د ۱۹ پېړۍ په پای کې یو انګریز پوځي افسر د پښتنو قبایلو په اړه یو کتاب خپور کړو. د کوهاټ چاوڼۍ نه علاوه چاپېره سیمو ته به په ګشت ورتلو او د ورځې پیښې به يې لیکلې. دی وایی چې یوه ورځ د بنو نه کوهاټ ته په اس روان وم. په لاره خپل کیمپ ته لا نه و رسیدلی چې یو ښکلی پښتون ځوان مې ولیدو. دی ایغ نیغ او په ساده پاکو جامو کې ما ته سیلوټ وکړو نو پوهه شوم چې زمونږ د ملیشیا روزل شوی غړی و. دی ګیله من ښکاریدو او غوښتل يې چې راسره خبرې وکړي. ما ورته ستړي مه شي وویل نو خپله کیسه يې وکړه.
” زه څو ورځې کېږي چې د لومړي پنجاب د پیاده عسکر رجمنټ(غونډ) کې جمعدار وم. ( دا زما په کومانده کې و) ۱۵ کاله مې پکې ملازمت وکړو. د افغانستان په ټولو جنګونو کې زه تاسو سره په دې سرحد مله وم. زما د چلند په اړه څه منفي راپور نه و او خپل افسران مې خوښیدل. هیله مې وه چې یوه ورځ به صوبه دار شم.
زه د ۴ میاشتو په چوټۍ، خپلو کورنیو معاملو لپاره “ابازو” ته لاړم. ( دا معامله د یو ماشوم زیږېدل کیدای شوه خو د یو دشمن قتل و) ما تر ټولو ښه ټوپک لرلو او تابیا مې ورته کړي وه. خو کلي ته ورسیدم نو زما دشمن هلته نه و. دی زما له چوټۍ خبر او له کلي وتلی و. تر هغې به نه راتلو تر څو زما چوټي ختمه نه وه. بیرته راتلل یا خپل مشر ته لیک وراستول هم راته ممکن نه وه. ځکه چې هره ورځ به زما هیله کېده وه چې هغه سړی به بیرته راشي. نو صیب! ۳ اوونۍ نور مې هم انتظار وکړو او اخر چې دی په کومه ورځ راغلو(د پښتون سترګې وځلیدې) نو هغه مې وژلو، سمدلاسه بیرته روان او په بل سهار خپل غونډ ته راغلم.
زما په شان بل بد نصیب به په دنیا کې نه وي ځکه دوی زما نوم له پوځ لیرې کړی و. په دې يې وشړلم چې ته بغیر د درخواست نه غیر حاضر وې. زه د غیر حاضرۍ لپاره ملامت یم خو په دې کې زما څه ګناه نه وه چې دشمن مې په وخت ابازو ته رانغلو. او صیب! که ته راته دومره وایې چې دا وخت به جنرل صیب چرته وي؟ زه د هغه په لټون یم ځکه هغه ښه، باانصاف سړی او د پښتنو په دود خبر دی. که زما کیسه يې واوریده نو پوهه به شي چې زه په حق یم. (په اشاره) ستاسو خیمې هاغه دي! زه درنه رخصت اخلم! سلام علیکم! په خیر لاړ شې”
Across the Border: Or Pathan and Biloch. London: Forgotten Books. (Original work published 1890) Reprint. 2013