تور او سپن


په ۲۰۱۲ م کې یوې سروې تر مخه په هندوستان کې د ارایش په توکو کې د مخ پوټکی سپینولو کریم ترټولو زیات خرڅېږي.
په هند کې ولې خلک خپل پوست سپینول غواړي؟ د دې تاریخ د انګریزانو له وخته پېل کېږی. “ګورا صېب” واکمن و او د دوی سپین مخ د واک او د قدرت نښه وه. په افریقه او امریکا کې د رنګ په بنسټ انسانانو سره چې څومره شوی او اوس هم کېږي، هغه په ډاګه ده.
پښتانه هم د تور رنګ او په تیره بیا د ښځې د تور رنګ سره تعصب لري. یوه لنډې ده چې
هلک چې تور شي لونګین شي
جینۍ چې توره شي بنګړي دې خرڅوینه

” توری، کارغه، بد شکل او د بدرنګ” نومونه ، تکه سپینه لکه بطه- سره سپینه ښاپېرۍ او سپین باز محاورې د ټولنې ذهنیت په ګوته کوي. که شا و خوا نظر وکړئ نو سپین پوست لرونکي خلک لږ وي.
د یخو ملکونو خلک په قدرتي توګه سپین وي ځکه هلته د نمر رڼا او تاو نه وي. خو په یورپ کې هغه کروند ګر یا خدمتګار چې د بهر کارونو لپاره په نمر کې ګرځیدل، په اوړي کې د نورو په پرتله لږ سور بخن شول. شته منو خلکو به دغه کارونه نه کول او کور دننه به ناست وو نو رنګ به يې ډېر سپین و. هغه وخت د شرافت او ښایست معیار دا و چې هرڅومره د یو کس مخ سپین وي، دی به نجیب او خانداني وي. په ۱۶ پېړۍ کې برطانوي ملکه ایلزبت (اول) په خپل مخ سپین پوډر وهل. د دې سبب هغه له نورو درباریانو نه لوړ ښودل وو.
کله چې برطانیې په هند او نورو ملکونو کې خپلې مستمرې جوړې کړې نو هلته هم سپین پوست د شرافت نښه شوه. دوی د سپین رنګ هندي نژاد ته ” آریا” ویل شروع کړل. سپین رنګ د خالص یا سوچا او تور د ناپاک او مردار مفهوم واخیستو. بیا په په لوړو عهدو د مخ رنګ په بنسټ انګریزانو خلکو ته کار ورکاو. کله چې اروپایانو خپلې مستمرې پریښودی او خلکو خپلواکي واخیسته نو دغه مفکوره شا ته پاتې شوه.
په ۱۹ پېړۍ کې اروپایي شته منو ژمي کې ګرمو ملکونو لکه اسپانیې او شمالي افریقه ته سفرونه شروع کړل. ددوی پوټکی به لمر ووهلو او بیرته به راغلل نو خلکو به په دې معتبر ګڼل چې د سفر لپاره پېسې لري. د پېړۍ تر پای، نورو خلکو چې پېسه ورسره وه، په اوړي کې یورپ ته تلل پېل کړل. دغه چکر به “هالیډی” (چوټي یا رخصت) نومیدو. د ښایست معیار بدل شو او سپین مخی به خوار ګڼلې شو چې د “هالیډی ” وس يې نه لرلو. د مخ د سپینولو کریمونه په لومړي ځل یورپ کې د هغو بې وزلو لپاره جوړ شول چې ګرمو ملکونو ته نشول تلی. داسې مشین هم راغلو چې بریښنایی وړانګو به سپین رنګ نسواري کړو.
په هند کې د لوړې طبقې برهمن یا د واکدار ټبر خلکو پوټکی به تور نه و ځکه بهر په لمر يې کار نه کوو. په ۱۹۷۵ م کې د مخ سپینولو یو کریم ” فېراینډ لولي” (سپین او ښایسته) جوړ شو. دغه کریم په لږه موده کې د ایشیايی ملکونو “میک اپ” په بازار کې ۵۰ نه تر ۷۰ في صد ګټه وکړه چۍ د کال ۲۰۰ میلینه ډالره کېږي.
په تیرو ۷۰ کالو کې د مخ پوټکی په کیمیاوي توګه د سپینولو دود هم رواج شو. لویه بیلګه يې نامتو امریکایی سندرغاړی “مایکل جیکسن” و. د تور پوستو د منل شویو مساوي حقوق سره هم په ۱۰۰ کې ۹۰ برخه اشتهارونو لپاره زیات وخت د سپینو ښځو یا سړو تصویر کارېږي.
خلک اوس هم د ښایست معیار سپین رنګ ګڼي ځکه په خپل ژوند کې زیات کامیاب ګنلې شي.
د هند د ځینو خلکو په ذهن کې د مخ پوتکی سپینولو لپاره “فېراینډ لولي” کارول معمولي خبره ده . یو سبب يې دا دی چې د سپینې جینۍ جهېز” لږ وي.
د ۲۱ میلادي پېړۍ له پېل بنګال کې د دې کریم په بایکاټ د خلکو یو کیمپېن پېل شو. کومې کمپنی چې دغه کریم جوړاو، د هغې خلاف د مدراس په ہائی کورٹ کې مقدمہ وشوه. دغه کریم نه یواځې ښځو بلکه د سړو لپاره ” فیراینډ هینډسم” په نوم جوړېږي. د اشتهار لپاره يې شاه رخ خان اعلانونه کول. بیا په کلکته کې د شاه رخ د فلمونو بایکاټ پېل شو. په عدالت کې دا هم په ډاګه شوه چې د دې کریم په جوړولو کې د “سرکوزي واازده” کاروي.
په چین کې هم د دې کریمونو غوښتنه زیاته ده. په افریقه کې د بندیزسره سره دا په پټه هټیو کې خرڅېږي. عجیبه خبره دا ده چې کله د کریم اشتهار جوړوي نو پکې د اوسني ټیکنالوجي نه په کار اخیستو فوټو شاپ له لارې د هلک یا جینۍ مخ سپین کړي.
د هند حکومت اوس دا قانون جوړ کړې دی چې په اشتهار کې به د ماډل اصل څېره ښایی چې کریم ورباندې څومره اغېز کړې دی او ایا پوست يې سپین شو که نا. دغه قانون اوس څه نا څه خلکو ته د پردې په مخ د کریم کارونکي اصل شکل ښايي.
خلک دا سوچ نه کوي چې د شاه رخ خان د مخ پوټکی په ۳۰ کالو کې هم په دې کریم ولې سپین نشو؟
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published.