بانو


په ۱۹۹۲م کی د پیښور په “کانټی نینټل” هوټل کې د پښتو افسانو کتاب “خوبونه” د مخ کتنې غونډې ته ورغلم. لیکوالې او استادې، ذیتون بانو سره مې ډېره موده وروسته ولیدل نو کتاب يې راکړو. بانو مې د سکول د زمانې نه پیژندله او ما سره يې لکه د مشرې خور چلند کاو.
د ۱۹۶۰م په لسیزه کې د پیښور ریډیو د ماشومانو پروګرام ” باتور” کې به مې برخه اخیسته. یو وخت زیتون بانو يې پروډیوسره شوه او ما به د پښتو ټوکه یا نظم وویلو نو راته يې ډېر شاباشی راکوو. د کالج په وختونو کې خور به مې هغې سره د “خویندو پروګرام” وړاندې کاو. یوه ورځ زه هم هلته وم او د زیتون بانو په غوښتنه مې ورته په یو موضوع تقریر (سکرپټ) ولیکلو. هغې زما د پښتو املا را سمه کړه او مایکروفون ته يې کینولم. په هغو ورځو کې به هر څه ژوندي خپریدل او د لومړي تقریر نه وروسته، هغې به راته هره اوونۍ یوه موضوع راکوله. د پروګرام نه وروسته به يې له کینټین چای راغوښتې او کیسې به يې راته کولې. هغه وخت د ګوتو په شمیر تعلیم یافته ښځې ریډیو ته ورتلې. په دفتر کې ټولو هغې ته ” بانو” خطاب کاو او د پښتو یوه لیکواله سیده قانته بیګم مې د هغې په دفتر کې ولیدله.
زیتون بانو اسلامیه کالج ته مخامخ د سړک نه وراخوا، په “سپینه وړۍ” کلي کې زیږېدلی وه. تر پینځم هغې په اسلامیه کالجیټ سکول کې د هلکانو سره سبق ویلو. دا د هغې د خلې خبره ده چې د کالج پښتو مشاعره کې جهانزیب نیاز په خپل شعر ویلو. ده د دروند پښتون ستاینه کوله خو پخپله يې د کمیس پرتوګ او پټکي په ځای، کوټ پتلون اغوستي وو. په هغه شپه مې یو نظم کې دا تضاد وغندلو. بانو خپل نازک احساس به شعر ته واړو او” شهباز” او “انجام” ورځپاڼو کې “شګلنه” یا پرخه په بدل نومونو چاپیدل.
د “ایلزبت سکول” سکول نه يې لسم وکړو او بیا فرانټیر کالج کې د ساینس (ایف، ایس، سي) مضمون غوره کړو ځکه پلار پرې ډاکټري ویله. خو دا پخپله د زړه په ناروغۍ اخته شوه او وروسته، د آرټس مضامین يې وویل. د تاج سعید سره واده، د ماسټرې سبق او د لومړۍ ښځې پروډیوسرې په توګه د ریډیو ملازمت د هغې د ژوند مصروفیتونه ډېر کړل.
د ۱۹۶۴م په پای کې د اسلام آباد نه د ټیلویژن ژوندي نشریات او بل کال د پښتو اوونیز پروګرام “آغوش کوهستان” کې لومړۍ پښتو ډرامه “خپل پردي” د اردو ډرامې (کانچ کا ګلاس) ژباړه وه. زیتون بانو د خپلې ټولنې د روایاتو خلاف، د تاج سعید په ملاتړ، په ټیلویژن ډرامه کې کار وکړو. د دې ژوند ساده او کار ته د تلو په وخت به يې لوی پړونې (سپین څادر) په سر و. دفتر کې د جامو د پاڅه کوټ او په سر به يې رنګینه لوپټه وه. یوه ورځ يې ویل، سپین رنګ مې خوښ دی خو قاضي صیب ( سپین ږیری قاضي احمد علي) راته وایی چې خاوند دې ژوندی دی نو سپینه لوپټه مه په سروه.
د ښځو سره ناانصافي او د ظلم خلاف هغې د شعر او کیسو نه علاوه ډرامې هم ولیکلې. خو بانو پخپله د څومره کړاونو سره مخ وه ، څوک ترې نه خبریدل. د سړو سره په دفتر کې کار کول او په هغوی ځان منل څه اسانه نه وه. یوه ورځ په سرو سترګو د دفتر نه کور ته لاړه. په پلارني ټبر کې د دې د ټیلویژن او ریډیو د کار مخالفت کیدو. ټول پوهیدل چې زیتون بانو یواځې بااستعداده لیکواله یا د پروګرامونو پروډیوسره نه، بلکه یوه ښه مور هم وه. خو بانو د خپلوانو نور فشار نشو زغملی، د ریډیو نوکري نه يې استعفا ورکړه او په یو سکول کې استاده شوه.
بانو به خپله مشاهده په سوچه کلیواله ژبه ولیکله او له هغې مې د پښتو ځینې ټکي زده کړل. د “ګنګخړی” په اړه يې وویل چې کله خوړ سره خس وخاشاک په مورګو راټول شي نو خلک د دې د نیولو په کوشش کې خټو کې بند پاتې شي. د ګنګخړي کیسې مرکزي کردار ” شها” د خپلې مینې قرباني ورکوي، کونډ اوښي سره واده کوي چې د خور اولادونه وساتي. په اخره کې خبرېږي چې خور يې ژوندۍ وي نو ځان په ګنګخړي کې بند احساسوي. د کلیوالو ښځو نه علاوه بانو د تعلیم یافته او مسلکي ښځو مشکلات هم ولیدل. یوې ښځې ډاکټرې ته د هغې همکاران د “چلمچي” نوم اخلي چې هر چا پکې لاس وینځلی وي. د پښتنو ټولنه اوس هم د ښځې کارونو ته په سپکه ګوري او د لارې خنډ ورته جوړوي.
د دې د لنډو کیسو لومړۍ ټولګه ” هینداره” وه. مات بنګړي-ژوندي غمونه- خوبونه- زما ډایري- نیزه وړی د بانو مشهور کتابونه دي. د کتاب د چاپ لپاره به هغې “قسط” (کیشت) اخیستو چې یو ډول د پانګو اچولو ” کوآپریټو” سیسټم دی. څو ښځې خپلې سپما شوی پېسې د میاشتې راټولوي او یوه يې د خپل ضرورت لپاره اخلي. بله میاشت د بلې ښځې وار وي. یوه ورځ يې راته وویل چې نورې ښځې په کیشت د سرو زرو کالي اخلي او زه پرې کتاب چاپوم. ” زما خوشالي په دې کې وي چې خلک راته ووایی چې بانو امبارکه شه، بل کتاب دې چاپ شو.”
بانو د ۱۳ کتابونو لیکواله وه چې یو پکې اردو ناول ” برګ آرزو” د کیسو یوه ټولګه ” شیشم کا پته” او بله “برګد کا سایه” وو. شعرې مجموعه “منجیله” يې ډېر وروسته چاپ شوه. د دغو کتابونو له کبله د پاکستان حکومت او ملګرو ملتو د دې د ادبي ونډې لپاره ورته انعامونه ورکړل. خو د هغې لویه خوشالي په پښتو لیکنو کې وه. په “خوبونه” کتاب يې راته ولیکل. زما د آواز ملګرې صفیه حلیم ته په ډېره مینه وړاندې کووم چه د ذهن په غږ مې هم رسېږي.”

2 Comments

Add a Comment
  1. Thanks for posting this. But you haven’t mentioned what she is doing now.

    1. زیتون بانو سږکال په ۱۴ ستمبر حق ته ورسیده. خدای دی وبخښي. آمین

Leave a Reply

Your email address will not be published.