د پښتونخوا په کلیو بانډو کی به پخوا یو “کیسه مار” د شپې په حجره کې ولسي منظوم داستانونه ویل. دوی به مجلسيان وو او یو داستان به يې په څو ورځو کې ختموو. یو څو په ۲۰ پېړۍ کې اروپایی مستشرقینو په هڅه ولیکل شول. د پیښور په آرکایوز کې د جمجه باچا کیسه د پښتو خطي نسخو کې موجوده ده.
د حجرو نه بهر، په کور کې ناستو میرمنو د سړو په انتظار کوڅه یا د چا په کور کې خپل مجلس تود کړی و. په کلي زما د ماشومتوب یوه ښه تجربه د دغو ښځو کیسې وې چې ځينو خو ورسره تمثيل (ډرامه) کوو.
هغه کیسې بې ساخته وې یعني څه موضوع به يې نه وه او د یو کس د خبرو او نورو خلکو جواب او غبرګون به د ټوکو وړ وو. د زړه حال ويل، په ستونزو غږیدل او د حل لاره ايستل، کیسې رازیږوي. کله کله د چا د کمعقلتوب کیسه به وشوه نو نورو به هم هغسې پخوانې کیسې رایادې کړې. “یاد دې نه دي، فلانۍ ترور هم دغسې کړي وو.” بیا اصل کیسه به پاتې شوه او د فلانۍ کیسه به شروع شوه. داسۍ کيسه هر څوک کولې شي او هره ورځ خلک یو بل ته څه نا د کیسې په شکل وایی.
کيسه جوړول یو قدرتي استعداد دی او که یو ماشوم له خپلو خبرو خوند اخلي او نورو ته هم هغسې په یاد وایی، نو دی لوی کیسه مار وي. که ماشوم په یو ادبي ماحول کې رالوی شي، مطالعې لپاره کتابونه ولري او مشران يې په ملا ټپوي، نو هغه ماشوم ممکن لیکوال شي.
سعد الدین شپون راته یو ځل وویل چې ښه کيسه مونږ د خپل ماحول نه بهر وباسي. تلوسه پکې دومره وي چې بل کار ته مو نه پرېږدي او تر ډيرې مودې زمونږ په ياد پاتې وي. د ښه کيسې اتل يا اتله درته ژوندي ښکاري. زما په نظر دا د ښې کیسې یو مکمل تعریف دی.
ځما ماشوم والې او هلک وانه په کلي کې تېره شوې دې. په هغه زمانه کې ټي وي ګان نه وو. ريډيو او ريکارډي باجې به خال خال وې. د ماسخوتن د مانځ نه پس به کله نا کله ځمونږ هجري ته به يو مېلمه راته. په هغه شپه به دا قيصې والا مجلس ګرمېده. هغه سړی به رباب سره قيصه کوله. ما ته ياد دي چې مونږ به داسې غلې ناست وو لکه سړې چې مونځ کې غلې ناست وي. ډېر خوند به ئي کولو