جېنا او لورا


د سکول وروستې ورځ مې د ټولو ملګرو سره په خندا او خوشالۍ تیره کړې وه. لوظ مو کړی و چې یو بل سره به رابطه ساتو. ما به هره ورځ په کور کې د لسم د امتحان تیاري کوله. یوه شپه لږه تب ژنه شوم او مور راته پیراسیټامول ګولۍ راکړه. خو تبه مې لا زیاته شوه نو دوه ورځې وروسته ډاکټړ ته يې بوتلم. هغه راته د “اینټي بایوټیک” انجکشن ولیکل چې یوه يې په هم هغه ورځ راته ولګوو. نرسې راته وویل چې پینځه ورځې به د دارو کورس پوره کوم. د مور مې تمه وه چې دوو ورځو کې به ښه شم. خو د کلینک نه بیرته راتلو سره زما حالت خراب شو او په بدن مې لوی لوی سرې مټاکې ښکاره شوې. بیا مې ژبه وپړسیده او ساه مې خرابه شوه نو په ایمبولنس کې يې روغتون ته بوتلم.
په پوزه مې د آکسیجن ماسک ولګیدو ځکه ساه مې بندیده. زما ټول وجود تڼاکی او زه يې د سوځیدلو خلکو وارډ کې وساتلم. نرسانو به راته مایعات راکول ځکه خله مې هم پولۍ پولۍ وه. دوی راته وویل چې کوم ډاکټر راته “پینسلین” ستنه لیکلی وه، خبر نه و چې زه ترې حساسیت لرم. یوه اوونۍ وروسته ما خپل مخ په شیشه کې ولیدو نو وارخطا شوم. سترګې مې پړسیدلی او د مخ پوتکی رژیدلی و خو هیله مې وه چې ښه به شم. ښایی هغه وروستۍ ځل و چې ما په خپلو سترګو دنیا ولیده. په بله ورځ هر څه راته تور تم وو. زما د سترګو نظر تلی و. زه د ډاکټر نه علاوه خپل مور پلار او کله کله ټولو خلکو ته په قهر وم. ولی دا هر څه ما سره وشول.
یوه میاشت وروسته زه يې یو بل روغتون ته واستولم چې هلته زما په شان د نابینا او معیوبو خلکو علاج کیدو. د سهار له ناشتې وروسته یوې نرسې به لوی کوټې ته بوتلم. هلته به يې د لاس په لمس شیان راپیژندل داسې لکه چې څوک ماشوم ته د شیانو نومونه ښایی. درې میاشتې وروسته زه د دې جوګه شوم چې د یو سپینه چوکه په لاس ترغسلخانې او پخلنځي پخپله تلی شوم. د ډوډۍ په کوټه کې به مې خواړه پخپله اخیستل او تر میز پورې وړل.
خپل کور ته راغلم نو سبق مې ارمان شو او په کوټه کې بنده ټوله ورځ مې ژړل. اخر د “نابینا لوست” چې ” برېل سیسټم ” ورته وایی انتظام يې راته وکړو. د ګوتو په لمس ما په یو مشین ټایپ شروع کړو او اخر دې جوګه شوم چې امتحان ورکړم. د دې لپاره زه څه موده د نورو جینکو سره په هاسټل کې پاتې شو. هر چا په خپل وس ما سره مرسته کوله خو کله کله به زه ورته په قهر شوم. ځینې کارونه ما پخپله کولی شول خو نورو به بیا هم راته په لاس یا غږ رهنمایی وکړه. د ورځې د سبق نه وروسته زه به په خپله کوټه کې قید وم. بیرته کور ته راغلم نو هلته هم د خوراک او ارام نه علاوه نور څه مې نشول کولی. ځان راته یو بې کاره او عبث انسان ښکاریدو.
هغو ورځو کې ما د یوې بلې نابینا جینۍ سره وپیژندل چې زمونږ کور ته نزدې اوسېده. دا به کله کله به د خپل رهنمایی سپي ( لیو) سره راکره راتله. زما پلار ورته وېلي وو چې سپی به بهر پریږدې چې زمونږ کور ګنده نشي. هغه جینۍ به په دې نه خفه کیده خو زه به ځوریدم. یوه ورځ هغې زه د ځانه سره بهر یو باغ ته وویستم. په ټوله لاره يې زما لاس نیولی او سپي راته لاره ښودله.
په هغه ورځ زما ژوند بدل شو او د نابینا ادارې ته مې خپل نوم ورکړو چې زه هم یو “رهنما سپی” غواړم. زما په کور کې یو غوبل جوړ شو چې د سپي مرداري به څوک پاکوي؟ د خواړو غم به څوک کوي؟ کشرې خور مې ګواښ وکړو چې که سپی راځي نو دا به کور پرېږدي. یواځې مور زما ملاتړ کاو.
په لومړي ځل راته احساس وشو چې مونږ ایشیایان څومره خود غرضه خلک یو. د کورنۍ غړو سره د مینې او محبت دعوی ټول دروغ وو. ما هم هوډ وکړو چې زه به په خپلې کورنۍ پیټې نه جوړېږم.
شا و خوا یو کال انتظار نه وروسته، د “ګایډ ډاګ” ادارې راته خبر راکړو چې دوی راته یوه سپۍ غوره کری وه. دغه اداره د نابینا خلکو لپاره سپی یا سپۍ د هغه د طبیعت په حساب غوره کوي. زما طبیعت ارام او ډېر شور مې خوښ نه وي. د سپۍ نوم ” لورا” و چې ډېره آرامه او هوښیاره وه. زه به هغه ادارې ته هره ورځ تلم او یو کس چې د سپو روزونکی و، راته د ” لورا” زنځیر په لاس کې راکړو. هغې به زما د امر انتظار کاو. د تلو په وېنا به روانه شوه او هر ځای چې یو خنډ مخې ته راتلو، له هغه به يې ډډه کوله. څو ورځو د مشق نه وروسته مې بهر سړک ته روانه کړه. لورا دومره هوښیاره وه چې د ټریفک اشاره او د بس نمبر يې پیژندل. ما ۳ کاله بند نه وروسته د آزادۍ احساس وکړو. په ځان مې دومره باور پیدا شو چې د روزونکې په توګه یو جمنازیم سره کار پېل کړو. لورا زما فرشته ده چې خدای راته راواستوله او د یو سالم انسان په توګه يې د ژوند موقع راکړه.
دا د نابینا “جېنه مستري” ریښتونې کیسه ده چې خلکو ته فزیکي روزنه ورکوي.

1 Comment

Add a Comment
  1. ډېر په زړه پورې ليکنه. ما دا احساس ترې واخيست چې بايد موږ ډ ړانډو او نورو بېوزله خلکو احساسات و پېژنو او د هغوی لپاره کار وکړو. مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *