شموخه


د وریژو- غنم- اوربشو او جوارو نه وروسته شموخه پینځم ځای کې هغه بوتی دی چې د نړۍ انسانانو خپل خوراک لپاره پر زمکه وکرله.
د پښتونخوا کروند ګر ورته “نری جوار” وایی او د شین بوټي نه علاوه د دې دانه له پخیدو وروسته څاروو ته په ونډه کې ورګډوي.
شموخه په هندي کې، جوار، یونال او چاره، په انګریزي کې “سورګم” نومېږي. دا د واښو د ذات بوټې دی او ګل هم لري. د دې په ۲۵ قسمونو کۍ ۱۷ يې یواځې په آسټریلیا کې کېږي. ځینې نورد افریقه، ایشیا او د بحرالکاهل په جزیرو کې پخپله راشنه شي.
د افریقه “دوه رنګه سورګم” اوس په ټولې نړۍ کې د انساني خوراک لپاره يې کري. د دې له دانو د ګوړې په شان شیره هم راباسي او په شرابو کې يې ګډوي. د ډوډۍ پخولو لپاره د دې یو بل قسم لکه د اوړو میده کوي.
شموخه په وچه زمکه کې هم ژر وده کوي او زیاتو اوبو ته اړتیا نه لري. کروند ګر يې د اوړي او ژمي د فصلونو ترمنځ د دې تخم په خالي زمکه وشیندي او یو میاشت کې راشنه وي. بیا لکه د بوساړو يې وچ کړي چې په ژمي کې د څاروو خوراک نه علاوه د سوند په توګه هم پکارېږي. د دشتو دا بوټی د بې وزلو خلکو ډوډۍ وي.
د شموخې په تنکي بوټي کې ” هایډروجن ساینایډ- نایتریټ او هورډیناین” ټول زهرژن وي. که په هغه حالت کې څاروی یا انسان يې وخوري نو وژل کېږي. د وچکالۍ له کبله هم په شموخه کې ساینایډ او نایټریټ زیات شي او پوهه کروند ګر يې ژر پریکوي. وچه شموخه د نورو واښو او د شړشمو د “کهلۍ” سره ګډ کړي نو مال يې خوړی شي.
په امریکه کې د شموخې یو قسم “جانسن ګراس” د لمر وړانګې په کیمیاوي توان بدلولې شي او لږو اوبو ته اړتیا لري. له دغه شموخې د سوند لپاره سکاره، تیل او ګیس جوړوي.
په شموخه کې نشاسته نه وي نو ځکه د وزن کمولو لپاره روغ خواړه دي. یو وخت د بې وزلو دا خواړه اوس شته من د صحت لپاره خوري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.