مشکي


مشکي (ماشکي) په هند کې “بهشتي” په لقب یادیدو ځکه تږي ته اوبه ورکونکی جنتي ګڼلی شي.
څوک خبر نه دي چې په ګرمو ملکونو کې انسان کله د اوبو وړلو لپاره، د څاروو پوټکی (مشک) وکاراو.
د اوبو مشک د غوا یا میښې پوره (روغ) څرمنه چې خلاصه خوا يې په تار ګنډلې وه. د څټ برخه په مهارت د څاروي نه بېله شوی او هلته نه به يې مشک کې اوبه ډکولې. د مشک دغه خله به د چرمي فیتې سره کلکه تړله. د مشک سره دوه نورې چرمي فیتې ګنډل شوې وې او یو مشکي به شا و خوا ۵۰ ګیلن اوبه پرخپل ملا وړلې شو. په فارسي کې يې ورته “سقه” ویل.
زما ماشومتوب کې د نورو کسب ګرو سره”ماشکي ماما” هم د ژوند یوه ضروري برخه و. ځینو به د پولیسو په شان خاکي لباس اغوستو چې انګریزانو ورته ټاکلی و. خو نورو به کمیس په پرتوګ کې ټومبلی، بډې وهلې د اوبو مشک وړلو چې په لاره به ترې اوبه څڅیدې. هغه وخت که چا خپل کمیس په بډه ټومبلو نو ټولو ماشومانو به ورته ” ماشکي” ویل.
د ښار په زیاتو کورونو کې د اوبو لپاره د لاس پم (پمپ) و خو ښځو به پرې جامې نه وینځلې. ویل به يې چې صابون پکې ځګ نه کوي. ماشکي به د سرکاري نل څخه مشک ډکولو چې د باړې (سیند) اوبه ورته راتلې. یو ډک مشک په ۴ آنې ( د روپۍ ۴ برخه) کیدو. کله کله به په کوڅه کې یو مشکي ټولو پیژندلو او د راتلو ورځ يې هم معلومه وه. زمونږ کور ته په ټاکلي ورځ ماشکي دویم پوړ ته اوبه راخیژولې. د میاشتې یوه روپۍ به يې اخیسته او ناغه به يې نه کوله. یو ځل په کور کې څوک نه وو او ده چې په دروازه قلف ولیدو نو مشک يې هم هلته په چوتره تش کړو.
د ماشکي نه راتلل به یوه لویه غمیزه وه او جامې به نه وینځل کیدې. د دغسې ټریجډي د مخ نیوي لپاره به زما مور یوه ورځ وړاندې د اوبو مشک راغوښتو.
ده به چاشت محال د کور زنځیر وشړنګاو نو مور به مې کوټې کې پټه شوه. ماشکي ته دروازه خلاصول او د هغه ننداره زما کار و. دی یو لوړ دنګ، بریته ور سړی او داسې راته ښکاریده چې یو لوی ځناور يې په ملا بار کړی و. د غولي په بل سر کې د خاورو لوی چاټۍ ته ودریدو، د مشک سر به يې له ترخ بهر راوویستو. په یو لاس به يې چرمي فیته پرانسته او په بل به يې مشک له خلې، ورو ورو اوبه چاټۍ ته واړولې. یوه به ډکه شوه نو بل ته به ودریدو او پاتې اوبه به يې تش ټیم یا خانک کې واړول.
په کوڅه کې نور مشکیان هم راتلل او کله به زیاتې اوبه پکارې وې نو ما به د ورور سره د کور په دروازه د ماشکي انتظار کاو. هغه به مو ولیدو نو په زوره به مو وویل چې ” یومشک اوبه راوړه.” تر ۱۹۷۰م هم په پیښور ښار کې به څو سپین ږیري ماشکیان لیدل کیده. بیا د نوی صابون، پوډر او د نایلون له تار جوړ شویو جامو د کوهي او د سیند د اوبو فرق ختم کړو اوماشکي الونیا شو.

1 Comment

Add a Comment
  1. هو دغه ماشکي په ښارونو کې ولل. موږ د سويلي وزيرستان ولسوالۍ د پکتيا د ولايت يو. زموږ په سيمه کې اوبه ښې پراخې دي، ځای پر ځای چينې شتون لري او د اوبو لګډونه (خوړ) وي. د اوبو راوړلو کار د ښځو وه. يوه زمانه کې مشکي ولل خو بيا د غوړو تش ټېمونه کارول عام شول. چې په سر او په خره باندې ښځو او نجونو وړل. د خټو منګي نه کارېدل ولې چې غره ييزه علاقه وه او د هغو د ماتېدو خطر زيات وه. اوس مهال زموږ اکثره خلک د علاقې څخه تښتیدلي دي ولې چې ناپاک پوځ ټوله علاقه نيولې ده. هغه کوم خلک چې هلته پاتې دي د هغوي د ژوند ډول بدل شوې دی. خلکو کارونده پريښې ده او ځکه د خوړ نه چې د اوبو وېلې (لښتي) کې به اوبه پټو ته تللې هغه ويلې ختم شوې دي. اوبو لرې لرې په خوړونو کې وي. اوس خلقو ځای پر ځای بورينګونه ايستلي دي او د برېښنا په زور اوبه را وباسي. د پوځيانو په وجه ښځې اوس دودي ګڼ خت نه اغوندي بلکه د ټوپۍ بورقې کاروي او د کور د باندې کمې وځي‌. او چې وځي هم نو په بورقه کې لار سمه نه ويني او په تيږو باندې پښې خوږ کړي.
    اوس هم د پښتونخوا په ښارونو او ښارګوټو کې ماشکي شته خو هلته هم دوي په ټېم کې اوبه وري. دوه ټېمونه يې په يو لؤړ پورې ځوړند کړي وي او په اوږه يې لوړ اېښی وي.
    هغه د وردۍ والا بشتي (بهشتي) مې هم ليدلی دی. ما په وزيرستان کې په کېډټ کالج کې زده کړه کوله. هغه کالج د مليشه په يو پنډغالي کې وه. يو د ستر عمر بشتي وه هغه به د مليشه مورچلو ته په خچرو او په مشکي کې اوبه وړلې. هغه د انګريزانو د زمانې راهيسی تر ۱۹۹۰ پورې ماشکي توب کاوه او خړ درېش يې اغوستلو. ډير ساده او ښه سړی وه. خلکو ډېر درناوی ورکاوه. نوم يادول به يې ښه وي؛ د هغه نوم قيسماتي وزير وه. الله دې و بخښي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.