی وایی، ” ترهغو چې علامه حبیبي ژوند و، ولي دومره ډیر سوالونه نه رامنځ ته کیدل ؟ څرګنده ده چې هغه په دغه اړه خپل ځواب درلود. اوس چې هغه نشته او افغانستان هم د بی اتفاقیو مرکزشوی دی طبعآ به داسې سوالونه پیدا کیږي چې هغه به د علم او منطق پرځای د تعصب پرتله تلو، چې دا کار د علمي نقد له اصولوسره برابره خبرنه ده.
پټه خزانه د شعر یو پخوانی کتاب دی او هغه کس پرې باید تبصره وکړي چې د پښتو ادب، شعر او د دې تاریخ نه علاوه د ژبې علم هم ولري. خو اوس وخت کې دا د نفرت د سیاست لپاره یوه وسله جوړه شوی ده.
سرچینې
۱. پټه خزانه. د محمد هوتک بن داود. د پوهنې وزارت. دوهم چاپ. ۱۳۳۹ هجری شمسی.
۲. د پټي خزانې د څلرم چاپ سریزه. علامه عبد الحۍ حبیبي. شل مقالې. نهمه برخه. ټولونکی مطیع الله روهیال. د علامه رشاد خپرندویه تولنه. ۲۰۰۷م
۳. پټه خزانه فی المیزان. قلندر مومند. د چاپځاې. کوهاټ روډ. ۱۹۸۸م.
۴.پروفیسرعبد الخالق رشید. څېړونکی او د ادبیاتو استاد. بریښنا لیک. ۳۱ دسمبر ۲۰۲۰م.

1 Comment

Add a Comment
  1. زما پلار سلطان محمود ولد حضرت شاه ولد عبدالواحد ولد عبدالوهاب ولد سید محمد دی ،،و، د پټی خزانی قلمی نسخه د سید محمد بابا کتابخانه کی وه او سید محمد بابا د احمد شاباباکته پورت زمانه کی اوسدی بله خبره اوس خو کاربن ډاتینګ د کاغذ او د رنګ تاریخ معلوموی دا کتاب حبیبی صاحب له ژوند څخه ډېر پخوا په درمی یا کړکی قلم لیکل شوی و شرمیږی هغه خلک چی حبیبی صاحب جعل کار بولی

Leave a Reply

Your email address will not be published.