دوه تاریخونه


زموږ د اوسني او پخواني تاریخ په اړه دوه کتابونه د خپل تاریخي اهمیت له مخې ډیرمهم دي. یو تاریخ سلطاني او بل تاج التواریخ نومېږي، چې د لومړي لیکوال سلطان محمدخان بارکزی او د دویم لیکوال امیرعبدالرحمان خان ( ۱۸۸۰- ۱۹۰۱) خپل سفرونه اوخاطرې لیکلې دي. د دغو دوو کتابونو په اړه یو څود یادونې وړټکي دي. د کتابونو نومونو او یا د لیکوالو د نومونو په اړه یوه غلط فهمي باید لیرې شي.
لومړی راځو تاریخ سلطاني ته چې د افغانستان او افغانانو د تاریخ په اړه مهم اثردی. د دې لیکوال سلطان محمد خان بارکزی دی. (په دغه نوم یو سردار د پیښور حاکم هم و چې شا و خوا ۵۰ کاله پخوا مړ و ) سره له دې چې ده هم د افغانانو نسلي سلسله لکه د مخزن الاافغاني د لیکوال نعمت الله نورزي هروي غوندې له یهودو سره تړلې لیکلې ده، خو له هغه وروسته یې لیکنه او معلومات د یو شمیرمعتبرو سرچینو او آثارو په رڼا کې د اهمیت وړ دي. سلطان محمدخان بارکزیی ددغه اثرد لیکلو د اهمیت او انګیزې خبره او د خپل ځان تعارف په اړه د دغه اثرپه سریزه (دیباچه) کې لیکي :
« امابعد مولف این خلاصه معانی ومنکشف این سرنهانی سلطان محمدابن موسی خان بارکزئ المتخلص بخالص وفقه الله بتایئده ویتعدده من خواص عبیده دانایان رموزآگاهی راکه فکربکرایشان تفضل الهی رامظهرووضمیرمنیرشان تالی جام جم وثانی آیینه سکندراست عرضه میدارد…» (دیباچه ۲ مخ )
ژباړه : او وروسته، دغه د معانی او پټ راز سپړدونکی، لیکوال سلطان محمد ابن موسی خان بارکزی چې خالص تخلص کوي، د پاک الله مخلص دی او پاک الله ملاتړ ورسره دی او د هغه له خاصو بندګانوڅخه دی. څوک چې د پوهې په رازونو پوه او د هغه تفصیل یی د روښانه ضمیرپه تالي کې د جم جام د دویم سکندرې آینې په توګه وړاندې کوي…
په همدغه دیباچه کې وروسته سلطان محمدخان بارکزی د خپل اثرد مشوق اوهڅونکی سردارمحمدایوب خان په باره کې لیکي:
«… بندگان سکندرشان دارا دربان الموید بتائید حضرت سبحان امیرابن الامیرابن الامیرابن الامیرامیرمحمدایوب خان ابن امیرشیرعلی خان لازال ظلال رآفه…»
ژباړه- دلوی واکمن پلوی سکندرشان، دارا پرتم امیرابن الامیرابن الامیرابن الامیرابن امیرمحمدایوب خان ابن شیرعلی خان چې تراوسه یی د رحمت سیوري لا پروت دی…
همداسې د دغه علمي اوتاریخي اثرد لیکلوپه برخه کې د خپلو نورو هڅونکو او مشوقینو په اړه هم یادونه کوي او لیکي :
« ومابقی وقایع دولت محمدزیئ را اکثرازاقوال فصاحت منوال جناب سردارشیرعلی خان ابن سردارمهردل خان مرحوم محمد زئی وعبدالغفورخان محمدزئی وقاضی عبدالرحمن خان ابن محمد سعیداخندزاده خانملایان خوانچه زئي و والد ما جد بزرگوارم که هر چهار ازکهول بکرین وشیوخ معمترین طایفه بارکزائی وامرا وسرکرده گان اقوام دراني ودراکثرمعارک آندرباربا اقتداروتاهنگام تالیف کتاب درقیدحیات عاریت شعاربودند نگاشتم…» (دیباچه )
ژباړه- نورې پیښې چې په محمد زو دولت پورې اړه لري، هغه زیاتره د جناب سردارشیرعلی خان د سردارمهردل خان محمد زی زوی، عبدالغفورخان محمد زی، قاضی عبدالرحمن د محمد سعیداخندزاده زوی، زما د پلارهم مجلسی چې څلورواړه د محمدزو کورنۍ له مشرانو، سرښندونکیو څخه دي، او تراوسه لا ژوندي دي دهغوی په مشوره کاږم …”
د دغو پورتنیو ټکو په پام کې نیولوسره باید ووایو چې سلطان محمدخان بارکزی و، له ایوب خان سره په مهاجرت کې هم ملګری و او هغه ته یې ځانګړی درناوی درلود. دده نوم سلطان محمد اوتخلص یې “خالص” و خو اثر یې “تاریخ سلطاني” یادیږي. ممکن دده دغه اثر ګرد سره د سلطانانو ژوند او حالاتو ته وقف شوی وي او سلطاني لغت یی په دغې معنا سره هم کارولی وي. خوزه فکرکوم چې لومړۍ توجیه چې دده خپل نوم دی، سمه وي. ځکه دا کار ترده د مخه هم ډیرو لیکوالو ترسره کړی چې خپل اثار یی له خپلو نومونو سره تړلي لیکلي.
په هرډول، سلطان محمدخان بارکزي خپل دغه کتاب په ۱۲۸۱ هجري ق کې لیکلی او په ۱۲۹۸هجري ق کې په بمبي کې چاپ کړی دی.

دویم اثرچې له همدغه کتاب سره په تړاو کله کله په یوه نامه یاد شوی، د امیرعبدالرحمان خاطرې اوسفرونه دي چې ده په خپله لیکلي او یایی هم خپل منشي چې هغه هم سلطان محمدخان سیالکوټی (د نامتوشاعرفیض احمدفیض پلار) و، په فارسي ژبه “دیکته”( زباني بل چا ته ویل) کړی، خو بیا هم په ده پورې ځکه اړه لري چې دده د ژوند حالات دي. داسې چې لیکل یې په دومره تفصیل اوجزیاتوسره د بل چا له واکه اوځواکه وتلې خبره ده. دا اثر ټول دده ترڅارنه او کتنه لاندې بشپړشوی دی. کله چې سلطان محمدخان په ۱۸۹۷ م کې له کابله د امیر له اجازې پرته هندوستان ته وتښتید، د دغه اثریوه کاپي يې هم له ځانه سره یووړه. هغه مهال چې په هند کې انګریزانو ترپوښتنو او ګرویږنو لاندې ونیو،هغوی ته یې هم وویل چې ده د امیر په باره کې یواثرلیکلي دی. خو کله چې د “میرمنې هملټن” (په کابل کی یوه انګریز نرسه) په سپارښتنه او ضمانت انګلستان ته ولاړو، هلته یې ځان د امیرعبد الرحمن سفیرمعرفي کړو. بیا یې د همدغه اثر انګریزي ژباړه له لندن څخه خپره کړه. غلام مرتضی خان چې کوم فارسي متن برابرکړی، هغه هم د همدغې ژباړې ژباړه ده چې له انګریزي ژبې څخه فارسي ته شوې اوبیا یې خپره کړې ده. مرتضی خان د خپلې مقدمې په ترڅ کې دغه ټکي ته اشاره کړې اولیکلي یې دي:
« درسال ۱۳۲۰ ق کتاب مذکوربه یکی ازوسایل به توسط یک نفرازمنشی های مخصوص حضوروالاحضرت امیرمعظم که درلندن (بود) به زبان انگلسي طبع ونشرگردیده، ازآنجایکه که عموم اهالی وسایراهالی مملکت آسیا ازعهده دانستن زبان انگلسی برنمی آمدند وازدرک مطالعه کتاب مذکورمحروم بودند ونهایت اشتیاق را به دانستن حالات این شخص بزرگ را داشتند واکثرآقایان اظهارتاسف ازنبودن این کتاب به زبان فارسی می نمودند، این بنده درگاه الله غلام مرتضی خان قندهاری الاصل معاون جنرال قونسلگری دولت فخیمه انگلسی مقیم خراسان که دارای زبان انگلیسی وتقریبآ ده سال است، به امانت ودستیاری عالیجاه میرزا عبدالرحمان خان منشی اول جنرال قونسلگری موصوفه، محض خدمت به ابنای وطن عزیز، کتاب مذکوررا که مشتمل بردوجلد است بدون حشووزواید اززبان انگلیسی به فارسي ترجمه نموده وبه حلیه طبع درآورد، تااهالی مشرق زمین خاصه اهالي ایران بخوانند وازحالات این شخص آگاه گردیده بدانند که طریقهء مملکت درین جززمان بسته به کدام اسباب ووضع مملکت داری چگونه است وافغانستان امروزچه ترقیات حاصل نموده وچطوردرتحت نظم وقانون امده وخود را دولت مستحکمی آراسته ومرکزصنایع جدیده وجالب انظاراهالی دنیا گردیده است.» ( مقدمه غلام مرتضی خان)
ژباړه- دغه کتاب په ۱۳۲۰ ق کال د لوی امیرد یوه منشی له خوا چې په لندن کې و، په انګریزي ژبه خپورشو، له هغه ځایه چې د آسیا زیاتره اوسیدنکي په انګریزي ژبه نه پوهیږي، له بلې خوا د دغه کتاب له لوستلو بې برخې ول، په عین حال کې یې د دې له پاره ډیرلیوال وو، څو ددغه لوی شخصیت له حالاتوخبر شي. زیاترو ښاغلوافسوس څرګنداوه چې دغه کتاب په فارسی کې نشته، ځکه خود پاک الله د درګاه دغه بنده ماغلام مرتضی خان کندهاري الاصل چې په خراسان کې د انګریزی دولت د قونسلګري د جنرال کونسل مرستیال یم او لس کاله کیږي چې له انګریزي سره سروکارلرم، په خورا امانت پالنې اود جناب میرزا عبدالرحمان چې د نوموړی جنرال قونسلۍ لومړی منشی دی، یوازې وطنوالو ته د خدمت په خاطر دغه کتاب چې په دوو ټوکو کې دی، پرته له هرډول زیاتونې اولاسوهنې له انګریزی څخه فارسي ته را وژباړه او چاپ شو، ترڅو ختیځوال په تیره ایرانیان دا ولولي. او ددغه شخص له کړو وړو خبرشی، چې د مملکت دارۍ کاروبارد زماني په دغو شیبو کې پرکومو وسایلو پورې اړوند دی ،مملکت داري څه ته وايی او افغانستان کومې ترقۍ ترلاسه کړې دي او په څه ډول د قانون او نظم ترسیوري لاندې راغلی دی، اوڅنګه یې ځان د یوه پیاوړي دولت په توګه د نویو صنایعو د مرکز په توګه د نړیوالو د پاملرنې وړګرزولی دی …”
د پورتنۍ یادونې په پایله کې باید ووایو چې تاریخ سلطاني اوتاج التواریخ دوه بیل تاریخي کتابونه دي. دا چې دا دواړه کتابونه کله کله په یوه نامه یاد شوي، د هغو لامل یوازې د دوو “سلطان محمد خان” نومونه دي. یو یی بارکزی د غازی ایوب خان پلوی او بل سیالکوټی سلطان محمدخان دی چې د امیرعبدالرحمن خان له باوري کسانوڅخه او د میرمنشي ویاړ هم ترلاسه کړ. آن چې د ډیورند د پلاوي د خبرواترو پرمهال یې هم سلطان محمد سیالکوټی د پردې شاته يې کینولی و، څو هغه خبرې اترې چې هلته کیږي، ټولې ثبت او امیر ته یی هره ورځ راپور ورکړي. دغه راپور دده له تیښتې وروسته ورک شو، چې له ښه مرغه په دې وختو کې یې یوه کاپي ما په انګریزي محرمو اسنادو کې ومونده. دا ډیر مهم سند دی او د دیورند د کرښي کوم بحثونه چې هلته شوي وو، ټول په کې لوستل کیدای شي.
د منشی سلطان محمد ( سیالکوټي) ژباړه هم هغه د امیرعبدالرحمان خان (تاج التواریخ) دی چې د ۱۸۸۴ -۸۵ کلونو په ترڅ کې په ډیرلږشمیرسره چا پ شوی و. دا په تیروتنې سره کله کله د تاریخ سلطاني په نوم یاد شوی چې له اصلي (تاریخ سلطاني) سره د موضوع په لحاظ ډیرتوپیرلري.
رشید

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *