کوهاټ


د کوهاټ وچو غرونو په ختيځ کې اپريدي پراته دي. کوم ځای چې اوبه لري، د غوزانو، توتانو او د هندي اينځر ونې پکې ډېرې وي. هم دغسې د ونو په منځ کې د “حاجي بهادر بابا” زيارت دی. کوهاټ په دې دشته کې لکه د يو نخلستان په څېر دی. د ښار سره جوخته کلا ده. دومره نزدې چې که څوک پرې ډز کول غواړي نو کولې شي.
د ۱۸۰۹م په سپرلي کې برطانوي سفارت د ایلفنسټن په مشرۍ د اباسین نه کالاباغ په مقام پورې ووتلو. په بله غاړه د ” بنګي خیلو” سیمه وه. د شکر درې سره جوخت چشمایی، مالګین او شادیخیلو نه تیر شول او کوهاټ ته ورسیدل. د فروري په میاشت کې سخت بارانونه کیدل او تر مالګین د دوی سفر په خټو کې و. د دوی سامان هم چور شو. ایلفنسټن وایی چې هلته د برکیانو وحشي قبیله د ” ټیري” قام نه بیل شوی او هر ځای يې ګډ وډي جوړه کړې وه. خو دی غلط شوی و ځکه دغه سیمه کې ساګري او بنګی خیل اوسېږي. برکیان لویدیځ لوري ته پراته وو.
د دوی سره د باچا ( شاه شجاع) یو افسرموسا خان بدرګه و. په ډوډا کې د کوهاټ د خان عزیزالله زوی عمرخان د ۷۰۰ شا و خوا ټوپک لرونکي دستې سره د برطانوي سفارت هرکلی وکړو. بیا دوی د کوهاټ درې څخه پیښور ته ورسیدل. ایلفنسټن لیکي چې د بره بنګښو په پرتله، کوز بنګش د خپل مشر او د باچا ډېر تابع وو.
په ۱۸۱۰م کې د شاه شجاع د سقوط نه وروسته، کوهاټ د بارکزو په لاس کې شو. دوی کوهاټ په ۳۳ زره روپۍ خپل منشي باشي مرزا ګراني ته په اجاره ورکړو. بیا د هغه څخه سردار شکورخان ته يې وسپارلو. دی د شاه شجاع میره ورور شهزاده محمد سلطان ( د محمود شاه ورور) له خوا کوهاټ نه وشړل شو. شهزاده سلطان ډېره موده په کوهاټ کې اوسیدو. بیا یو بل سدوزی صمد خان راغلو چې د دوست محمد سره يې اړیکې ښې وې. خو د صمد خان زامن په ۱۸۲۷م کې پیرمحمد بارکزي له کوهاټ څخه وشړل. هغه وخت چارلس میسن هنګو ته ورغلی و او د صمد خان زوی سدو خان يې ولیدو چې بیرته کابل ته روان و. په ۱۸۳۴م کې “اوتارسنګ سیندهیانواله” کوهاټ ونیولو او سردار پیر محمد بارکزی، د پیواړ کوتل د لارې کابل ته وتښتیدو. سیکانو خپله لومړۍ کلا په “ټیري” کې جوړه کړه.
په ۱۸۳۶م کې سلطان محمد خان بارکزي په پیښور کې د سید احمد بریلوي مجاهدین ووژل نو سیکانو ورته په انعام کې کوهاټ، ټیري، هنګو او دوابه د حاکمیت لپاره وسپارل. د خټکو رسول خان په ټیري کلا حمله وکړه او سیکانو ته يې لویه مرګ ژوبله واړوله. کوهاټ او پیښور څه موده تیج سنګ او اطالوي ایویټبایل (ابوطبیله) اداره کول. په ۱۸۴۶م کې شیر سنګ د انګریز د سفارت غړي کرنل جورج لارنس سره کوهاټ ته ورسیدو. دوه کاله وروسته سیکانو د انګریز خلاف پاڅون وکړو او کرنل لارنس خبر شو چې د اټک لاره بنده وه. په پیښور کې سلطان محمد خان هغه ته ډاډ ورکړو چې دی د خپلې کورنۍ او نورو افسرانو سره، پنجاب ته روان شي نو بارکزي به يې حفاظت کوي. کوهاټ کې د سلطان محمد زوی خواجه محمد د لارنس هرکلی وکړو خو پلار يې چترسنګ ته پیغام واستاو چۍ که دی بیرته د پیښور حاکم وټاکل شو نو لارنس به ورته مړ کړی. لارنس د انګریز دستې سره کوهاټ کې لکه د قیدیانو ساتل شوی وو. د نومبر په پېل کې کرنل لارنس يې پیښور ته بوتلو او چتر سنګ ته يې وسپارلو. د هغه قسمت ښه و چې پنجاب کې انګریزانو سیکان مات کړل او دی د چتر سنګ له قید خلاص شو. لارنس د پیښور کمشنر شو او لیفتنټ پولک يې د کوهاټ اسستنټ کمشنر مقرر کړو. په ۲۹ مارچ ۱۸۴۹م کوهاټ هم په سرکاري توګه د برطانوي هند یوه برخه اعلان شوه.
سرچینه
Across the Border: Or Pathan and Biloch. Oliver, Edward Emmerson.1890. London

Leave a Reply

Your email address will not be published.