په ژوب کې


د افغانستان امیر عبد الرحمن په ۱۸۶۷ م کې وزیرستان څخه په سلیمان غرونو کې د شیرانو یو کلي کې ایسار شو. دی لیکي، “هلته تش دوه کورونه وو، وریژې يې نه لرلې او یوه پسه، څلور چېلۍ (اوزې) او درې چرګان يې خرڅولو ته ساتلي وو. ما سره ۳۰۰ کسان پاتې وو، نور رانه بنو ته تللي وو. مونږ دا څاروي له کلي والو وپېرل او څه نا څه ګوزاره مو وکړه. په بله ورځ د ژوب کاکړو یو کلي ته ورسېدو. هلته مو اوړه، کؤچ، غوښه او پخ شوي خواړه واخیستل چې دوه ورځو لپاره بس وو او په راتلونکي کې به مو هم دغسې کول.
وړاندې یو کلي “دیهه برنګ” کې مو خواړه او نور توکي واخیستل. خلکو راته هر ډول شیان د پلورلو لپاره راوړل او ټینګار يې کوو چې ترې واخلو. ما ورته انکار وکړو نو هغوی هرڅه راته په زمکه واچول او پخپله لاړل. په بل سهار يې ولیدل چې مونږ د دوی مال ته ګوتې هم نه وې وړې. په زوره يې راباندې نشول خرڅولې نو ما ته په بدو ردو ویلو سر شول او خپل سامان يې یوړو. کله چې څو میله سفر مو وکړو نو د لارې په منځ کې راته شا و خوا ۲۰۰۰ کسان توره په لاس انتظار کې ولاړ وو. یو کس زما د تره د اس واګې ونیولې خو پخوا له دې چې توره يې ورته راویستې وې، ما اس وځغلوو او د هغه سینې ته مې ټوپک ونیولو چې وژنم دې. هغه واګې پریښودې او کله چې ما ترې پوښتنه وکړه چې دغه ځای څه نومیدو نو راته يې وویل، “ژوب”. هغوی رانه د سړي په سر ۲۰ روپۍ د لارې محصول غوښتو، ګنی وړاندې نشو ورتلی. ما ورته وویل چې که دوی ته مو پېسې ورکړې نو د کاکړو په ټوله سیمه کې به هر څوک رانه په زوره محصول غواړي. هغه ته مې انکار وکړو او جنګ ته مې غاړه کیښوده. دوی راته وویل چې، مونږ خو ټوکې کولې او لاره يې راته خوشې کړه.
د ټولې ورځې مزل نه وروسته کله چې یو ځای دمې لپاره کیناستو، نو یو بوډا سړی، سپین پټکی په سر، د باتۍ شوي ویښتو څڼۍ يې په غوږونو ځوړند، لاس کې غټ لوړ ( ډانګ) نیولی، د خپلو لسو ملګرو سره راښکاره شو. دوه کسان له ده وړاندې راغلل او زما تره ته يې وویل چې دوی د سیمې خانان دي. کله چې هغه سپین ږیری، “سید” را نزدې شي نو تاسو به ورته ټیټ شئ. زما تره پاسیدو، د هغه لاسونه يې ښکل کړل او دی يې ځان سره کینولو. ما دغسې چلباز خلک ډېر لیدلي وو او د ده په کړو وړو مې شک شو چې تر شا يې څه چل ول و. زما عادت دی چې هر نوی ځای ته چې ورځم نو هلته څو کسانو سره ملګرتیا وکړم. بیا د معلوماتو لپاره څو روپۍ ورته په لاس کیږدم. یو کس سره مې هم دغسې وکړل نو راته يې وویل چې هغه بوډا سړی یو نامتو غل و او ده سره ۱۰۰ نور ملګري هم دي. اوس يې ۴۰ کسان ځانه سره راوستي دي چې زمونږ مال چور کړي. ما خپل تره ته په پټه دا خبره وکړه خو هغه پرې باور نه کوو او خپل زوی سرور ته يې وویل چې سید به په هغه شپه زمونږ په کیمپ کې میلمه وي.
د لمرپریوتو سره، څو کسان هغه کوهي ( څاه) نه راتاو شول چې زما سړو ترې د اسونو لپاره اوبو راویستلو تابیا کوله. ما ولیدل نو خپل اسونه مې په څو ډلو وویشل او د ډېرو کسانو په بدرګه د کلي مختلفو کوهیانو ته وار په وار استول چې هلته اوبه وڅښي. هغه کوهي نه مو ډډه وکړه چۍ دغو کسانو نیولې وه. په دې توګه زمونږ ۳۰۰ اسونو اوبه وڅښل او خوندي يې بیرته راوستل.
زما د تره ۵۰ اسونه يې هغه کوهي سره ولاړ وو، خو سړو نه پریښودل چې اوبه وڅښي. دغه خبر زما تره ته يې یوړو نو هغه بوډا په قهر شو چې دی به پخپله ورشي چې اسونه اوبه وڅښي. کله چې دی کوهي ته نزدې شو نو هغه کسان ورک شول او د تره سړي مې د کوهي نه په اوبو راویستلو بوخت شول. هم هغه وخت نور کسان راغلل او زما د تره ۳۰ اسونه يې ترې یوړل. ۲۰ خو زمونږ کسانو بیرته راوګرځول خو ۵ پکې ټپي وو. کله چې اسونه يې بیرته راوړل نو تره راسره و او ما ورپورې وخندل، چې غرمه مې درته ویلي وو خو تا نه منل. هغه متل دې اوریدلې دی چې د انسان په جامه کې ډېر شیطانان ګرځي. هر چا ته به خپل لاس نه ورکوې. زما تره او زوی سرور، ټوله شپه د خپلو اسونو په تاوان فریاد کوو او د ټپي کسانو په پرهرونو يې پټۍ تړلې.
په بل تګ (مارچ) کې زما د تره ملګري مجبور شول چې د ټولو نه شا ته روان اوسي. په یوولسمه ورځ مونږ په کچه غرمه د کاکړانو کلي ته ورسیدو. زما ملو هلته د ډوډۍ پخولو تابیا کوله او ما ځان له یوه پسه (ګډ) لټوو. یوه مې خوښه شوه نو شپون ته مې ۲۰ کابلي روپې ورکړې. کله چې هغه پسه مو حلالوو نو شپون وویل چې زه يې نه خرڅوم، بیرته راکړئ. ما ورته ویل، سمه ده بیرته واخله نو د هغه نیت بیا بدل شو. پسه حلاله شوه نو شپون زما پېسې پر زمکه وویشتلې او ویل يې زما پسه راته ژوندی کړئ. ما ورته وویل چې زه خو دومره توان نه لرم، خپل پسه دې یوسه او پېسې هم درنه نه اخلم. ده ټینګار کوو چې پسه راته بیا ژوندی کړه. ما ورسره یو چل وکړو. یو ملا ته مې وویل چې دغه سړي درته ښکنځل کړي دي. بیا مې شپون ته وویل چې خیر دی که ما ته ښکنځل کوی. خو د دغه سړي سپیڅلي میرمنه مه ښکنځه، ځکه ملا دی. ملا په قهر ورته ویل چې خنزیره زما میرمن ته ولې ښکنځل کوی. شپون هغه ته هم په ښکنځلو سر شو او دواړو د یو بل ګریوان ته لاس کړو نو ما پسه واخیسته او دوی مې پریښودل چې پخپلو کې سره پوهه شي. نیمو خلکو د یوه پره کوله او نیمو د بل. اخر چې ښه يې یو بل ته زړه سپک کړو نو خلکو خلاص کړل. دوه ساعته وروسته هغه شپون زما سلام ته حاضر شو او دوه پتنوس ډک د ډوډۍ، یو پخ شوی پسه او دوه د ماستو کټوۍ يې راته کیښودل. د خبرو نه يې معلومیده چې معقول سړی و. ما پوښتنه وکړه چې وړاندې دې ولې راسره خله وهله او پسه دی ولې د جنګ لپاره بانه کړه؟ هغه راته وویل، کله چې سرورخان په کندهار کې و نو ما سره يې ډېر بد کړي وو نو د هغې بدل مې اخیستو. ورته مې وویل چې سردار سرور خان دلته موجود دی، د هغه په ځای ما سره دې ولی جنګ کاو؟ راته يې وویل چې “سرور خان تا د کندهار والي ټاکلی و او ته د هغه مسولیت لرې.”
د امیرعبد الرحمن له یادښتونو

Leave a Reply

Your email address will not be published.