مولانا وحید الدین خان


د هندوستان دغه پښتون ” د اسلامي نړۍ لوی ساینسي پیر” بلل کېږي. د مولانا وحید الدین د ټبر داستان ۵۰۰ کاله پخوا له سوات پېل شو.
په ۱۵ پېړۍ کې د سوات یو ملا حسن خان د خپل ورور حسین خان سره شخړه کې خپل کلی پریښودو او په اس سپور هندوستان ته روان شو. د ده مخه جونپور ته وه چې د پښتنو شرقي سلطنت و. له ۱۳۹۶م تر ۱۴۷۶م شرقي حاکمانو هلته دیني او دنیاوي علومو سرپرستي کوله او د ” شیراز مشرق” په نوم يې شهرت لرلو. هلته سلطان حسین خان شرقي حاکم و او د سوات حسن خان غوښتل چې د هغه دربار ته ځان ورسوي. خو ماښام د جونپور نه بهر یو کلي “خېټه سرای” ته ورسیدو نو هلته ایسار شو. یو کولال ورته خبرداری ورکړو چې نزدې ځنګله کې خونخوار ځناور به دده اس خوړلو له راوځي چې د کلي خلکو ته به هم خطر وي. حسن خان ورته ډاډ ورکړو، اس يې د یوې ونې سره وتړلو او نزدې ورته سملاستلو. نیمه شپه یو زمری له ځنګله راغلو نو اس په ترپکو شو. حسن خان په خپلو مټو او د تورې په زور هغه زمری ووژلو او بل سهار د ده د میړانې خبر خپور شو. سلطان حسین شرقي هغه خپل دربار ته راوبللو او دده میړانه يې وستایله. بیا يې څو کلي او د ” ایرني” ځنګل ورته په جاګیر کې ورکړل.
په راتلونکو ۳۰۰ کالو کې د حسن خان ټبر له دغو کلیو نورو ځایونو ته خپور شو. په ۱۷ پېړۍ کې د جونپور په سرحد یو مسلمان راجپوت آعظم ګړ په نوم نوی سیمه اباده کړه نو ځینو پښتنو هلته کډه وکړه. د ۳۰۰ کالو په موده کې د حسن خان ټبر په څو خیلونو او ډلو وویشل شو. په ۱۹ پېړۍ کې له دوی یوه کورنۍ د رئیس خیرالله خان هم وه. دی په “بدهاریه” کې د خپلو څلورو زامنو او لور نصیبه خانم سره اوسیدو. د ۱۸۵۷م نه لږ وړاندې نصیبه خانم د جونپور یو پښتون ضیاءالدین ته واده شوه. دی په محکمه کې “مختار” و او د بدهاریه سره نزدی” نوواده” کلي کې زمکې واخیستې. وروسته د ده زوی امانت الله خان په دغه کلي کې د انګریزانو د نیل ګودام ساتلو. د ګودام د معاینې لپاره به یو انګریز افسر ” لېري” په اس سپور راتلو او د کورونو مخې نه تیریدو. پښتانه به په دې خفه کیدل او هغه ته يې څو وارې خبرداری ورکړو خو ده خپله لاره بدله نه کړه. اخر یوه ورځ خلک راټول شول، انګریز افسر يې له اس راښکلو او ښه يې سپک کړو. انګریز که غوښتل نو پولیسو ته به يې د دوی رپورټ کری وای خو هغه د شخړې په ځای خپله لاره بدله کړه.
د امانت الله دوه زامن فخرالدین او عزیزالدین نومیدل. د فخرالدین زوی فرید الدین کره په ۱۹۲۵م کې وحید الدین وزیږېدو. ده په ماشومتوب کې د خپل پلار انصاف او دیانت کیسې اوریدلې وې. په سیمه کې هندوان هم ورته د خپلو شخړو د حل لپاره راتلل. یو وخت د ده کور سره نزدې زمکه یو کس ونیوله نو عدالت ته لاړو. د قبالو په شهادت دا زمکه فریدالدین او د ده وروررشید په نوم وه نو دوی مقدمه وګټله. خو هغه کس د بدل اخیستو لپاره خپل پلار ووژلو او دعوا يې په دوی وکړه. د قتل په دې مقدمه کې فرید الدین يې پریښودو خو رشید يې جیل کې واچاو او هغه هم هلته مړ شو. دا د فرید لپاره لویه غمیزه وه خو بدل يې وانخستو. مولانا وحید الدین پخپل ژوند لیک کې وایی چې، ” زما پلار خپلې زمکې باغونه او کروندې د خپلو اولادونو په نوم نه کړل او دا يې یو ” ټرسټ” ته پریښودل.” دی لیکي چې ما به پلار سره ډیرې خبرې کولې. په ۳۰ دسمبر ۱۹۲۹م هغه د شپې یو ملازم سره کور ته راتلو چې په لاره پریوتو او بیا خلکو په کټ کور ته راوړو. پینځه کلن وحید الدین خپل پلار په داسې حالت کې نه و لیدلی. وایی له هغه وخته زه خاموشه شوم او بیا زیات وخت به مې سوچ او فکر کې تیریدو.
وحید الدین په اعظم ګړ کې د علامه شبلي نعماني له خوا جوړ شوي مدرسۃ الاصلاح کې سبق وویلو. ورسره ساینس او نور علوم يې هم لوستل. په ۱۹۶۷م کې د جمعیت العلماء هند مشر، مولانا اسعد مدني وحید الدین ته بلنه ورکړه چې ډېلي ته ورشي او د دوی د چاپ کارونه په غاړه واخلي. هلته دی تر ۱۹۷۴ د جمیعت د مجلې مدیر و. ده په ۵ ژبو اردو، هندي، عربي، فارسي او انګریزي کې بیان ورکولو نه علاوه د ټیلویژن دیني پروګرامونه هم وړاندې کول. په ۱۹۷۶م کې هغه له جمعیت بیل شو او خپله میاشتنۍ جریده، “الرساله” چاپول پېل کړل.‌ د مجلې انګریزې بڼه د ده لور ډاکټر فریده خانم په مخ بیایی. دا د پلار د کتابونو ژباړې هم په انګریزي کې کوي. د ده زوی ثاني اثنین د “ګوډورډ بک” په نوم د چاپ اداره جوړه کړه او کتابونه يې د نړۍ هر ګوټ ته رسېږي. د مولانا وحیدالدین، هدف په غیر مسلم خلکو کې د اسلام په اړه غلط فهمي لیرې کول وو. د ده په ځینو لیکنو مسلمان علماء ورسره اختلاف لري. لکه کامل انسان، جهاد، دجال، مهدي، د ختم نبوت مفهوم یا د ظلم برداشت او د بدل اخیستو نه ډډه کول.
مولانا ۲۰۰ نه زیات اسلامي کتابونه لیکلي دي. د ده مشر زوی ظفرالاسلام د پلار کتاب “مذهب او جدید چیلینج” په عربي کې ترجمه کړو چې ” الاسلام یتحدّی” نومېږي. دا کتاب په څو نورو ژبو کې هم ترجمه شوې چې په انګریزي کې ” ګاډ ارایزز” نومېږي او په ۵ عرب او افریقای ملکونو قطر، مصر،لیبیا، سوډان اوتیونس په نصاب تعلیم کې شامل دی. د ده ژوند لیک ” اوراق حیات” ۱۰۰۰ پاڼو کې چاپ شوی دی. د مولانا وحید الدین په سفرنامو کې د اسپانیی او فلسطین سفرونه هم شامل دي.
په ۱۹۸۹م کې د ده کتاب ” پیغمبر انقلاب” ته د پاکستان حکومت خپل لومړی نړۍ وال انعام ورکړو. مولانا په هند کې مسلمان تنظیمونو څخه خوشاله نه دی، وایی دوی په ۱۰۰ کالو کې یو داسې کتاب نه دی لیکلی چې پکې اسلام ته څه ګټه رسیدلی وي. دی په مولانا مودودي، مولانا حمید الدین، علامه فراهي، مولانا اصلاحي او ابوالحسن ندوي نه علاوه په علامه اقبال هم تنقید کوي او وایی چې مسلمانان جذباتي او په وړه خبره جوش کې راشي. ځکه خو سیاسي مشران يې د خپلو ګټو لپاره کاروي. په ده انتقاد کوونکي وایی چې مولانا د هندو مسلم شخړو کې تل مسلمان ملامتوي. په دې خبره هندوان او د دوی کټاس ډلې د مولانا ډېرعزت کوي او هغوی يې خپلو جلسو ته د خطاب لپاره غواړي.
په ۲۰۱۰م کې حکومت مولانا وحید الدین ته د ” راجیو ګاندهي امن انعام” او په ۲۰۲۱م کې د هند دویم لوړه جایزه پدما ویبهوشن ورکړل. په ده تنقید کوونکي وایی چې دی د “بي جي پي” ملاتړ کوي خو جان بټ، له ۱۹۸۲م مولانا وحیدالدّین پېژني چې کله په دیوبند مدرسه کې طالب علم و. دی وایي چې مولانا د هندوستان د هرحکومت ملاتړ کوي او هغه یو غیر سیاسي شخصیت دی.
سرچینې
۱. د مولانا وحید الدین ژوند لیک. د ډاکټر فریده خانم نه په مننه.
2. Award to Maulana Wahiduddin Khan divides opinion among Muslims in India
J.M.Butt. Online Article. 2021.

‬‬‬

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *